ایا د وینې فلم کولای شي د سرطان او کمخونۍ بشپړ تشخیص وکړي؟ د وینې فلم یوه مهمه معاینه ده چې د وینې د حجرو شکل او اندازه ښيي، خو باید دا خبره په واضح ډول وپېژنو: یوازې د وینې فلم د سرطان او یا هم د کمخونۍ (انیمیا) قطعي تشخیص نه شي کولی. ولې؟ ځکه چې د ډېرو انیمیاوو بڼه په وینې فلم کې سره ورته ښکاري او یوازې د ظاهري شکل له مخې یې دقیق توپیر ستونزمن وي. هغه انیمیاګانې چې یو له بل سره ورته والی لري: 1. ویټامین B12 کمښت 2. فولیک اسید کمښت 3. د اوسپنې کمښت کمخوني 4. تالاسیمیا 5. د مزمنو ناروغیو کمخوني 6. سیدروبلاستیک انیمیا 7. هیمولیتیک انیمیا 8. اپلاستیک انیمیا د بېلګې په توګه: ځینې انیمیاګانې (لکه د اوسپنې کمښت او تالاسیمیا) دواړه کوچنۍ (microcytic) حجرې ښيي، او ځینې نورې (لکه B12 او فولیک اسید کمښت) لویې (macrocytic) حجرې ښيي — نو یوازې د فلم پر اساس پرېکړه کول دقیق نه دي. د سرطان په برخه کې هم ورته ستونزه شته: کله ناکله د وینې فلم کې داسې بدلونونه ښکاري چې د وینې سرطان شک پیدا کړي، خو دا لا هم وروستۍ پرېکړه نه ده. نو دقیق تشخیص څنګه کېږي؟ د بشپړ او باور وړ تشخیص لپاره لاندې معاینات ډېر مهم دي: CBC 1 ټیسټ .2ویټامین B12 ټیسټ .3فولیک اسید ټیسټ .4سیرم فیرټین ټیسټ Iron profile .5 Reticulocyte count .6 Hemoglobin electrophoresis .7 Bone Marrow .8معاینه LDH .9ټیسټ د وینې فلم یوازې یو لارښود دی، نه وروستۍ فیصله. د ډېرو انیمیاوو ترمنځ ورته والی د دې لامل کېږي چې یوازې په همدې معاینه بسنه کول د غلط تشخیص خطر زیات کړي. د دقیق تشخیص لپاره تل د متخصص ډاکټر په مشوره بشپړې لابراتواري معاینې ترسره کړئ، ځکه سم تشخیص د سمې درملنې بنسټ دی.
# اړوند پوسټونه
روغتیا
ویټامینونه؛ د بدن د روغتیا بنسټ
ویټامینونه هغه ضروري غذایي مواد دي چې زموږ بدن یې د ودې، معافیتي سیستم پیاوړتیا، د حجرو د فعالیت او د عمومي روغتیا د سات...
پښتو ګهيځ
59 لیدنې
16 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
د ګردو د تیږو ډولونه او د ناروغۍ په تشخيص کې د هغوي رول
ګردې د بدن له مهمو غړو څخه دي چې د وینې فلټر کولو، اضافي موادو او زهرجنو توکو د ایستلو او د مایعاتو د توازن په ساتلو کې...
پښتو ګهيځ
130 لیدنې
15 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
😴 بې خوبي (Insomnia) څه شی دی
😴 بې خوبي (Insomnia) څه شی دی؟ بې خوبي هغه حالت دی چې انسان په سختۍ سره ویده کېږي، د شپې څو څو ځله له خوبه راویښېږي، یا...
ریس خادیم
177 لیدنې
14 Jun 2026
0.0
(0)