او ورته ووایاست: وقار رانیول کېږي نه، او نه له خلکو غوښتل کېږي، بلکي دا نفس له دننه راپورته ټوکیږي. دا د سړي له چلند، دریځ او خبرو څخه جُوړیږي.دا هغه اصول دي چي انسان ته وقار، احترام او ارزښت وربخښي:1️⃣ له چا سره په لاس ټوکي مه کوئ لاس بازي سرحدونه ړنګوي، ستا وقار کموي، او ستا له شخصیت څخه دروندوالی اخلي.2️⃣ قیمتي جامې مه اغونده، فقط پاکي او خوشبویه جامې ولره د جامو پاکوالی، ښایسته بوی، او نرم حضور، د خلکو په نظر کي ستا ارزښت لوړوي.3️⃣ خپل قدر د هر چا سره مه برابر وه هر څوک د مقابلې وړ نه وي… ځیني جګړې له سترګو کېږي، او ځیني چوپتیاوي تر خبرو لوړ وقار لري.4️⃣ که سړی یې؟ له ښځي سره مه جنګیږه. که ښځه یې؟ له ماشوم سره شخړه مه کوه وقار د لوړتیا، حوصلې او زغم نوم دی، نه د چغو او جګړو.5️⃣ ځان له نورو سره مه پرتله کوه چا چي خپل ارزښت وپېژندئ، هغه د ځان سپکاوی نه کوي؛ د چا چي زړه موړ وي، د بل چا و مقام ته سترګي نه نیسي.6️⃣ د چا په خبرو کي مه ور لوېږه، خو که اړینه وي، نو په اجازه خبري پرېکوونکی بېادبه ښکارېږي، خو اجازه غوښتونکی مؤدب او دروند وي.7️⃣ مشوره یوازي هغه ته ورکړه چي وغواړي یې بېځایه نصیحت د انسان وقار ته تاوان رسوي.8️⃣ په هغه خبرو کي مه ور ګډېږه چي ته یې نه پوښتلی پېځایه ګډېدل د ښه شخصیت دروازې بندوي، او انسان سپکوي.9️⃣ که تا څه مهم نه وي ویل، نو چوپتیا غوره ده وقار تر ډېره له چوپتياوو څخه جوړېږي، نه له چغو او شور څخه.🔟 شکايت مه کوه خلک له هغو کسانو تنګ وي چي تل شکایت کوي. هغه څوک چي هر چیري خپل غمونه خپروي، مجلس بېخونده کوي.1️⃣1️⃣ له چا سره وعده مه کوه، که وفا نه سې ورباندي کولای وعده د انسان عزت ښکاره کوي. څوک چي خپله ژبه نه ساتي، خبرو ته یې څوک ارزښت نه ورکوي.1️⃣2️⃣ د خلکو په مینځ کي مه ویده کېږه، او پر خېټه مه ویده کېږه دا کارونه له ادب، وقار او مروت سره نه ښایي.1️⃣3️⃣ غیبت مه کوه چا چې غیبت وکړ، باور له لاسه ورکوي… او بېباوره انسان، د درنو خلکو په حلقه کې ځای نه لري.💎 نور ارزښتناک اصول:– ځان پر هغه چا مه تپه چي تا نه غواړي – د خلکو له رایو وروسته دستي مه ځغله، خپل فکر پکار واچوه – د دوست د دښمن لپاره دښمن مه جوړېږه – د خپل احسان اعلان مه کوه… ښه وکړه، پرېږده چي آثر یې خبري وکړي🧠 او په پای کي:– که څوک په رښتیا بخښنه غواړي، بخښنه ورته وکړه – که ته غلط نه یې، بیا هم بخښنه وغواړه – بېځایه پور مه اخله… خلک د ورکړي سره مینه لري، خو تل غوښتونه یې ستړی کوي، که هر څومره نږدې هم وي ورته
# اړوند پوسټونه
جالب
یوازې د انسان لپاره دومره لوی کاینات اخر ولې؟
کله چې موږ د شپې آسمان ته ګورو، نو یو عجیب سوال ذهن ته راځي: آخر د یو انسان لپاره دومره ستر او پراخ کاینات ولې پیدا شوی...
پښتو ګهيځ
172 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)
کلتور
ولې نړۍ په وروستېو ۱۰۰ کلونو کې ۱۸۰ درجې بدله شوه؟
وروسته داسې څه وشول چې په پنځوسو کلونو کې نړۍ بدله شوه! (دا یو فرضي تصور دی، او د تاریخ یو بل تعبیر دی.د چا هم چې زړه غو...
پښتو ګهيځ
229 لیدنې
11 Jun 2026
0.0
(0)
کلتور
څو د زړه خبری ضرور یې ولولي امر ثانی نه دی امر اول دی
دوه کاله، درې میاشتي او شل ورځی په دې دومره موده کې ما لس ناول ولیکل او اته ناول مې وژباړل یعنی هره ورځ بغیر له دی چې وګ...
خواجه زی لیکوال
432 لیدنې
02 Jun 2026
0.0
(0)