عادي کسان ډېري خبري کوي… خو باهیبته خلک یوازي په یوه نظر ټول چوپوي. دلته د اغېزمن شخصیت د جوړولو لپاره ۸ اصول درته وړاندي کوم:۱. په چپتیا او وقار سره را څرګند سه… او پرېږده چي ستا دبدبه خبري وکړي. مه خبري کوه، مه ځان ثابتوه. ستا حساب سوی چوپتیا تر هري خبري پیاوړې ده.۲. پر خپلو حرکاتو کنټرول ولره… بې سببه مه خوځېږه. هره اشاره، هر ګام، هر نظر… باید داسي وي لکه یو نا ویلی پیغام.۳. ډېر مه خانده… موسکا دي باید نادره او ماناداره وي. زیاته موسکا ستا اغېز کموي… خو نادره موسکا وېره هم راولي، درناوی هم.۴. غږ دي باید ارام وي… خو له ثباته ډک. غږ په دې مه جګوه چي خلک باید تا واوري، بلکي راکم یې کړه چي ټول چوپ سي.۵. په سترګو وګوره… له باور سره، نه له چلنج سره. ستا نظر باید مقابل لوري ته دا احساس ورکړي چي ته تر خبرو ډېر څه وینې، او تر خبرو مخکي پوهېږې.۶. لږ خبري وکړه… ډېر عمل وکړه. مه ډېر تشریح ورکوه، مه د ځان سپيناوی کوه. لنډي جملې مبهمي پاتېږي، او دا ابهام اغېز پیدا کوي.۷. خپله اړتیا مه ښکاره کوه… مه انسان ته، مه و یو شي ته. پر ځا بسیاوالی خلکو ته دا پیغام ورکوي چي ته له خبرو پرته هم لوړ مقام لرې.۸. پوه سه چي باید کله ولاړ سې… تر هغه مخکي چي څوک درته ووایي. کله چي ته له یو مجلس، ځای یا اړیکي پر خپل وخت، پخپله خوښه، او مخکي له دې چي خلک ستا له پاته کېدو ستړي سي ووزې، نو ستا دا کار ته خلک د درناوي او هیبت له زاویې ګوري.اغېزمن او هیبتناکه حضور دا نه مانا چي تاوتریخوالی یا غوسه ولرې، بلکي دا د خپل ځان ژوره پېژندنه ده، او یو داسي باور چي ثبوت ته اړتیا نه لري.
# اړوند پوسټونه
جالب
یوازې د انسان لپاره دومره لوی کاینات اخر ولې؟
کله چې موږ د شپې آسمان ته ګورو، نو یو عجیب سوال ذهن ته راځي: آخر د یو انسان لپاره دومره ستر او پراخ کاینات ولې پیدا شوی...
پښتو ګهيځ
172 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)
کلتور
ولې نړۍ په وروستېو ۱۰۰ کلونو کې ۱۸۰ درجې بدله شوه؟
وروسته داسې څه وشول چې په پنځوسو کلونو کې نړۍ بدله شوه! (دا یو فرضي تصور دی، او د تاریخ یو بل تعبیر دی.د چا هم چې زړه غو...
پښتو ګهيځ
229 لیدنې
11 Jun 2026
0.0
(0)
کلتور
څو د زړه خبری ضرور یې ولولي امر ثانی نه دی امر اول دی
دوه کاله، درې میاشتي او شل ورځی په دې دومره موده کې ما لس ناول ولیکل او اته ناول مې وژباړل یعنی هره ورځ بغیر له دی چې وګ...
خواجه زی لیکوال
432 لیدنې
02 Jun 2026
0.0
(0)