د ایفري ډې هیلت د راپور له مخې، روغتیايي متخصصان وايي چې د ګوتو د یوې ساده ازموینې له لارې د سږو سرطان په لومړیو پړاوونو کې تشخیص کېدای شي.اکثره خلک هغه وخت د سږو د روغتیا په اړه اندېښمن کېږي چې د سینې درد، د ساه اخیستلو ستونزه او د ساه غږ (غږهار) په څېر نښې پکې څرګندې شي، خو د دې نښو تر راڅرګندېدو مخکې د سږو د ناروغۍ ځینې خبرداري ورکوونکې نښې په حقیقت کې د انسان په لاسونو کې لیدل کېدای شي.د سږو سرطان د پېژندنې لپاره د ګوتو د ټیسټ طریقه:د روغتیا د متخصصانو په وینا، د دواړو لاسونو د شهادت ګوتو نوکان سره یوځای کړئ. که د دواړو نوکانو ترمنځ واټن یا تشه جوړه شي، نو ښايي سږي مو عادي وي. خو که د دواړو نوکانو ترمنځ هېڅ تشه نه وي او سره نښتي ښکاري، دا کېدای شي د سرطان، د زړه یا د سږو د نورو ستونزو نښه وي. څېړونکي وایي چې دا نښه د Non-small cell lung cancer په شاوخوا ۳۵ سلنه پېښو کې او د Small cell lung cancer په نژدې ۴ سلنه پېښو کې لیدل شوې ده.د سږو سرطان د یوه مشهور بریتانیايي خیریه بنسټ متخصصان وایي، د نوکانو ترمنځ د الماس په څېر شکل نه جوړېدل په مستقیم ډول د سږو د سرطان ثبوت نه دی، خو دا یوه احتمالي نښه کېدای شي.روغتیاپوهان سپارښتنه کوي چې که څوک د دې ټیسټ پر مهال احساس کړي چې د ګوتو نوکان یې سره نښتي دي او تشه نه لري، نو باید له خپل ډاکټر سره مشوره وکړي.ډاکټر براین انډریو فالېر، چې په سېنټ لوئیس کې د میسوري بپټیسټ طبي مرکز د سرطان د څېړنې مشر دی، وایي: “ګوته د طبیعي مقعر (کږې دننه) کرښې پر ځای چې د نوک د ریښې ترڅنګ وي، د کاچوغې د شاتنۍ برخې په شان بڼه خپلوي.”اغېزمن نوکان هم دا ځانګړنې لرلی شي:نوکان تاوده احساس کېږي نرم او سپنجي شي سور رنګ واخلي کېدای شي دردناک وي د سږو د سرطان په لومړیو پړاوونو کې د ګوتو په نوکانو کې بدلونونه دومره ورو رامنځته کېږي چې سړی یې نه شي احساسولای. ډاکټر فالېر وایي: “ډېری هغه ناروغان چې زه یې د سږو د سرطان له امله وینم، د ګوتو پړسوب لري، خو هغوی خپله پرې نه وي خبر.”
# اړوند پوسټونه
روغتیا
ویټامینونه؛ د بدن د روغتیا بنسټ
ویټامینونه هغه ضروري غذایي مواد دي چې زموږ بدن یې د ودې، معافیتي سیستم پیاوړتیا، د حجرو د فعالیت او د عمومي روغتیا د سات...
پښتو ګهيځ
59 لیدنې
16 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
د ګردو د تیږو ډولونه او د ناروغۍ په تشخيص کې د هغوي رول
ګردې د بدن له مهمو غړو څخه دي چې د وینې فلټر کولو، اضافي موادو او زهرجنو توکو د ایستلو او د مایعاتو د توازن په ساتلو کې...
پښتو ګهيځ
130 لیدنې
15 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
😴 بې خوبي (Insomnia) څه شی دی
😴 بې خوبي (Insomnia) څه شی دی؟ بې خوبي هغه حالت دی چې انسان په سختۍ سره ویده کېږي، د شپې څو څو ځله له خوبه راویښېږي، یا...
ریس خادیم
177 لیدنې
14 Jun 2026
0.0
(0)