موساد د اسرائیلو استخباراتي اداره ده، چې د ۱۹۴۹م کال په شاوخوا کې رامنځته شوه. دا اداره په ښکاره د «اسرائیلو د امنیت» لپاره جوړه شوې وه، خو په حقیقت کې یې اصلي هدف د اسلامي نړۍ کمزوري کول، د مسلمانانو ترمنځ د بېاعتمادي خپرول، او د هغوی د سیاسي، نظامي او فکري ځواک له منځه وړل دي. موساد د نړۍ له ټولو قوي او پټو استخباراتي شبکو څخه ګڼل کېږي. دوی په درواغو، دوکو، تبلیغاتو، ترور او فکري جګړو کې ماهر دي. د دوی تر ټولو لویه وسیله دا ده چې مسلمان ملتونه د یو بل پر وړاندې ودروي لکه د عرب هېوادونو ترمنځ شخړې، د ایران او عربستان رقابت، او د پاکستان او افغانستان ترمنځ لانجې. دا ټول هغه تخمونه دي چې موساد د کلونو په اوږدو کې کرلي دي. په تېرو لسیزو کې موساد د ډېرو اسلامي هېوادونو د مهمو علماوو، پوهانو او سیاسي مشرانو د وژلو تر شا لاس درلود. د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر پر ضد، د فلسطین د مشرانو پر ضد، د لبنان د حزبالله او د ایران د اټومي پروګرام پر ضد یې ګڼې پټې حملې کړي. دوی هېڅکله په مستقیم ډول جنګ نه کوي، بلکې تل د نورو هېوادونو، رسنیو او محلي ګروپونو له لارې خپل هدف ته رسېږي. موساد یوازې په وسله او سیاست نه؛ بلکې په فکر، کلتور، فلمونو او رسنیو کې هم جګړه کوي. دوی هڅه کوي چې د مسلمانانو په ذهنونو کې بېغوري، فحشا، بېپروايي، او د دین څخه لرېوالی خپور کړي. نن ورځ د ډېرو اسلامي هېوادونو ځوانان د خپلو دیني ارزښتونو څخه بېخبر دي، ځکه د موساد او د هغوی ملګرو رسنیو فکري یرغلونه هره ورځ روان دي.خو د دې ټولو سره سره، موساد د مسلمان امت د روحیه له ماتولو عاجز پاتې شوی. هر ځل چې دوی هڅه کړې د اسلام نوم ختم کړي، نو له بلې خوا د الله په مرسته د حق یو نوی څپه راپورته شوې ده. د فلسطین مقاومت، د لبنان دفاع او د 20 کالنې فکري جګړي وروسته د افغانستان اسلامي بیداري، دا ټولې هغه نښې دي چې ښيي موساد کولای شي د مسلمانانو بدن ته زخمونه ورکړي، خو د هغوی د ایمان څخه ډک زړه نه شي وژلی. نن ورځ هم موساد په اسلامي هېوادونو کې پټ نفوذونه لري؛ په حکومتونو، رسنیو، او حتی د ځینو مذهبي ډلو تر منځ د نفاق تخمونه شیندي. خو مسلمان که بیدار شي، که خپل تاریخ، خپل قرآن، او خپل هدف وپېژني، نو د موساد ټولې دسیسې به بېاثرې شي. ______________________ د فکري جګړو د حقیقت او پوهاوي لپاره موږ درسره تعقیب کړئ.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.1
10 ټولې رایې
5★
2
4★
1
3★
3
2★
4
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
اسلام
د فتوا په باره کې مختصر بحث ۱۶مه برخه (له دین سره د تصوف ارتباط)
له دین سره د تصوف ارتباط: حدیث شریف دی: کُلُّ بدعةٌ ضلالةٌ و کُلُّ ضلالةٌ فی النار. ترجمه: ټول بدعتونه ګمراهي ده او د...
پښتو ګهيځ
102 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
جالب
یوازې د انسان لپاره دومره لوی کاینات اخر ولې؟
کله چې موږ د شپې آسمان ته ګورو، نو یو عجیب سوال ذهن ته راځي: آخر د یو انسان لپاره دومره ستر او پراخ کاینات ولې پیدا شوی...
پښتو ګهيځ
172 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
فیسبوک نن تخنیکي ګډوډۍ سره مخ شوی او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د فېسبوک زرګونه کاروونکو خپلې ستونزې راپور کړي.
فیسبوک نن تخنیکي ګډوډۍ سره مخ شوی او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د فېسبوک زرګونه کاروونکو خپلې ستونزې راپور کړي. دوی ویل...
ریس خادیم
153 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)