کولیسترول څه شی دی؟کولیسترول د وینې هغه غوړ مواد دي چې د بدن د انرژۍ او د حجرو د فعالیت لپاره مهم رول لري، خو که اندازه یې لوړه شي د زړه او رګونو ناروغیو خطر زیاتوي.ښه کولیسترول (HDL): دا د بدن لپاره ګټور دی، ځکه اضافي غوړ له رګونو پاکوي او د زړه ساتنه کوي.بد کولیسترول (LDL): کله چې یې کچه لوړه شي، د وینې په رګونو کې جمع کېږي او د زړه حملې، سټروک او د وینې فشار خطر زیاتوي.ټرایګلسرایډ (Triglyceride): دا هم یو ډول د وینې غوړ دي چې زیاتوالی یې د غیر صحي خوراک، چاغښت او کم فزیکي فعالیت له امله رامنځته کېږي او د زړه ناروغیو خطر لوړوي.د لوړ کولیسترول مهم لاملونه: ډېر غوړ او فاسټ فوډ استعمالول سګرټ او نشه يي توکي کم فزیکي فعالیت او ورزش نه کول چاغښت او زیات وزن شکر او لوړ فشار ارثي عوامل او ذهني فشارونهد سالم ژوند، متوازن خوړو، منظم ورزش او وخت پر وخت معایناتو له لارې کولی شو د کولیسترول او ټرایګلسرایډ کچه کنټرول او د زړه روغتیا وساتو.
# اړوند پوسټونه
روغتیا
ویټامینونه؛ د بدن د روغتیا بنسټ
ویټامینونه هغه ضروري غذایي مواد دي چې زموږ بدن یې د ودې، معافیتي سیستم پیاوړتیا، د حجرو د فعالیت او د عمومي روغتیا د سات...
پښتو ګهيځ
58 لیدنې
16 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
د ګردو د تیږو ډولونه او د ناروغۍ په تشخيص کې د هغوي رول
ګردې د بدن له مهمو غړو څخه دي چې د وینې فلټر کولو، اضافي موادو او زهرجنو توکو د ایستلو او د مایعاتو د توازن په ساتلو کې...
پښتو ګهيځ
127 لیدنې
15 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
😴 بې خوبي (Insomnia) څه شی دی
😴 بې خوبي (Insomnia) څه شی دی؟ بې خوبي هغه حالت دی چې انسان په سختۍ سره ویده کېږي، د شپې څو څو ځله له خوبه راویښېږي، یا...
ریس خادیم
175 لیدنې
14 Jun 2026
0.0
(0)