oiuytrew
ریس خادیم

(مومند او ساپیان وروڼه دې دا لیکنه خامخا ولولي او له نورو سره دې هم د پوهاوي په موخه شریکه کړي.)

196 لیدنې 12 رایې
3.8 (12)
ریس خادیم
ریس خادیم 07 Aug 2026

(مومند او ساپیان وروڼه دې دا لیکنه خامخا ولولي او له نورو سره دې هم د پوهاوي په موخه شریکه کړي.)د پښتو ژبې ځینې وییونه له ډېر پخوا د نورو ژبو د لیکدودونو له مخې لیکل شوي دي او لا هم په هماغه ناسمو بڼو په پښتو ژبه کې کارېږي. د هغو له ډلې د «ساپي» او «مومند» کلمې دي چې د «صافي» او «مهمند» په بڼو «غلط مشهور» شوې دي. زما په اند دغه کلمې هاغه مهال په غلطو بڼو مشهورې شوې، کله چې د پخوانیو مرزایانو لخوا لیکونه لیکل کېدل. پخوانیو مرزایانو تر ډېره د عربي ژبې تر اغېز لاندې په دري/ پارسي ژبو لیکونه (خطونه) لیکل، چې هاغه مهال یې ډېر کره پښتو وییونه د عربي و دري ژبو د ګرامري قاعدو له مخې ولیکل او له بده مرغه په رسمي لیکونو کې یې هم همدغه منحرفې بڼې دود شوې چې وروسته ـ وروسته بیا پښتنو لیکونکو/ کاتبانو هم پرې چندان سر خوږ نۀ کړ او په همدغو منحرفو بڼو یې په هر ډؤل پښتو، دري، عربي او... اسنادو کې وکارولې، چې ان تر اوسه یې هم ډېرکي لوستي کسان بې درېغه لیکي. خو حقیقت دا دی چې د دغو وییونو ارې بڼې «ساپی» او «مومند» دي او مروجې (صافی او مهمند) بڼې یې په غلطي کې عامې شوې دي؛ ځکه دغه کلمې د ریښې او غږ له مخې پښتو دي او کابو ټول پښتانۀ دغه وییونه د «ساپي» او «مومند» په بڼو تلفظوي، نه د «صافي» او «مهمند» په بڼو، یانې که له هره پلوه دغه وییونه وڅېړل شي ار پښتو وییونه دي، نو د نورو ژبو د ګرامري قاعدو پر بنسټ یې لیکل ناسم کار دی او باید ترې مخنیوی وشي.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.8
3.8 (12)

12 ټولې رایې

5★
4
4★
2
3★
5
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan