ایا د استاد او استاذ ترمنځ توپیر شته؟ډېر ځله به مو اورېدلي او لوستلي وي چې دغه نومونه تر ډېره د پوهنتون ښوونکو او همدارنګه هغو کسانو ته کارول کېږي چې په یوې برخې/ خپلې برخې کې ماهر وي. ډېرکي دري ژبي په وینا او لیک کې د یادو شو وګړو لپاره د «استاد» کلمه او پښتانۀ بیا د «استاذ» کلمه کاروي. په پښتنو کې هم ځینې کسان د «استاد» په کلمې ټینګار کوي چې یوازې باید دغه کلمه وکارول شي؛ خو زۀ بیا د «استاذ» کلمه غوره ګڼم او دلیل مې د ژبپوهنې هغه ار دی چې وایي: «نومونه باید د وګړو محاورې ته نږدې ولیکل شي او څنګه چې وینګ کېږي هغسې یې لیکل پکار دي.»( خو په هغه صورت کې چې د کلمې مانا ته زیان ونۀ رسېږي) نو دې ار ته په کتو ډېرکي پښتانۀ دغه کلمه د «استاذ» په بڼه تلفظوي، نو پکار ده چې په همدې جولې ولیکل شي.ځینې د پوهې خاوندان بیا د دغو دوو کلمو ترمنځ یؤه باریکي ویني، دوی په دې اند دي چې د «استاد» کلمه رسمي بڼه لري او تر ډېره پوهو کسانو، کادرونو او اکاډمیکو اشخاصو ته کارول کېږي، لکه د پوهنتون ښوونکو او د نورو ښونیزو مرکزونو (کورسونو، انسټیټیوټونو او...) ښوونکو ته او د «استاذ» کلمې په اړه بیا وایي چې دغه کلمه غیر رسمي بڼه لري او تر ډېره کسبي ماهرانو ته کارول کېږي، لکه موټر چلوونکو، موچیانو، اهنګرانو، ترکاڼانو، خټګرو او دغسې نورو کسانو ته.#تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟ د سکالو اړوند مو له ما او ملګرو سره اندونه شریک کړئ! درناوی!
# اړوند پوسټونه
پښتو ادب
computer کمپيوټر
کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی،چې د انسانانو بې شمېره ستونزې يې حل کړي. کمپيوټر د لومړي ځل لپاره په «1942» کال د امريکايي...
احسان الله افغان
16 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ليک نښې
په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو...
احسان الله افغان
23 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
د وطن ترانه
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن دا پر موږه ګران وطن خاوره د غير...
احسان الله افغان
21 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)