دوه ټکي، شارحه يا Colon (:)شارحه (:) چې په پښتو کې یې «دوه ټکي»، په دري کې یې «دو نقطه» او په انګلیسي کې یې «Colon» بولي د کارندو لیکنښو له ډلې ده او د کارونې مختلف ځایونه لري، چې په دې لیکنې کې به یې ټولې برخې تشریح کړو.★ د شارحې (:) د کارونې ځایونه: ― کله چې په یؤۀ متن کې له يوې فقرې وروسته ځينې نومونه او مفهومونه راشي، نو له شارحې کار اخلو. بېلګې: ـ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي دا دي: راشد خان، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی او رحمان الله ګربز. ـ زما د خوښې کتابونه په لاندې ډؤل دي: څراغ، د نثر لیکلو هنر، سینوهه، د سوفي نړۍ، د ادبیاتو دنیا، جاذب او اغېزمن شخصیت او د ځوانۍ په ځنګل کې. ـ د افغانستان ښکلي ولایتونه دا دي: لغمان، نورستان، خوست، بدخشان او بلخ. ـ تېره میاشت مې دا کتابونه مطالعه کړل: ځنګل، توره ارواپوهنه، لیکوالي او الرحیق المختوم.― له مستقيم نقل قول څخه د مخه هم راځي. بېلګې: ـ الله تعالی فرمایي: «د الله تعالی له رحمت څخه مه ناهیلي کېږئ.» - رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «د علم زده کړه په هر مسلمان (نارينه او ښځينه) فرض ده.» ـ استاد اسدالله غضنفر وایي: «زما خیر په دې کې دی چې ستا خیر هم وغواړم.»― د ساعت او دقيقې د بېلولو لپاره هم کارول کېږي. بېلګې: ـ ۲:۲۰ ـ ۱۰:۴۰ ـ ۱۲:۱۵#که درس مو زده شوی وي، نو یوه ـ یوه بېلګه ولیکئ!
# اړوند پوسټونه
پښتو ادب
computer کمپيوټر
کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی،چې د انسانانو بې شمېره ستونزې يې حل کړي. کمپيوټر د لومړي ځل لپاره په «1942» کال د امريکايي...
احسان الله افغان
20 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ليک نښې
په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو...
احسان الله افغان
33 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
د وطن ترانه
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن دا پر موږه ګران وطن خاوره د غير...
احسان الله افغان
28 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)