oiuytrew
ریس خادیم

د «راوړل» او «راوستل» فعلونو ترمنځ توپیر!

201 لیدنې 9 رایې
3.7 (9)
ریس خادیم
ریس خادیم 07 Aug 2026

د «راوړل» او «راوستل» فعلونو ترمنځ توپیر! په دې توپیر پوهېدئ!؟یوه بله عامه تېروتنه چې ډېر لوستي وکړي یې په خپلو ویناوو او لیکنو کې مکرراََ تکراروي، هغه د «راوړل» او «راوستل» فعلونو ناسم کارول دي. که څه هم دا دواړه فعلونو د انتقالولو مفهوم ښندي، خو د کارؤنې ځایونه یې توپیر کا.راوړل دا فعل هغه وخت کارول کېږي چې موږ د یؤۀ شي د انتقال خبره کؤو، خو چې هغه څیز د خوځښت/ حرکت وړتیا ونلري او بل څوک یې د وړلو وسیله شي. بېلګې: ـ ما له کتابتونه یو کتاب راوړ. ـ علي یؤه بورۍ غنم راوړل. ـ عایشې له ښاره قلمونه راوړل. ـ تاج الدین یو پنډ شوتله راوړله.راوستل دا فعل هغه وخت کارول کېږي چې موږ د یؤه څیز د انتقال خبره کؤو، خو چې هغه شی د حرکت یا خوځښت توانايي ولري، خو موږ یې یوازې د انتقال وسیله شو. بېلګې: ـ علي له ځانه سره درې کسان راوستل. ـ مسکا، حلیمه په موټر کې راوستله. ـ حمید له پټي څخه غوا راوستله. ـ ځلا، هېله پیاده راوستله. نصرت اتل#که مو درس زده شوی وي، نو یوه ـ یوه بېلګه ولیکئ!! #لیکنې له ملګرو سره شریکوئ!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (9)

9 ټولې رایې

5★
3
4★
2
3★
2
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan