ماته او ما ته دوې جلا ـ جلا کلمې دي، نو په لیکلو کې یې ورته ډېر پام کوئ. که څه هم دغه دوې کلمې په وینګ کې یو شان ویل کېږي خو په لیکلو کې ډېر نازک توپیر لري، هغه دا چې د «ما» او «ته» ترمنځ که یؤ سپېس اضافه شو مانا یې بدلون کوي.راځئ! په بېلګو کې یې روښانه کړو! لومړی به په «ما ته» کې بېلګې جوړې کړو چې د ( زما لپاره) مفهوم لري او دري کې یې ژباړه (برای مه) راځي. بېلګې: ـ ما ته پیاله راوړه. ـ ما ته زینه راوړه. ـ ما ته لښته راوړه.دویم یې (ماته) کلمه ده چې د (ماتې شوې، میده شوې) مفهوم لري او د «جوړې، روغې» ضد کلمه ده او په دري کې یې ژباړه (میده شده، ریزه شده) راځي. بېلګې: ـ ماته پیاله راوړه. ـ ماته لښته راوړه. ـ ماته زینه راوړه. #که مو درس زده شوی وي، نو یؤه ـ یؤه بېلګه جوړه کړئ! #لیکنه د پوهې د ترویج او د غلطیو د سمون په موخه شییر کړئ!
# اړوند پوسټونه
پښتو ادب
computer کمپيوټر
کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی،چې د انسانانو بې شمېره ستونزې يې حل کړي. کمپيوټر د لومړي ځل لپاره په «1942» کال د امريکايي...
احسان الله افغان
13 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ليک نښې
په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو...
احسان الله افغان
20 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
د وطن ترانه
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن دا پر موږه ګران وطن خاوره د غير...
احسان الله افغان
19 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)