oiuytrew
ریس خادیم

د «مقوله» او «معقوله» ترمنځ توپیر!

163 لیدنې 8 رایې
3.3 (8)
ریس خادیم
ریس خادیم 07 Aug 2026

د «مقوله» او «معقوله» ترمنځ توپیر!مَقُولَه (مَقُولَة): د عربي ژبې کلمه ده چې د قَوْل څخه اخیستل شوې او د ویل شوې خبرې یا وینا معنا لري. هغه وینا، قول، جمله یا خبره ده چې ویل شوې وي. کله چې د چا مشهوره خبره، وینا یا اقتباس یادوو، د (مقوله) کلمه کاروو. مثال: دا د یوه عالم مشهوره مقوله ده.مَعْقُولَه (مَعْقُولَة): هغه خبره، نظر یا دلیل ته ویل کېږي چې عقل یې مني او منطقي وي. یعنې د عقل له مخې د منلو وړ او سمه خبره وي. مثلًا: ستا دا خبره معقوله او منطقي ده. په لیکنو او خبرو کې ځينې خلک دا دواړه کلمې سره ګډوي. که هدف قول، وینا او اقتباس وي؛ نو مقوله سمه ده او که موخه عقلي، منطقي او د منلو وړ خبره وي؛ معقوله سمه ده.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (8)

8 ټولې رایې

5★
2
4★
1
3★
2
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan