ځینې کلمې داسې دي چې له جولیز پلوه سره ډېر نږدې تړاو لري، خو له مانیز پلوه سره لوی توپیر لري، چې د هغو له ډلې د «ځانته» او «ځان ته» کلمې دي. که چېرې د دغو کلمو سمې کارونې ته پام ونکړو او ناسمې یې وکاروو، نو یؤ خو مانیز توپیر پېښوي او بل سړی خپل مطلب په ښه توګه نشي څرګندولی.ځانته ځانته د قید په توګه هغه وخت کارول کېږي کله مو چې موخه له یؤ څه "ګوښی والی او یواځې والی" وي.بېلګې: ـ زۀ په خونه کې ځانته اوسېږم. ـ ما ته ځانته ډوډۍ خوړل خوند نۀ را کوي. ـ هغه چې ځانته وي، نو خوښ وي. ـ زۀ هره ورځ اته لیټره اوبه ځانته څښم. ـ یؤه شېبه مې ځانته پرېږده!ځان ته ځان ته هغه وخت کاروو چې کله یؤ کس غواړي د خپل ځان په اړه څرګندونې وکړي. په دې حالت کې «ته» له «ځان» سره د وستربل په توګه کارول کېږي.بېلګې: ـ هر لوستونکی ځان ته د لوست لپاره ښۀ کتاب غوره کوي. ـ زۀ تل ځان ته ډاډ ورکوم. ـ نن مې دوه قلمونه وپېرل، یؤ مې ځان ته بل مې ورور ته. ـ هر څوک باید ځان ته پام وکړي. ـ هر کس ځان ته لومړيتوب ورکوي.#درس خو به پېچلی نۀ وي!؟ #که درس مو زده شوی وي، نو یؤه ـ یؤه بېلګه ولیکئ!
# اړوند پوسټونه
پښتو ادب
computer کمپيوټر
کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی،چې د انسانانو بې شمېره ستونزې يې حل کړي. کمپيوټر د لومړي ځل لپاره په «1942» کال د امريکايي...
احسان الله افغان
16 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ليک نښې
په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو...
احسان الله افغان
23 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
د وطن ترانه
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن دا پر موږه ګران وطن خاوره د غير...
احسان الله افغان
21 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)