oiuytrew
ریس خادیم

د مسلم او مؤمن ترمنځ توپیر!

181 لیدنې 10 رایې
3.1 (10)
ریس خادیم
ریس خادیم 28 Jul 2026

(ځینو وروڼو ټینګار کړی و، چې د «مسلم» او «مؤمن» په اړه هم لیکل وکړه، که څه هم زۀ په دیني برخې کې ډېر مالومات نۀ لرم، خو د دې سرسري مالوماتو په راټولو وتوانېدم، که ناسم وي، تاسې سم مالومات ولیکئ چې موږ هم ترې ګټه واخلو.)ځینې عام خلک «مسلم» او «مؤمن» په یؤۀ مفهوم کاروي؛ په داسې حال کې چې د دواړو کلمو ترمنځ لوی توپیر موجود دی او پکار ده چې هر څوک ځان په دغه توپیر پوی کړي.مسلم هغه څوک دی چې په ظاهره اسلام ومني (کلمه طیبه ووایي) او د اسلامي ارکانو لکه: کلمې، لمونځ، روژې، زکات او حج باندې عملا پابندي وکړي او همدارنګه د الله تعالی ټولو اوامرو ته غاږه کېږدي. هر مؤمن مسلم دی، مګر هر مسلم په خپلې لومړۍ مرحله کې مؤمن نه ګڼل کېږي.مؤمن مؤمن هغه چا ته ویل کېږي چې د ظاهري عمل ترڅنګ ایمان یې په زړۀ کې د پخې عقیدې او یقین په بڼه ځای نیولی وي، یانې مؤمن هغه څوک دی چې ایمان یې زړۀ ته په بشپړه توګه کښته شوی وي.د موضوع د لا روښانتیا په اړه قرآني ایت راوړو چې الله تعالی د «الحجرات سورت» په ۱۴ نمبر ایت کې د اعرابو په اړه فرمایلي دي: «هغوی وویل چې موږ ایمان راوړی دی، خو ورته ووایه چې تاسو ایمان نه دی راوړی، بلکې تاسو (په ظاهره) اسلام منلی دی.»یادؤنه: هر مؤمن مسلمان دی، خو هر مسلمان لا مؤمن شوی نه دی (ایمان یې زړه ته په بشپړ ډول نه دی کښته شوی.)#چې موږ (افغانان) به په کومې ګټګوري کې راځو!؟#لیکنه در سره د ثواب په موخه شییر کړئ، چې نور خلک هم ترې ګټه واخلي!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.1
3.1 (10)

10 ټولې رایې

5★
2
4★
1
3★
3
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
عبید الله نیازی 5 ورځي دمخه

ایا داسلام په منلو سره دانسان د زړه خبره شریکه نه وی ؟ یعنی په یقین اوباور سره مسلمان شوی نه اوسی؟ اسلام منل د زبی په اساس ده یا ده زړه په اساس ؟

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan