oiuytrew
عبدالله امير

د وجود ورکې ټوټې

235 لیدنې 19 رایې
4.3 (19)

دويم ليک: *دمــه*هغه شېبه، چې له تا سره مې خدای په‌اماني پیل کړه، نور‌و اړیکو ته مې سلام ور‌واچاوه. هغه وخت، چې له تا ناهیلی شوم، په نور‌و انسانانو پور‌ې مې هیله وتړله. پـر هغو انسانانو، چې زه یې لیدمه او کله نا کله یې زما حال پوښته. هغه انسانان، چې بې‌پروايي یې نه کوله او زه یې په بې‌ځایه تمه کې نه پـرېښودم. هغه انسانان، چې زما د زوکړې ور‌ځ یې په یاد وه او اړ‌تیا نه وه، چې بل څـوک یې ور‌په زړ‌ه کړي؛ په زور‌ه وموسي او ووایي: «یوه هیله وکړه!» هغه وختونه، زما هیله ته وې او اوس، هغه هیله زه په‌خپله یم. په هغو وختونو کې هر څه «ته» وې؛ څومـره غمجنې ور‌ځې وې. خوښ یم، چې هغه ور‌ځې تېـرې شوې. ته نه يې او زه لا هم د خپلې خدای په‌امانۍ په دوام کې روان یم. او خوښ یم. ستا له نشتون او له خپل شتون څخه. له دې پـرېکړې مې خوښ یم، چې نور‌ به ستا د بې‌پروايۍ لپاره هڅه ونه‌کړم. خوښ یم، چې بالاخره پـرېکړه مې وکړه، چې خدای په‌اماني پیل کړم. زه نه یم توانېدلی، چې په بشپـړه توګه خدای په‌اماني وکړم. انځور‌ دې لا هم راسره دی. په هغه انځور‌ کې ته خاندې، سیګرټ څکوې او تر ټولو اړینه دا، چې ما ته ګور‌ې. په هغه انځور‌ کې راګور‌ې، بېخي په تېـره او راښکونکي نظر. خو دا یواځې یو انځور‌ دی. او ما دا منلې ده، چې ستا انځور‌ هېڅ‌کله ستا په څېر نه و او نه به هم شي. ستا هغه انځور‌، چې زما په ذهن کې دی، ستا له حقیقت سره ډېر توپیـر لري. او هغه شپه ډېـره حیـرانوونکې وه، ستا او ستا د انځور‌ تر منځ توپیـر مې ومانه. هغه شپه زه د ځمکې پـر مخ تر ټولو يواځې او تر ټولو بې‌کسه انسان وم. هغه شپه مې فکر کاوه، چې «مـرم.» ښه ډاډه وم، چې نور‌ په دغه نړۍ کې ژوند نه‌شم کولی. خو ډېرې شپې تېـرې شوې او زه ژوندی پاتې شوم او ته لا هم بې‌پروا ښکارې. داسې بـرېښي، چې ستا له شتونه پـرته نه مـرم، که مړ کېدی، تر اوسه به مړ وی او داسې بـرېښي، چې څه بدلېـږي هم نه. ته زما د ژوند تر ټولو بې‌پروا انسان یې؛ له ماشومتوبه تر اوسه، وې، یې او اوسې به. زه خوښ یم. له خپل ځانه او له خپلو پـرېکړو مې. له دې څخه خوښ یم، چې یو وخت مې ستا د ترلاسي هڅه ودر‌وله او پـرې مې ښودل، چې ژوند راته نور‌ فرصتونه وښيي. یواځې کله کله چې مې زړ‌ه تنګ شي، ستور‌و ته ګور‌م، ستا لپاره نېکې هیلې لرم او له ځان سره وایم، چې ان ستا له بې‌پروايۍ سره مې څومـره مینه لرله! د هغو ټولو ور‌ځو له امله، چې نه وې او ودې نه لیدلم، مننه او د هغه لوی در‌س له امله به تل منندوی یم، چې تا راکړ: دا چې که یوه اړیکه پای ته ور‌سېـږي، وبه نه مـرم.کتاب: *د ورک وجود ټوټې*

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.3
4.3 (19)

19 ټولې رایې

5★
13
4★
1
3★
3
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan