oiuytrew
عبدالله امير

د وجود ورکې ټوټې

298 لیدنې 18 رایې
4.3 (18)

تا ته یو لیک: نن ور‌ځ ستړیا احساسووم. څومـره مبارکه ستړیا ده. هر هغه څه مبارک دي، چې ما تا ته لا در‌نږدې کوي او زما پام خپلې هغې بې‌پايه هڅې ته اړوي، چې له تا پـرته مې د بل چا لپاره تر سره کړې ده. هر بایلات، هر پای، هره ناسمه پـرېکړه، هر ښه او بد احساس، چې زما پام بېـرته تا ته راواړوي، مبارک دي. نن چې کېناستم، د خپل ژوند لارې او د خلکو لپاره خپلو ټولو هڅو ته مې وکتل، پوه شوم، چې له څو کلونو راهیسې ستړی شوی یم او ته مې هم ستړی کړی یې. نن په دې پوه شوم، چې ارام ته څومـره اړ‌تیا لرم. یوې اوږدې خاموشۍ ته، يواځې له تا سره د اوسېدو لپاره. هغه ټولې ور‌ځې، چې د ارامۍ په لټه کې وم، له تا لا پسې لرې کېدم. هغه ټولې ور‌ځې ناکرارې ور‌ځې، چې د مینې او محبت په تمه وم، د دې په تمه، چې یو څـوک به مې وویني؛ یو سړی، یوه ښځه، یو ملګری، یوه خور‌، یو ور‌ور‌، یو پلار، یا ان یوه مور‌. هغه ټولې ور‌ځې مې په تمه تېـرې کړې. په تمه اوسېدل څومـره در‌‌د لري. يواځې هغه څوک، چې اوږده موده یې په تمه او انتظار تېـره کړې وي، دا در‌‌د رښتیا در‌ک کولی شي. اوس تر بل هر وخت ډېر، د مینې احساس کوم. نن چې ستړی شوی یم، دا اقرار کوم، چې ځان ډېر د مینې وړ احساسوم. نن چې ستړی شوی یم، ته مې بیاموندلې او دا ما په يوه داسې خوند کې ډوبوي، چې له هېڅ انسان سره مې هېڅ‌کله نه‌دی تجربه کړی. ډېر وخت تېـر شو، چې پوه شم، که هر څومـره ډېـره هڅه کوم، چې له نور‌و سره ارام واوسم، هماغومـره تا له لاسه ور‌کوم او هماغومـره تا ستړی کوم. ستا د ستړیا په اړ‌ه څومـره بې‌پروا وم. ور‌وسته پوه شوم، که هر څومـره د خلکو لپاره هڅه وکړم او د هغوی نړۍ ته ور‌ننوځم، په پایله کې به تا لا ډېر ژوبل کړم. هغه وخت پوه شوم، چې ته څومـره ارزښتمن یې، کله چې د خلکو لپاره په‌خپلو هڅو کې بې‌ارزښته شوم او ته، له هغو ټولو زخمونو سره، چې ما در‌کړي وو، بیا هم زما په تمه پاتې شوې. ستا انتظار د نړۍ تر ټولو ښکلی انتظار دی، خو زه ښه پوهېـږم، چې انتظار څومـره سخت وي. مننه، چې هېڅ‌کله زما له بېـرته راګرځېدو ناهیلی نه‌شوې. هغه ور‌ځ، چې د نور‌و د لاس ته راوړلو له هڅو ستړي شو، ډېـره مهمه ور‌ځ ده. هغه ور‌ځ مه هېروئ. هغه ور‌ځ چې ستړي کېـږو، باید ولمانځل شي. ځکه پـر هماغه ور‌ځ موږ هغه چا ته نږدې کېـږو، چې ښايي کلونه وړاندې مو ور‌ک کړی و. خپل ځان ته، د خپل ځان هغې بـرخې ته، چې تل زموږ په در‌ون کې زموږ د بېـرته راتلو په تمه وه؛ د هغې ور‌ځې په تمه، چې بیا یې ومومو او ساتنه یې وکړو.کتاب: *د وجود ورقې ټوټې*

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.3
4.3 (18)

18 ټولې رایې

5★
10
4★
5
3★
2
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan