oiuytrew
پښتو ګهيځ

د گرودکوف له نظره، د امیر شېرعلي خان واکمني

362 لیدنې 16 رایې
3.9 (16)
پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ 06 Jul 2026

د نولسمې پېړۍ په وروستۍ نیمایي کې افغانستان د روسیې او برتانوي هند ترمنځ د سیاسي او ستراتیژیکې سیالۍ په یوه مهم ډګر بدل شوی و. په همدې حساس پړاو کې روسي پوځي افسر او څېړونکي نیکلای ایوانویچ گرودکوف د افغانستان د سیاسي، اداري، پوځي او ټولنیزو حالاتو په اړه مهم معلومات ثبت کړي دي. د هغه په لیکنو کې د امیر شېرعلي خان واکمني ځانګړی ځای لري، ځکه نوموړی د امیر د حکومتولۍ څرنګوالی، د مرکزي واک د پراخولو هڅې، د هېواد بهرنی سیاست، له روسیې او انګریزانو سره اړیکې، د پوځ جوړښت او اصلاحات، د شمالي سیمو وضعیت او د سلطنتي سیالیو اغېزې څېړي. البته د گرودکوف څرګندونې باید د یوه روسي پوځي او امپراتورۍ څارونکي د لیدلوري په توګه ولوستل شي، ځکه د هغه تحلیلونه، د تاریخي او جغرافیوي ارزښت ترڅنګ، تر ډېره د روسیې د سیاسي او ستراتیژیکو ګټو تر اغېز لاندې دي.د گرودکوف په نظر، د امیر شېرعلي خان تر واکمنۍ لاندې افغانستان یو واحد، همغږی او طبیعي ملي دولت نه و، بلکې د بېلابېلو قومونو، ژبو، دودونو او سیمه‌ییزو سیاسي جوړښتونو یو داسې ترکیب و چې د زور، جګړې او مرکزي واک له لارې د کابل تر سیاسي چتر لاندې راغلی و. هغه وايي چې دا سیاسي مجموعه د دوست‌محمد خان او د هغه د زوی او ځایناستي شېرعلي خان د قدرت په وسیله یو ځای شوې و. د گرودکوف له تعبیره ښکاري چې د شېرعلي خان د حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه د افغانستان د شمالي سیمو، په ځانګړي ډول د افغان ترکستان، د کابل له واک سره نښلول و، خو دا یووالی لا کمزوری، نازک او «په بیړه ګنډل شوی» ګڼل شوی دی، ځکه انګلیسي جګړې دا جوړښت ژر ولړزاوه.د شېرعلي خان د بهرني سیاست په اړه گرودکوف، هغه بې‌خبره یا ساده امیر نه بولي. برعکس، هغه وايي چې شېرعلي خان د خپل هېواد د جیوپولیټیک ارزښت په اهمیت پوهېده. دده له واینا داسې ښکاري چې افغانستان د روسي ترکستان او د برتانوي هند ترمنځ داسې موقعیت درلود چې له افغانستان پرته نه روسیې پر هند اغېزمن فشار راوستلای شوی او نه هم انګریزان د روسیې د پرمختګ پر وړاندې بشپړ امنیت احساساوه. گرودکوف لیکي چې شېرعلي خان د خپل هېواد دغه ستراتیژیک موقف درک کړی و او په سوله‌ییز وخت کې یې د دې ارزښت د کلنۍ مرستې/سبسایډۍ په بڼه ۲۰۰ زره پونډه اټکل کړی و.د روسیې او شېرعلي خان د اړیکو په اړه د گرودکوف دریځ ډېر مهم او د توجه وړ دی. هغه په ښکاره وايي چې د روسیې اړیکې له افغانستان سره تر ډېره پر خپله شېرعلي خان ولاړې وې، یعنې د روسیې لپاره د افغانستان سیاسي دروازه د امیر د شخصي تمایل، اعتماد او اړیکې له لارې پرانیستې وه، نه د یوه ثابت دولتي تړون یا اوږدمهاله بنسټیزې اړیکې له لارې. له همدې امله، گرودکوف د شېرعلي خان له مرګ وروسته اندېښنه ښکاره کوي چې «زموږ اړیکې له افغانستان سره، چې یوازې په د امیر شېرعلی خان پر شخصیت ولاړې وې، پرې کېدی شي.».په همدې ځای کې د گرودکوف نظر د خپلې امپراتورۍ له اړخه هم ښکاري. هغه د افغانستان د خپلواکۍ د دفاع او مشروعیت خبره نه کوي، بلکې د روسي ګټو له زاویې استدلال کوي. د شېرعلي خان له مرګ وروسته دی سپارښتنه کوي چې روسیه باید اجازه ورنه کړي چې د انګریز نفوذ د آمو سیند تر غاړې ورسېږي، حتی وړاندیز کوي چې له موجوده بحران څخه دې استفاده وشي او له افغان ترکستانه دې یو جلا دولت جوړ شي.د حکومتولۍ په برخه کې، گرودکوف د شېرعلي خان سیاست په افغان ترکستان کې د تدریجي تابع‌کولو، پوځي فشار او سیاسي احتیاط سیاست ګڼي. د اندخوی په اړه وايي چې هلته خان ته ظاهري داخلي واک پاتې دی، خو له کابل څخه کلنۍ پیسې اخلي، د امیر حضور ته ډالۍ وړي او د افغان سپرو پوځیانو یو کنډک ورسره موجود دی. گرودکوف دا سیاست د هند په نیمه وچه کې د انګریزانو له غیرمستقیمې واکمنۍ سره تشبیه کوي، یعنې ځایي واکمن په ظاهره پر خپل ځای پرېښودل کېږي، خو په عمل کې د کابل تر پوځي او مالي فشار لاندې ساتل کېږي.د میمنې، سرپل، شبرغان، بلخ، کندز، بدخشان او نورو شمالي سیمو په اړه د گرودکوف روایت ښيي چې شېرعلي خان د افغانستان شمالي پولو د ټینګولو لپاره سخت پوځي سیاست کارولی و. د میمنې د فتحې په اړه لیکي چې افغان ځواکونو تر اوږدې محاصرې وروسته ښار ونیو، زرګونه مدافعین ووژل شول، ښار چور او وران شو او وروستی خان کابل ته بندي یووړل شو. له دې روایت څخه ښکاري چې د شېرعلي خان شمالي سیاست د مرکزي دولت د پراخولو سیاست و، خو د گرودکوف په بیان کې دغه پراخوالی د زور، مالیې، پوځي حضور او د سیمه‌ییزو خانانو د ماتولو له لارې ترسره شو.د گرودکوف له نظره د شېرعلي خان د حکومت یو بل مهم اړخ د داخلي امنیت وېره وه. هغه وايي افغان دولت په ترکستان کې د عبدالرحمن خان د بېرته راتګ او د ازبکانو د احتمالي پاڅون له خطره تل اندېښمن و، له همدې امله شېرعلي خان د انګریزانو له خوا د لوی خطر سره سره ونشول کولی چې له شماله ډېر پوځونه ختیځې جبهې ته ولېږدوي. ددې کتاب له روایت څخه ښکاري، د ترکستان له سیمې یوازې شپږ کنډکونه ختیځې پولې ته واستول شول او ژر یې ځای د زر تنه هزاره‌دار/ملیشه ځواکونو په وسیله ډک شو. دا ښيي چې د شېرعلي خان دولت له یوې خوا له انګریزانو سره د بهرني فشار لاندې و او له بلې خوا یې په شمال کې د داخلي بغاوت او د عبدالرحمن خان د سیاسي دعوې وېره درلوده.د عبدالرحمن خان په اړه د گرودکوف یادونه هم د شېرعلي خان د سیاسي وضعیت د فهم لپاره مهمه ده. دی د دوست‌محمد خان د کورنۍ د نسب او میراث پر سر د دعوې تشریح کوي او وايي چې عبدالرحمن خان په سمرقند کې د روسیې په کلنۍ مستمري ژوند کاوه، خو د افغانستان د واک لپاره یې چمتووالی درلود. گرودکوف هغه هوښیار، د آسیا ښه جنرال او د نقشې لوستونکی شخص بولي. دا برخه ښيي چې د شېرعلي خان حکومت یوازې له بهرني استعمار سره مخ نه و، بلکې د سلطنتي کورنۍ دننه د واک د مشروعیت له جدي سیالۍ سره هم مخ و.د پوځ په اړه، گرودکوف د شېرعلي خان د اصلاحاتو په اړه دوه‌ګونی نظر لري. له یوې خوا هغه د افغان منظم پوځ، معاش، لوژستیک، توپخانې، سپرو او پیاده ځواکونو شمېر او جوړښت په تفصیل بیانوي، له بلې خوا د انګلیسي پوځي نظام د تقلید سخت انتقاد کوي. دی لیکي چې شېرعلي خان د انګریزانو پوځي قانون/نظام افغان ژبې ته وژباړه او په خپل پوځ کې یې نافذ کړ، خو د گرودکوف په اند دا کار د افغان جنګي خوی، غرني ژوند او انفرادي جګړه‌ییز مهارت سره برابر نه و. د هغه په وینا، دغه نظام افغان غرنۍ ازادي په هغه چوکاټ کې بندوله چې د انګریزي عسکر لپاره جوړ شوی و، نه د افغان جنګیالي لپاره.د شمېر له مخې، گرودکوف د شېرعلي خان منظم پوځ داسې اټکلوي: پیاده ځواک له ۵۰ تر ۶۰ کنډکونو، نږدې ۳۰ تر ۳۵ زره تنه؛ سپاره شاوخوا ۲۰ رژیمونه یا کنډکونه، نږدې ۸ زره تنه؛ او توپخانه شاوخوا ۲۰۰ توپونه. هغه دا هم زیاتوي چې د هزاره‌دارو/ملیشه ځواکونو شمېر ټاکل سخت دي، خو په هراتي سیمه کې د کلیو د وسلوالو پر بنسټ یې شمېر ډېر ګڼي. دا معلومات ښيي چې د شېرعلي خان حکومت هڅه کړې وه منظم پوځ جوړ کړي، خو د گرودکوف په نظر د دې پوځ روزنه او تشکیلاتي تقلید له اصلي جنګي واقعیتونو سره بشپړ نه و برابر.د شېرعلي خان د حکومت د اداري ترکیب په اړه گرودکوف د فارسي‌ژبو او ایراني‌الاصله مامورینو د نفوذ یادونه کوي او وايي چې په افغانستان کې فارسي ژبه د ادارې، پوځ او مشورې مهمه ژبه وه، حتی په افغان پوځ کې داسې افسران و چې په «افغاني» یعنې پښتو ژبه نه پوهېدل او د پوځ اعلی قوماندان حسین‌علي خان یې فارسي‌ژبی/ایرانی بولي. خو دا برخه باید په احتیاط ولوستل شي، ځکه گرودکوف دلته ډېر ښکاره قومي او فرهنګي تعصب هم لري. د هغه د اداري فساد، رشوت او «فارسي‌ژبو مامورینو» په اړه قضاوتونه د یو روسي پوځي کتونکي د استعماري لید محصول دي، نه حتمي بې‌طرفه ټولنیز حقیقت.په لنډه علمي پایله کې ویلی شو چې گرودکوف د امیر شېرعلي خان په اړه داسې انځور وړاندې کوي: شېرعلي خان د افغانستان د سیاسي یووالي مهم کس و. د هېواد ستراتیژیک ارزښت یې ښه درک کړی و، له روسیې سره یې اړیکه د انګریز پر وړاندې د توازن د یوې وسیلې په توګه درلوده، په شمال کې یې د افغان ترکستان د تابع‌کولو او مرکزي کولو سخت سیاست پلی کړ، د انګریزي نمونې پر بنسټ یې د پوځ د اصلاح هڅه وکړه، خو دولت یې د داخلي سلطنتي سیالیو، قومي-سیمه‌ییزو ناخوښیو، د عبدالرحمن خان د دعوې، ازبکي پاڅون د وېرې او د برتانوي فشار له امله ډېر نازک و. گرودکوف د شېرعلي خان د شخصیت او سیاست اهمیت مني، خو د افغانستان په اړه یې تحلیل د روسي ستراتیژیک فکر تابع دی. ځکه د هغه اساسي اندېښنه د افغانستان خپلواکي نه، بلکې دا ده چې انګریزان د افغانستان له لارې د روسي ترکستان پولو ته ونه رسېږي.پښتو ګهیځ

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.9
3.9 (16)

16 ټولې رایې

5★
7
4★
4
3★
2
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan