oiuytrew
عبدالله امير

مصنوعي زيرکتيا🤔🤔

1,027 لیدنې 29 رایې
3.5 (29)

نن مې له مورکۍ سره د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کولې. ورته مې وویل:«مورې! نن د ټکنالوژۍ عصر دی. مصنوعي ځیرکتیا د نړۍ په ډېرو برخو کې د انسانانو د کارونو د اسانه کولو لپاره کارول کېږي. ډېر هغه کارونه چې پخوا به انسانانو په ساعتونو ترسره کول، اوس د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په لنډ وخت کې ترسره کېدای شي.»مورکۍ مې د موضوع په اړه لا ډېره لېواله شوه او د مصنوعي ځیرکتیا په اړه یې رانه تفصیلي معلومات وغوښتل. ما ورته د دې ټکنالوژۍ په اړه معلومات ورکړل.هغې بیا رانه وپوښتل:«زویه! دا روبوټونه خوراک هم کولی شي؟»ما ورته وویل:«نه، مورې! مصنوعي ځیرکتیا د انسان په څېر طبیعي شعور او احساسات نه لري. دا د انسان د فکر او تجربې بدیل نه دی؛ بلکې د انسان لپاره یوه داسې ټکنالوژیکه وسیله ده چې د ډېرو کارونو په ترسره کولو کې ورسره مرسته کولی شي.»مورکۍ مې بیا یوه ډېره په زړه پورې پوښتنه وکړه:«که د دې عصر د انسانانو ډېر کارونه مصنوعي ځیرکتیا ترسره کوي، نو د انسان استعداد به بیا څنګه وي؟»ما ورته وویل:«په دې زمانه کې به هغه کسان ډېر فرصتونه ولري چې مصنوعي ځیرکتیا د خپل علم، استعداد او کار د پیاوړتیا لپاره په سمه توګه وکاروي. AI د انسان استعداد نه ختموي؛ بلکې که په سمه توګه ترې استفاده وشي، د انسان د زده‌کړې، فکر، نوښت او کار وړتیا لا پیاوړې کولی شي.»مورکۍ مې په مینه راته وویل:«زویه! ته هم ځان له دې عصر او ټکنالوژۍ سره برابر کړه.»ما ورته وویل:«هو، مورې! زه هم غواړم او شوق لرم چې له مصنوعي ځیرکتیا سره ځان بلد کړم او د دې عصر له علمي او ټکنالوژیکو فرصتونو څخه ګټه واخلم.»له دې خبرې وروسته مې له ځان سره فکر وکړ:که غواړئ په نننۍ عصري نړۍ کې له زمانې سره همغږي ژوند وکړئ، د مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ مهارتونه زده کړئ.ژوند پخپله نه بدلېږي؛ بدلون غواړي، هڅه غواړي او زحمت غواړي.چا چې د خپل راتلونکي لپاره نن هڅه کړې، زده‌کړه یې کړې او سختې ورځې یې تېرې کړې دي، سبا به د خپلې هڅې پایله ویني. ځکه بریا یوازې د فرصت په انتظار نه ترلاسه کېږي؛ بلکې د فرصتونو د جوړولو لپاره زده‌کړه، زحمت، حوصله او دوام غواړي.د زمانې له بدلون سره ځان بدل کړئ؛ ځکه راتلونکی د هغو کسانو دی چې نن یې د زده‌کړې او پرمختګ لپاره ګام پورته کړی وي.*ليکنه: عبدالله امير*

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (29)

29 ټولې رایې

5★
7
4★
7
3★
9
2★
6
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
شمس تبريزې دپښتو ګهيځ غټ مينوال 1 اونۍ دمخه

تا يو کتاب ليکلی ده که خاص مقاله دپ

avatar
احسان الله افغان 1 اونۍ دمخه

ډېر ښه

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan