oiuytrew
ارمان بسمل

مينې ناول

247 لیدنې 10 رایې
3.6 (10)
ارمان بسمل
ارمان بسمل 29 Jul 2026

زما مينه ارمان بسمل لنډه د مينې کيسه له پيل تر پایه ټوله د خیالي نړۍ په څېر؛ د منۍ په زيړو پاڼو پټ، يو ښکلی، سمسور، او ګڼ بڼ (باغ) چې زموږ پلرونو او نيکونو پکې دا له ښکلا او سمسورتيا لپاره په کالونو کالونو خپلي خولي توې کړي، لاسونه يې پکې تڼکي کړي، او د دوی ژوند ډيره برخه د همدغه بڼ په ښيراز ساتلو تېري شوی ده. دغه بڼ (باغ) زما لپاره له خاطراتو ډک داستانونه لري. کېښته چې د زردالو له وچولو لاس ته راځي, د همدغه بڼ تر ټولو مهمه برخه ده. منۍ دا کال هغه فصل ده, چې وچې ميوې پکې خلک بازار ته رواړي، مګر مه د بازار ته راوړولو پر ځای د خپلې ترور کره يوړل، ځکه چې مور مې راته ويلي وو، چې دغه وچه کړي برخه دې خپلي ترور کره يوسه، غرمه تېره کړه، بیا به راځئ. همداسي مې وکړل، په خپل لاس ټولي کړي زردالو، کوم چې مه دا بڼ په يو برخه کې وچ کړي وو، راوخيستل او ترور کور ته روان شوم. بی خبره له هر څه، بي خبره دا ژوند ټيټو ژورو، بي خبره له روزګاره، او بي خبره له حقيقې نړۍ، په زړه کې مې را ګرځيدل چې د ترور کره به دې لږ ساعت تير شي. هغه لار چې زموږ له کور څخه زما د ترور کور ته په څو مترې کې پرته وو، د ګڼو ونو او بوټو په ذريغه پوښل شوي وو. الوتونکې مرغان په دغو ونو، بوټو کې په شرشر، پرپر، چرچر، او ګرګر سره داسې په خوشحالي مصروف وو، لکه ماشومان چې په خيټه مړه وي او د مستۍ لپاره په لوبغالۍ کې لګياه وي. په تلو تلو کې مه هم له دغو اوازونه او تازه هوا خوند اخيستو. ترور کره په داسې حال کې ورسيدم چې زما ترور لورګانې د څو کالونو په تېريدلو سره پيغلتوب ته په نږدې کيدو وي. منځوۍ ترور لور مې و نه پيژندلم، پوښتنه يي وکړه څوک دې پکار ده. زما سترګي د هغې په سترګو کې پاتي شوي, خبري مې خولي ته نه راتلي، غږ مې بند بند کيدو، ژوره ساه مې واخيسته، هڅه مې وکړه تر څو دا خپلي مور نوم ورته ياد کړم، مګر له وارخطاېي مي ورته خپل نوم واخيست. په قهه قهه خندا يي وکړه، لاس يې راته ونيو، پوښتنه يې را سره پيل کړه. امم ته ارمان يې هغه چې مور مې تل راته وايي. ومې پوښتل څه درته وايي، غلي شو، خبره يې تېره کړه، مخکې شو، او کور ته دننه شو. ترور مې په کور کې نه وو، خو ترور لورګانې را سره کيناستي، او زما مور احوال پوښتنه يې را څخه پيل کړه. په خبرو خبرو کې يې د کېښتو په اړه وپوښتل. دغه کيښته دې له کومه کړل. مه ورته د وچولو او روړلو ووايل: په خندا شوي، ويل يې دا خو دې بايد وزغان (چهرمغز) هم رواړي وی. کيسې مو ډيري وکړي، خو دا چې زموږ کور لاره په ناوخته تګ کې ډيره له خطر سره مل وو، مه خبره ور لنډه کړه او تلو اجازه مې وغوښته، خو د تلو لپاره مې زړه له کوره بهر نه کيدو. بالاخره له کوره خپل کور ته روان شوم. دغه ترور لور ليدل زما لپاره يو نړۍ بوج شو، چې بايد مه هر ځای ته په شاه وړی وی. وختونو تيريدل، مور به تل راته ويل، زويه! که پلنۍ درته وکړم څنګه به وي، ته راسره خوښه ده، ته يې کوي. دا چې زموږ کورني تربيت مه ته اجازه نه را کوله، چې په دې اړه له پلار او مور سره خبري وکړم، غلی کيدل په خاموشي مې ورته دا هو ځواب وو. وخت د تل په څير په بيړې سره روان وو. ترور کورنۍ د پلار کار له امله کابل ته راغلل، چې دا زما لپاره يو بله لویه ازموينه شو. روقيان عالي ليسې کې زده کوونکی وم، پلار مې له کابل راغلی وو، ترور کور کې يې څو شپې کړي وي، ويل يې: زویه! ترور کره دې لاړ وم يو لور يې ډيره هوښيار او ښکلوکې وو درته و يې نه کړم، غلی شوم. زما مور ته يې ووايل چې ته څنګه خوښه ده، هغې خو له وړاندې همداسي خوښه وو، نو ځواب يې دا وو. کله به داسې وشئ ستا دغه وروڼه پلار چې ګورم، فکر نه کوم چې دا کار به وکړی شي. پلار مې کابل ته د موټر چلولو لپاره راغلو، پر مور مو د ترو ښځو ظالمانو شروع شول. زمونږ ترونو ښځي له يوې کورنۍ وي، خوېندي وي، نو پردی يې نشو زغملاى. هر ورځ به پر موږ د يو عادي څیز لپاره غواغه جوړه وو، هر ناروا به يې زما پر مور چې د هغوی له خپلوانو نه وو، کوله. حيران وو، چې څه وکړو. مورنۍ نيکه مو راته ووايل چي تاسو هم کابل ته لاړ شئ، پلار مو هسې هم په کابل کې کار کوي. زما خو له اوله همدې خبري ته تلوار وو، مور سره په مشوره مو همداسي وکړل، کابل ته روان شو، د کابل ولايت کارته نو سیمه کې سخی صاحب زیارت ته نږدې استوګن شو. څو ورځي وروسته مې ترور سره دې دواړو لورګانو موږ کره راغله. دروازه وټکيده، بې خبره مې ور منډه کړل، ګورم چې غټ سترګي، خوږه غټه پټه جني دروازې شاه ته ولاړه ده، له روغبړ کولو وروسته يې ووايل ترور دې تيزه نشي تللی، مه پسې راروانه ده. داخله شو، زما لاس يې ونيولو، خو لاس مې بی اختیاره لړزيدو، پورته يې راته وکتل ولي داسي ورخطا يې. زه هغه جنې يم چې، خبره يې پوره نه کړه. مور له اتاق را بهر شو ګورې چې موږ دواړو لاسونه يو بل ته ورکړي. زر مې پريښوده بهر شوم، مورکۍ مي پوه شوه، چې موږ له يو بل سره مينه کوو. ماښام يې دغه خبره زما پلار سره شریکه کړه، خو زما لپاره دا دغې خبري زغمل په شاه باندې يو خروار پيټي انتقالولو وو. پلار مې غلی شو، لږ وروسته یې ووايل: بی شرمه زمانه شو، حیاء خو بیخې نه لري. لږ وروسته يې ووايل: ګوره زويه! کوم علت کار و نه کړي، ته دې تعليم وکړه بیا به ګورو. زما پلار هغه مهال خپل دريځ بدل کړو چې زما مشر نه دوهم تره ورسره د مشر تره لور کولو په اړه ويلي وو. ورځي او شپې يو او په بل پسې دا تل په څېر تيريدي، زما ترور په کور کې د بیلتون اوازه شوه، حساب کول دومره سره وران کړل، چې زما ترور ميړه له کابل تر هرات کډان شو. په هرات کې استوګن شو، دومره دا اړيکي نيولو وسایل نه وو لکه نن چې موږ ورته لاسرسی لرو، نو موږ هم نشو کولای له هغوی سره ډيره اړيکه ونيسو. کال تير شو، زما مور او پلار سره وارن شول، مور مې په خورځۍ کولي، خو پلار مې ورېري غوښتې، پدې کې کالونه تير شول. يو ورځ مې مورنۍ نيکه بابا موږ کره ميلمه له اریوب راغلی وو، شپې ناوخته مې پلار سره زما ترور ميړه اړيکه د يو ساده مابیل په مرسته ونیو، چې زما نيکه بابا سره خبري وکړئ. ډيرې خبري سره وکړئ، ناڅاپه يې ورته ووايل: هغه لور دې زما لمسي ته ورنه کړه. هغه ورته د ورتګ بلنه ورکړه، او په واضح ډول يې ووايل: راشئ، چکر به هم وواهئ، دسمال به هم درکړم، پلار مې هم ورسره هو کړل. څه وخت وروسته زما پلار يو ځل بیا راته د خپلې ورېري ذکر وکړو، څه مې و نه ويل، خو دا يې ووايل، چې زویه ته باید همدا وکړي کنه.... مه دا پوښتنه و نه کړه چې کني څه؟. څه وخت وروسته يې زما ترور لور بل چا ته ورکړه، ترور لور مې راسره اړيکه ونيوله وايي ويل الله به دې تل خوشحاله نه کړي. ډير ودرديدم، وژړيدم، هر خوا لاړم، فکر مې کولو دنيا بدل شو، زړه مې د مرګ په اړه ډول ډول کيسې راته کولای، شپې به تر سهاره نه ويده کيدم، ښوونځي کې له اول نمرګي تر مشروط کیدلو ورسيدم، ژوند راته يو بي معنا کار ښکاره کیدو. بالاخره ملا ته ورغلم، ورته ومې ويل: څه وکړم؟ هغه راته د ذکر کولو ووايل، ذکر مې پيل کړو، عاجزي مې اختيار کړه، هر څه به مې چې کول ګټه يې نه درلوده، بس لویه پریشانۍ مې په نصیب شوو. تعويذ ليکونکي ته وراغلم. هغه راته تعويذ وکړو، خو ذکر کول او له خپلوانو لري پاتي کيدل زما لپاره لږ څه سکون راکړو ورو ورو مې له ذهن بهر شوه، د نورو جنو ليدل راته جنون وو. پلار سره مې مينه دومره کمه شو چې حتا ليدل يې زما لپاره د زغملو نه وو. خو اظهار مې د خپلې حیاء له وجهې هيچا ته نشو کولای. سندرو اوریدل مې بند کړل، مينې کيسي مې نه اوريدي، خپلوانو کره تګ مې نه کولو. کال وروسته مې هوش او فکر بیرته زده کړو ته راوګرځيدو. ښوونځي مې تر لسم ورسو، چې خبر شوم د ترور کور مې بیرته کابل ته را کډان شو. په لومړۍ شپه موږ کره راغلل. زړه مې په ډوب ډوبي پيل وکړو، بېرته په عشقي نړۍ ورګډ شو، جنون واخیستو، جينې بار بار له مه غوښتل چې زه ورسره وتښتم، مګر پښتون والۍ اجازه نه را کوله، چې داسې وکړم. د هغې خاوند سره خيانت کول راته د غر په څير وو. خو بیا مې هم زړه ته ډول ډول تسلېنې ورکولي. يو شپه يې راته لس بجې زنګ وکړو، چې زما تره زوی مه ته اخطارونه را کوي، چې له مه سه تيښته وکړه. بل ورځ يې ويل چې زما خاوند سره خبري کول راته د تيګو خوړلو په څير دي. اخيرنې مسج يې راته په دری ژبه کړي وو، من تو را هرگز نخواهم بخشید. ته ډير په پښتو ولاړ يې، زموږ پلرونو څه و نه کړل، چې ته يې اوس هم په فکر کې يې. نوره لاړه بیا زما د شرمولو وخت شروع شو. تور، تهمت، بدنامۍ ټول زما په بار کې پرته دي، او زه به يې تل ګرځوم...پایليکنه: ارمان بسمل

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (10)

10 ټولې رایې

5★
3
4★
2
3★
3
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
نویدالله افغان 4 ورځي دمخه

😍😍😍😍😍😍😘

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan