oiuytrew
عبدالله امير

پشه يان ولی د جوزا څلريشت د(پشه يې) ژبې ملي ورځ په توګه لمانځي؟

405 لیدنې 22 رایې
3.5 (22)

پشه یان ولې د جوزا څلرېشتمه د پشه يي ژبې ملي ورځ لمانځي تر شاه یې کوم راز دی،د یو داسې شخصیت د مړینې او پیدایښت یې په همدې ورځ شوې چې د پشه يي ژبې الفبا یې لومړي ځل لپاره رامنځته کړ، نه تنها پشه يي ژبې ته بلکې پښتو او دري ژبې ته یې خدمات ستایلو وړ و او لسګونه کتابونو مولف و . لاندي مکمل ژوند لیک یې شته تر پایه ولولئ. (۱) لیکوال:غلام صدیق(شینګنک( داستادنورمحمد غمجن تمیل پر فرهنګی علمی اوڅیړنیزوکارونویو ځغلنده نظر پوهندوی‌‌‌‌‌‌ استاد نورمحمد غمجن تمیل دمولانا یارمحمدځوی په (۱۳۲۶)هجری لمریزکال دلغمان ولایت دالینګارولسوالی دوت په کلی کی زیږیدلی په (۱۳۳۲)هجری لمریزکال دالینګار ولسوالی دپړوایی په کلیوالی ښونځی کی شامل اوپه (۱۳۳۶) هجری لمریزکال دسنګره په لومړنی ښونځی کی شامل شواوپه (۱۳۳۹) هجری لمریزکال کی له دی ښونځی څخه فارغ اودننګرهارپه دارالمعلمین کی شامل شو په (۱۳۴۵) هجری لمریزکال کی دننګرهار دارالمعلمین څخه اول نمره فارغ اود کانکور دازموینی دورکړی څخه وروسته دکابل پوهنتون دادبیاتواودبشری علومودپوهنځی دپښتوپه دیپارتمنټ کی په زده کړه بوخت شودنوموړی پوهنځی څخه په (۱۳۵۰)هجری لمریزکال کی اول نمره فارغ اودښونمرو داخیستو پربنسټ په همدغه پوهنځی کی داستاد په توګه وګمارل شو په (۱۳۵۲)هجری لمریزکال کی دلوړوزده کړولپاره د هندوستان هیوادته لاړاودهند داله آباد په پوهنتون کی دافغانستان اودهند دګډوتاریخی اودکلتوری متونوپه څانګه کی دماستری په کچه زده کړه وکړه اوپه همدی وخت کی یی هندی اوسانسیګریټ ژبی هم زده کړې اوددیپلومونه یی ترلاسه کړل اودښواخلاقواودښه استعدادپه لرلوسره دسروزروپر مډال هم وویاړل شواوهیوادته دراستنیدوڅخه وروسته یی ددوهم ځل لپاره دخپلی استادی دندی ته دوام ورکړ په (۱۳۶۱) هجری لمریز کال دجوزاپه (۲۴)نیټه له دی پانی نړی سترګی پټی کړی روح دې ښادوی پوهندوی استاد نورمحمد غمجن تمیل په پشه یی ،پښتواودری ژبو ډیرې لیکنې کړی اوشعرونه یی هم ویلی چی پر دغوژبو برسیره پرهندی ،ساسیګریټ ،انګلیسی اوعربی ژبو هم پوهیده اوډیرګټور اثار یی له دغوژبو څخه ژباړلی . استاد نورمحمدغمجن تمیل په زیاتو مشاعرو کی ددی لپاره چی نور پشه یی ځوانان ،لیکوالان دپشه یی ژبی خدمت ته وهڅوی خپله پشه یی شعردهغی دکټ مټ پښتو ژباړی سره به ویل چی داکار په رښتیا هم دنورودتشویق اوهڅونی سبب شواونور وډیرو خلکوته دپشه یی ژبی لپاره دخدمت کولوفکر پیداکړ اوپه بیلابیلو برخوکی په څیړنو پیل وکړ . استاد نورمحمدغمجن تمیل ددوهم ځل لپاره په رادیو افغانستان کی دپشه یی خپرونودموسسینوڅخه وه چی نور خلک یی هم ددی خپرونی دپرمخ وړلواودټنګ ټکور برخې ته وهڅول. دپشه یی ژبی دادبیاتوبنسټ ایښودونکی په داسی حالاتوکی دژبی دودی اوپرمختګ لپاره په کار پیل وکړ چی تردی دمخه دپشه یی ژبی دپرمختګ لپاره کوم کار نه وه ترسره شوی یوازی ځینوکورنیواوبهرنیو څیړونکویو څه ناڅه کار کړی وه چی هغه په اسانه ترلاسه کیدای نه شواوکه ترلاسه شوی هم وای نوهغه له یوی خوا په لومړنی ډول سره ثبت شوی وه اودبلی خکوا فلکلوریکه بڼه یی درلوده چی دعلمی څیړنو له اصولوسره یی پوره اړخ نه لګاوه له همدی امله استاد نورمحمد غمجن تمیل دپشه یی ژبی دادبیاتو دبنسټ ایښودونکوڅخه نومولای شو.(۲) کوم لږاوزیات کارونه چی دپشه یی ژبی لپاره ترسره شوی دهغودخوځښت اود بنسټیزتحرک سرچینه استاد نورمحمد غمجن تمیل وه چی په ډیرو لږوامکاناتوهر ځای ته رسیده اوکارونه یی ترسره کول مګر په خواشینی سره باید وویل شی چی زمانی هغه په ځوانه ځوانی راڅخه واحیست اوځای یی دتل لپاره خالی پاتی شو. پشه یی ژبه دافغانستان داندو اروپایی ژبو له جملی څخه ده اوددی ولسی ادبیات ډیر غنی دی اوترسه پوری په سوچه ډول په ولسونوکی موجوددی دراټولولواوڅیړنو په هیله دانتظار شیبی تیروی په دی هکله مرحوم استاد نورمحمد غمجن تمیل ټولوته ددغو قیمتی مرغلرو دټولولولارښونه کوله هیله کیږی چی دراټولولواوڅیړنوزمینه یی برابره شی . دادی اوس به داستادنورمحمدغمجن تمیل پرلیکوالی اوفرهنګی کارونوپر ټولوخواویوڅه ناڅه بحث اوڅیړنی په لړکی زه به په دی لیکنه کی لومړی دهغه شعر اوشاعری پربرخی اووروسته بیا پرنوروبرخوتر خپله وسه یو څه ولیکم . شاعران دهنر اودتخلیقی نړی اتلان دی چی دچاپیریال دښو اوبدوپیښو څخه اغیزمن کیږی اوهغوی دواقعیت په توګه دخلکودپوهاوی په منظوردشعر په ژبه خلکوته وړاندی کوی چی مرحوم استاد غمجن هم ددغو اوصافوپه لرلوسره شعرونه ویلی اودټولنې دخلکوته یی دسوغات په توګه ډالې کړی دی. مرحوم استاد غمجن تمیل په پشه یی،پښتواودری ژبو شعرونه ویلی چی په شعرونوکی یی نازکخیالی.باریکی .تشبهه.عواطف اونور له ورایه څرګندیږی چی پخپلوشعرونوکی یی ځای کړی دی داستادغمجن تمیل دپشه یی شعرونه یوه ټولګه د(انقلابی اړ) په نوم دده ترمړینې وروسته دمحمدزمان کلمانی په زیاراو اهتمام چاپ شوی چی په دې ټولګه کی ټول شعرونه پشه یی دی دپښتواودری ژبو دشعرونوقلمی نسخی یی هم موجودې دی چی تر اوسه پورې خپار شوی نه دی اودهغی دکورنی له خواتراوسه پورې خوندی ساتل شوی دی. استاد نورمحمدغمجن تمیل یو رښتینی هیوادپال اودخپل هیواد ترقی ،پرمختګ اوسرلوړی یی غوښته چی دغه خپلی غوښتنی یی دخپلوشعرونوپه ډیروبرخوکی ځای کړی دی لکه په لاندنی شعر کی د بیلګې په ډول چی (وطنم اوړې تی) سرلیک لری لیدل کیږی: وطنم اوړې تی ګلینا تی چیکه دنیایه سراوباراتی تینی دشمنې تن پواواسکار میناروزګری بیان اسک وډبار توسد وری ولشنا تی چیکه دنیایه سراوباری تی تینا خدمتې نوکرنې پیری کیسی لایویله بیی شیرنه پیری اماوایا ااما سرپنا تی چیکه دنیایه سر اوباری تی تینا آبادی ایړګاتې تمیل تینادشمنې بیان لالان وذلیل(۳) همیش ګل تی تروتازاتی چیکه دنیایه سراوباراتی استاد نورمحمد غمجن تمیل کار کول دخلکودسوکالی سبب باله له همدې امله یی دهیوادخلک پخپلو شعرونوکی کارکولوته هڅولی اوکارګران یی ډیر ستایلی دی دبیلګی په ډول په لاندی شعر کی چی (ای شمګیر) ترسرلیک لاندی راغلی دی : دلوی خورې خونیم سخوری استی خونیم مینا اړستم باړا داریسکوی اړې خونیم تینا نامې شمګیر سی تینه استه تاثیر سی تینی تنای زهیرسی تینا مییڵای منیر سی خای کوقوی موجودآی وړې به کاوحقیرسی ابت خوشالی کره تینا نامې تقدیرسی به همدې ډول دپښتواودر ی ژبو په قلمی نسخواوټولګوکی هم په زړه پورې دهیوا د اوخلکو په ګټه اودهغوی دتاریخ دژوندی ساتلوپه اړه شعرونه لیدل کیږی دغه لاندنې شعر چی دهغی دیادداشتونوڅخه داسی څرګندیږی چی داز بکستان هیوادته په سفرتللی وه ا و هلته به یی ویلی وی اودهغی سیمی ستاینه یی کړی ده . یه د ښاپیرو ښاره یه دښو زلمو ښاره یه زما دزړه کوره یه زما خوږه کوره داستا زلموته سلام هم مناروته سلام ته دتیمور زانګو یی دیوباتورزانګویی کاشکی دې بیاووینم ګوندې دې بیاووینم ته مې رابوله بیا یه سمرقنده زما هیواداوهیوادوالوته خدمت کول ،هیوادوال دهیوادپرمختګ اوترقی کارونوته هڅول اودخلکوپوهاوی داستادغمجن تمیل یوازنې هیله وه چی خپله هیله یی دشعر په ژبه داسی څرګند کړ یوسه یوسه داخبرې می تر هغو دزړه سر می شی خبر زما له رازه له نشیبه او فرازه زه یی دلته یم له نازه ډک له غمه اوله نیازه څومره ګرم څومره تیزیی راوتلی دشرق نیز یی تاراوړی له کابله په لومړی سهار پیغام وه له وطنه دې ویلی څه مرموز غوندې کلام وه دغمجن دزړه تسل یی ددی شنوولو له سره(۴) ددی لوی بلډینګ له بامه تاویښ کړی دوی له خوبه دژوندون په امیدوکی ددی شنه اسمان له چته ژر شه ویښ شه ته افغان یی پاتی شوی له کاروان یی وخت دکاراودزحمت دی هرزحمت لره نعمت دی استادغمجن تمیل پخپلو ځینوشعرونوکی داسی یوه پټه او مرموزه مینه څرګندوی چی هم حقیقی اوهم مجازی تعبیراوافاده تری اخیستل کیدای شی یا په بل عبارت ددواړوکونواود نیا وحقایق به کی نغښتی دی لکه په لاندی شعرکی چی پورتنی مطلب جوتیږی: تاته ګورمه زړه زما ارام شی له غمونوددنیا اوله محشره دسیندتل کی یخ کرخ اوناامیده هسی پاتی شوم په ځای لکه ډبره ته پوهیږی چی زه څه یم اوڅه غواړم په لیدو څومره ښادشم څومره ویاړم پرځوانی دی برکت شه سخا وکړه دغمجنوغم کړه لری وفا وکړه استادنور محمدغمجن تمیل داچی دولسی خلکو سره یی ډیره مینه درلود له همدې امله یی دیو ولسی شاعر رنګ هم درلود لکه چی په لاندی چاربیته کی د ولسی شاعری اودټنګ ټکور سره دهغه دبی ساری کچی اومینې ښکارندوی ده دهوسونوصدقه شولې دیونااهل بدرګه شولې لکه کاغذ شکه شکه شولې کاشکی دموروپلارمنلی وای دمینې ارمانونه کم بختې نازولی پام کوه ژر وارخطا نه شی دوباره ژوند کی خطانه شی دهوسونوسودانه شی نوردې په ژوندکی په احتیاط اخله ګامونه دمینی ارمانونه کم بختې نازولې په دې لیکنه کی باید پردری شعرونواونثرونوهم یوڅه ناڅه خبرې شوی وای مګر دډیروکوښښونوسره سره ماونشو کړای چی دمرحوم استاد دری اثار پیداکړم له همدی امله دغه لیکنه زما یوڅه ناڅه نیمګړی پاتی شوهیله ده درانه مینه وال معذرت ومنی اودغه پورتنی شعرونه اوراتلونکی نثرونه می هم په خواره واره ډول دهیواد دمطبوعاتوکی دخپرو شوواثاروڅخه ګټه اخیستی دی هیله لرم چی د مرحوم استاد په ټولو قلمی اثاروترخپله وسه یوڅه ناڅه څیړنه وکړم. استادنورمحمدغمجن تمیل دنثراودادبی ټوټولیکلوته هم ډیره زیاته پاملرنه کړی دهغی دقلمی اثاروڅخه داجوتیږی چی په داډول لیکنوکی یی ډیر لوی لاس درلودپه دې چی پخپلواثارو کی توانیدلی ډیر مختلف مفاهیم په ځانګړی ظرافت سره ځای کړی اودخپلوهیوادوالودپوهاوی لپاره ټولنې ته وړاندی کړی .(۵) پوهندوی استادنورمحمد غمجن تمیل هغه کتابچه چی (۱۸۰)مخونه لری اود(۱۳۶۰) هجری لمریز کال دزمری دمیاشتی له پیله بیا دتلې دمیاشتې تر (۲۳) نیټې پورې لیکنې په کی دی چی په هغه کی ادبی ټوټی اوشعرونه په پشه یی،پښتواودری ژبوکښل شوی ادبی ټوټی د بیلګې په ډول راوړل کیږی چی بدیعی اړخ له پلوه ورته ادبی ټوټه یاداستانی تکل ویلای شو. (رښتیا خبره) دیوی داسی ادبی ټوټی نوم دی چی په یومهال کی یی دخپل همدغه ډول ادبی ایجاد دکره کتنې اوارزونې بڼه هم لری اوهغه داسی پیل کیږی. ((هروارپه ډیره تلوسه قلم اخلم چی داوار به ډیرښه لیکم اودمخکنیونثرونوڅخه په مانا اولفظ کی ډیر ښه،ډولی اوپه زړه پورې وی ډیرې نازکې اوباریکې خبرې به ولری چی پرلوستونکو اواوریدونکودومره ژوره اغیزه وکړی لکه په کوم اغیزه چی مالیکلی خوچی لیکنه وکړم په هغی کی نه هغه فکرترسیم وی چی ماپسی قلم رااخیستی دی اونه هغومره تاثیر په کی وی چی پرماشوی وی نه پوهیږم ولی؟ آیا تاثیرواقعاًعمیق او مثبت نه دی پرډاراوترددولاړ دی اوهسی خوشګذرانی ده اویاداچی زه یی درښتیاله درکه اوترسیم څخه عاجز یم اوکه نه ولی زما فکر په ساده نثر کی هم نشی کولای له خپل اصلی سوزوګدازسره وروسته زمانی ته دکاغذ پرمخ هسی ثبت شی لکه چی زما پردماغ ثبت دی آیاداکاغذ زما له دماغ ځینی هم ډیر ارزښت لری یاداکاغذاصلاً په داسی مبارک تفکر نه ارزی فکر کوم همدغه خبره ده ځکه زما فکر دلته ځان نه پیاده کوی عادتاً دزړه صفحه غواړی اوهلته پیاده کیږی مګر ډیر ساده فکر دی دلته زړونه لږدی چی فکرونه په کاغذی صفحو کی ثبتیږی اوکه نه دچا خبره څوک دی چی تخت نه غواړی په هرډول داسیا ډیره برخه می ولیدله تور،سپین ،ژیړ اوسره اوهرڅه ،هریوجلاجلا تاثیر ،ارزښت اوځای درلود . په هندکی می غواوی ولیدې چی په شدوموړ شوم ،په منځنی اسیا کی می باغونه اومیوی ډیرې ولیدې په شربتونوموړشوم اوپه افغانستان کی می بلاوی ،هغه هم بی اتفاقه بلاوی ډیرې ولیدې بی ځایه زوړ شوم .....)) دغه ادبی ټوټه نورڅه هم پسی اوږدیږی او څه ناڅه فلسفی بڼه غوره کوی . په همدی ډول په (یه تاندی لښتې)نومی ادبی ټوټه له عینی طبیعی واقعیت څخه یو شاعرانه انځور جوړوی چی په یوه برخه کی داسی راغلی دی : ((دادی له ونی یادکړل که له ګلانو ،دکوم ځنګل اوګیاګانودقانون تابع شوی چی تل ځان خړوبوی دنوروپه جوهر ځان اوبه کوی دزمانی پر اوښکوخپل مخ وینځی دمځکی له تل نه ځان دلوړیدو،جګیدواو غټیدو په خاطر اوبه راباسی ته نه پوهیږی دونواوځنګلونودګلانواوګیاګانواصلی بقا نه یوازی لنډه ده بلکه تازه ګی یی هم مړاویتوب اوبهار یی هم خزان لری ونی دخپل ځان اوسر دوهلوپه خاطر دخپلی لویی دټیټولو لپاره دخپلی تنې دخاورې په هیله ځان لویوی ،پخپل حرص نه پوهیږی له مځکی،له هوا،له اوبه اونوروشیانوهرڅه غواړی مګر ټول ورڅخه پر یوه ورځ دبدلی په ډول اخیستل کیږی اوهرڅه بیرته په حساب ورکوی مجازات یی اور اوحرارت دی ،دګلانوپریکیدل هم ددوی دحسن اوښکلا دغرو نتیجه ددغه دسترګو لیدلی حال ددی دنیا دوزخ اودځنګلی قوانینواودګیاهی مشرب سوغات دی حیوانات ځکه دوی ته په بی پروایی ګوری حتی خوری یی ......)).(۶) په یوه بله ادبی ټوټه کی دسوچه پښتو موضوع هم دژبی اوپښتونولی په جاج رانغاړی او په دی توګه له ادبی ډګر څخه علمی ډګر ته ورګډیږی دادی دلته یو څه تری اخیسته کوو. ((زه باور لرم سوچه پښتو دې ویلی ده څوک ځانته پښتون یاپښتنه وایی سوچه پښتو هم ویلای شی،هم لیکلای شی اوهم یی ساتلای شی (زه باورلرم ) چی ته هم پښتو منی ،پښټووایی اوپښتو کوی څه دې په زړه کی ګرځی چی زما په زړه کی به هغه پښتوچی یی ترسره کوی څه وی او څه ډول به وی ؟ زمالیکنه چی زماد ګروهی پرستنو ولاړه ده په پښتوده ګوندې ته هم دغسی وی دغه خبری چی زه کوم تاته ناڅرګندې دی ځکه چی په څرګندونه کی زه خوند نه وینم داخبرې چی پټې وی ډیر مزه لری لکه ستازړه اودزړه یادونه که هغه راته ښکاره وسپړل زما لیکنه هم بیا پخپله څرګندیږی دازه نه یم چی ناڅر ګندې لیکنې کوم داته یی چی نا څرګنده یی اولیکنه هم داسی شی دی لکه ته اودادی یوازی زړه داسی نه دی ستا سترګی ،شونډې ،ژبه اونور غړی دی ټول لکه (ووایه څه دی) نوځکه می لیکنه هم دغسی ده زه ددی نړی له هر هست څیز څخه دهغه اندازه پوهه اوخوند اخلم ،ګل ته دګل په سترګه ګورم اوګلالی لیکنه ورته کوم ډیر یی هم ماته ارزښت لری داکه ستا مخ لکه ګل اوزړه دې لکه ډبره ده هیڅ توپیر نه لری ځکه په ټولنه کی به داسی شپی اوورځی نه وی چی دواړوته اړه پیدانه شی ګل ته به ګورم پویوم به یی اوتازه به یی ساتم اوداپخه ډبره به هغه وخت پکارراشی کله چی دکوم درانه کوربنسټ ایښودل کیده خوزه باور لرم چی دغه زړه لکه توره ډبره نه ده پوخ دی خوتور نه دی زړه سوی ،لورینه اوپیرزوینه لری اودنوروژونددښه کیدواوآبادی لپاره دډیرو درنو دیوالونو،برجونواوکوټوبار پراوږواخلی اوخپل ځان اونوم همیشه ژوندی ساتی زه باور لرم داهمیشنی ژوندی زړونه دی ټولنه پر همداسی زړونواوددوی پر خاوندانوویاړی ځکه مینه یی پاکه ،وینه یی توده اودزړه کور یی دارتې نړې غوندی دی هر څه په کی ځایوی اوهغه څه ځنی باسی چی دنوروخوښ وی داسی زړونه نه غمجن کیږی...)) په همدې ډول استاد نورمحمد غمجن تمیل دلومړی ځل لپاره دپشه یی ژبی دحماسی ادبیاتو دلیکنې تکل کړی اودسورنانا ،ډبرانا، خاتننګا اوداسی نور داستانونه چی هریوډیر اوږدداستانونه دی ولیکل اوپه (۱۳۶۱) هجری لمریز کال کی دفرهنګ مردم په مجله کی په پرله پسی ډول سره په څوګڼو کی خپاره کړی . دپشه یی ادبیاتو په هکله دخپلو لیکنو او څیړنو په لړ کی یی یو شمیر مقالې په (۱۳۵۰) کال دوږمی په مجله کی اوپه (۱۳۵۱)کال دکابل په مجله کی په پر له پسی ډول خپرې کړی دی . استاد نورمحمد غمجن تمیل په خوروورومقالو برسیره نور ډیر علمی اوڅیړنیز اثار هم لیکلی دی چی تر اوسه پوری دقلمی نسخی په ډول ددی دکورنی له خوا ساتل کیږی اوخوندی دی چی ددغو اثاروپه لاندی ډول سره یادونه کیږی. ۱ـ دپشه یی ژبی الفبا : چی په ډیر ځیر ډول سره تدوین شوی دی اوپه دې اثرکی دعلومواکادمی اودکابل پوهنتون دژبواوادبیاتوپوهنځی دپوهانوبرسیره دځینوبهرنیوژبپوهانودمشورواونظریو څخه هم ګټه اخیستل شوی دی چی په حقیقت کی دادپشه یی ژبی بنسټ تشکیلوی .(۷) ۲ـ ددپشه ئیانوچاپیریال،ژبه ،خلک اوځینوشاعرانواومتلونومعرفی:دااثردپوهنتون څخه دفراغت پروخت مونوګراف لیکل شوی چی (۷۰) قلمی مخونه لری چی قلمی نسخه یی دکابل پوهنتون په کتابتون کی خوندی دی اوخپله دااثر دافغانستان دقلم دټولنی له خوا چاپ شوی دی.اودپشه یی ژبی په اړه دڅیړونکو لپاره ډیر ښه ماخذ ګڼل کیدای شی . ۳ـ دپشه ئیانوشفاهی ادبیات:ددی اثر په لیکلو کی ډیر زیارایستل شو ی ترڅو دتحریری ماخذونو برسیره دسیمی خلکوڅخه هم ډیره ګټه اخیستل شوی اوکوښښ شوی چی دیوداسی سړی په خبروتکیه شی چی هغه څه ناڅه پوهه اوتجربه ولری . ۴ـ دپښتواوپشه یی ژبو دګرامر نږدیوالی : دااثردپوهنملی علمی رتبې لپاره لیکل شوی چی ټایپی (۲۰۵) مخونه لری په دی اثر کی دژبپوهنی دعلمی څیړنوټول اصول اولاری چاری په نظر کی نیول شوی دی . ۵ـ دپشه یی ژبی قاموس :دپښتو اودری ژباړی سره لیکل شوی دی دااثرتر لسوزروزیات لغات لری اوس هم دکورنی له خوا دامانت په ډول ساتل کیږی . ۶ـ پشه یی متلونه: دااثرداستاد دټولونو ده چی دپشه ئیانودبیلابیلو سیمو دوګړو څخه ګټه اخیستل شوی ده . ۷ـ دپشه ئیانوپید اوار: داهغه اثر دی چی دپشه یی سیموټول پیداوار په بشپړ ډول سره بیان شوی اودهغی کمیت اوکیفیت ته هم پاملرنه شوی دی . ۸ ـ دپشه ئیانوجغرافیایی چاپیریال اونقشه : دا هغه اثر دی چی دلیکنی پر وخت ډیر زیارایستل شوی اودبشپړیدولپاره دډیرو مختلفو سیموته سفرونه کړی اوحالت یی له نږدی څخه کتلی اودنقشی دترتیبولوپروخت دکادستر اودزراعت دادارو له نقشو څخه ګټه اخیستل شوی . ۹ـ دپشه یی ژبی دادبیاتو تاریخ : دغه اثردپوهندوی دعلمی رتبی لپار ه لیکل شوی اوقلمی (۵۰۰) مخونه لری ددی اثر په لیکلوکی دډیر تحریری اوشفاهی ماخذونوڅخه ګټه اخیستل شوی اودپشه یی ژبی پرډیرو اړخونوڅیړنه شوی ده . ۱۰ـ انقلابی اړ: دپشه یی شعرونوشعری ټولګه ده چی دلیکوالودانجمن له خوا دمحمدزمان کلمانی په زیار اواهتمام چاپ شوی دی . ۱۱ ـ په پشه یی ژبه مقالی اونثرونه : په دی اثر کی دپشه یی ژبی دادبیاتو دمختلفوبرخو په اړه مقالی اوادبی نثرونه لیکل شوی دی . ۱۲ ـ پشه یی کیسی اوروایتونه : دغه اثر فولکلوریکه بڼه لری چی دټولولوپروخت ډیر زیارایستل شوی ترڅو په پوره امانتدا ری سره راټول کړای شی اودغه کړه وړه په کی لیدل کیږی اوډیر قیمتی اثار په کی خوندی دی .(۸) ۱۳ ـ دپښتو شعرونو ټولګه : دپښتوژبی په مختلفو قالبونواواوزانوسره دمختلفوپيښو په هکله شعرونه ویل شوی دی . ۱۴ ـ دپښتو ژبی مقالی : په دی اثر کی دپښتوژبی د مختلفواړخونوپه په هکله مقالی لیکل شوی دی . ۱۵ ـ ددری شعرونوټولګه : په دې ټولګه کی ددری ژبی په مختلفو قالبونوپه مختلفو اوزانو سره بیلابیلو پیښو په اړه شعرونه دی . ۱۶ ـ ددری نثرونوټولګه : دادبی نثرونوټولګه ده چی په دری ژبه لیکل شوی چی مختتلفی پیښی اوموضو عګانې په کی رانغاړلی دی . ۱۷ ـ دپښتو دخوږونثرنو ټولګه : دغه قلمی اثر(۸۰) مخونه لری اوپه پوره ادبی ظرافت سره لیکل شوی اومختلفی موضوعګانی لری. ۱۸ ـ دپشه یی ژبی تاریخچه : دغه قلمی اثر (۵۰) مخونه لری چی په دیر دقیق ډول سره په مختلفو ماخذ ونوتکیه شوی دی . ۱۹ ـ دنورستانی ژبی تاریحچه : دااثر هم دژبپوهنی په علمی معیارونوسره دمختلفوماخذونوڅخه په ګټی اخیستو سره لیکل شوی دی . ۲۰ ـ دروښانی دوری منظوم متون : دکابل پوهنتون دژبو اوادبیاتو دپوهنځی دپښتو څانګی ددریم ټولګی درسی کتاب . ۲۱ ـ دحمید دیوان منتخبات : دکابل پوهنتون دژبواوادبیاتودپوهنځی ددریم ټولګی درسی کتاب . ۲۲ ـ دخوشحال سل ګټور پندونه : دپښتو څخه په پشه یی ژبه ژباړل شوی . ۲۳ ـ دروښانی ددوری منظوم اومنثور ادب تاریخ : دکابل پوهنتون دژبواوادبیاتود پوهنځی ددوهم اودریم ټولګی درسی کتاب . ۲۴ ـ دپشه یی ادبیاتو حماسی داستانونه : چی په دی اثر کی دپشه یی سیمو ځینی حماسی داستانونه په کی شامل دی چی هر یو یی ډیر تاریخی لرغونتوب لری . ۲۵ ـ دپښتو متلونو ټولګه : چی په دی اثر کی دپښتو متلونه راټول کړای شوی دی . ددی ذکر شوواثارو څخه پرته داستاد ځینی نوراثار هم شته چی په خواره واره ډول پراته دی اوکه چیری په منظم ډول سره ټول شی اوهره لیکنه پخپل قالب کی دهغی دمحتوا په نظر کی نیولوسره تنظیم شی نوپه دی صورت کی داستاداثارو شمیره (۳۶) ته رسیږی او تر اوسه پوری دکورنی له خوا خوندی دی هیله کیږی چی دپوهانو کوم ګروپ داستاد پر اثارو کار وکړی اویوپر بل پسی دچاپ زمینه برابره شی ترڅو نورلیکوالان هم ددی له اثارو څخه پوره ګټه واخلي. عبدالله امير

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (22)

22 ټولې رایې

5★
5
4★
5
3★
8
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan