oiuytrew
عبدالله امير

پشه يي ژبه!

215 لیدنې 14 رایې
3.4 (14)

#پشه_یي_ژبه! یاده ژبه د افغانستان له لرغونو او بومي ژبو څخه شمېرل کیږي. دا ژبه تر ډېره د هېواد په ختیځو او غرنېو سیمو کې ویل کېږي. پشه‌ یان د افغانستان له پخوانېو ژبنېو او کُلتوري ټولنو څخه ګڼل کېږي. پشه‌ یي ژبه د هند او اروپایي ژبو د کورنۍ د هند و ایراني څانګې پورې اړه لري. همدغه کورنۍ د پښتو، دري، اردو، هندي او ګڼو اروپایي ژبو مور ده. پشه‌ یان د افغانستان له لرغونو قومونو او اصلي اوسېدونکو څخه دي، چې ډېری یې د هندوکش غرونو جنوبي لمنو په سیمو کې ژوند کوي، په ځانګړي ډول د اله‌ سای، کوه‌ بند، نجراب، تګاب ولسوالۍ او د کاپیسا ولایت په غرنېو سیمو کې مېشت دي. همدارنګه د لغمان ولایت په الینګار، الیشنګ، دولت شاه، قرغېو او مرکز کې. د ننګرهار ولایت په ښېوه، دره نور او مرکز کې، د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ او د چلس، کونګل او کوردر په سیمو کې، د نورستان ولایت په ننگراج او دوآبې ولسوالیو کې، او د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د اوزبین په سیمه کې مېشت دي. سربېره پر دې پشه‌ یان په افغانستان کې په خپره بڼه یعنې په متفرق ‌ډول د هېواد په نورو سیمو کې هم اوسیږي لکه: د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د چل باغتوی سیمه، د مالستان ولسوالۍ دوهمه برخه، د خاص اُرزګان ولسوالۍ، د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د پشه‌ یي درې او د کابل ښار، د خوست فرنګ ولسوالۍ د تګاب پشه‌ یي سیمه، د اندراب ولسوالۍ د قاصان پشه‌ یي درې، د بغلان مرکزي ولسوالۍ، د تخار ولایت د نار چمن سیمه، د بدخشان ولایت مرکز، او همدارنګه د کندز، بلخ، فاریاب او هرات ولایتونو په ځینو سیمو کې. پشه‌ یان په دغو سیمو کې د افغانستان د نورو قومونو ترڅنګ د ورورولۍ، ګډ ژوند او متقابل درناوي په فضا کې ژوند کوي. د افغانستان مشهور تاریخ‌ پوه مير غلام محمد (غُبار) د ليکنو له مخې، پشه يان له نن څخه شاوخوا اووه نيمې پېړۍ مخکې د ګندهارا له سيمې څخه د غور او غرجستان سيمو ته کډه شوي دي. همدارنګه، زمونږ د هېواد یو بل نامتو مورخ فيض محمد (کاتب) هزاره په سراج التواریخ کې په جاغوري کې د پشه يي سيمې او پشه يي خلکو يادونه کړې ده. ظهیرالدین محمد بابر هم شاوخوا پنځه سوه کاله مخکې په کابل او د هغه په شاوخوا سيمو کې د پشه يي ژبې د شتون يادونه کړې ده. افغان ژبپوه، ډاکټر مجاور احمد زيار، د پشه يي ژبې شاوخوا شلو بېلابېلو لهجو ته اشاره کوي، هغه وايي: «پشه يي هغه ژبه ده، چې د هندي ژبو له ډلې څخه شمېرل کېږي او د "درديک" په نوم څانګې پورې اړه لري. "درديک" هغه ژبه ده، چې په افغانستان کې نږدي په شلو لهجو ويل کېږي، او د دې ژبې ويونکي تر کشميره پورې خواره شوي دي. دوی په پخوانېو زمانو کې له هنديانو سره جنوب خوا ته تللي وو، خو بيا بېرته راستانه شول او د غرونو په لمنو کې مېشت شول. د هیواد پشه يي ژبې ژبپوه لیکوال او څیړونکی ښاغلی احمد جان ماڼو د ليکنې له مخې، پشه يي ژبه هغه آريايي / «آريک» ژبه ده، چې نږدې (۴۰۰۰) کاله مخکې ژوندۍ وه او ختيځ پوهانو هغه شاوخوا (۱۴۰۰) کاله قبل المیلاد مړه ګڼلې ده. هغوی نورې لرغونې آريايي ژبې لکه سنسکريت، اوستا او لرغونې فارسي د همدې ژبې لوڼې بللې دي. ښاغلی ماڼو د خپلو څېړنو پر بنسټ او د خپل کتاب [د هند و- اروپايي ژبو په منځ کې د پشه يي ژبې موقف] کې اوسنی پشه يي ژبه د لرغوني آريک ژبې ژوندۍ بڼه بللې ده. د هېواد نامتو ليکوال او تاريخ پوه ارواښاد احمد علي کهزاد په خپلې رسالې [له سروبي څخه تر اسماره؛ د هندوکش د تمدن يوه پاڼه] کې د اوسنېو او پخوانېو پشه يي مېشتو سيمو له ډېری برخو څخه لکه الینگار،الیشنگ، نورگل، دره نور، اله سای، ښېوه او داسې نورو سیمو څخه يادونه کړې ده. . . . . . . . . .

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (14)

14 ټولې رایې

5★
5
4★
0
3★
4
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan