(ځینو دوستانو د پاتې لیکنښو په اړه د لیکنو بار ـ بار غوښتنه کوله، که څه هم مهمې هغه مو تشریح کړې؛ خو په پاتې نورو به هم څو ځړونې وکړو.)ځنډنښه (؛) چې په دري کې یې «ویرګول بانقطه» په انګلیسي کې یې «Semi column» او مشر استاذ حبیب الله رفیع یې «ټکیکامه» بولي، د لیکنښو له ډلې یؤه بله لیکنښه ده چې د ټکي او کامې په پرتله یې کارؤنه کمه ده، خو پر خپل ځای یې سمه کارؤنه ګټوره برېښي. مشر استاذ حبیب الله رفیع د دې لیکنښې په اړه په خپل کتاب کې لیکي: «دا په اوږدو جملو کښې د اوږدو فقرو د بېلولو لپاره راځي، یعنې تر کامې یې ساحه لویه او تر ټکي وړه ده.» ځنډ نښه، چې په عمومي توګه د يو کمزوري ټکي او يا قوي کامې دنده ترسره کوي، په لاندې ځایونو کې کارول کېږي.بېلګې: - زه له چا سره بد نه کوم؛ بدي مې نه ده خوښه. ـ هغه هره ورځ ورزش کوي؛ ورزش د انسان بدن ته ډېر ګټور دی. ـ ژمی چې د واورو له امله، لارې بندې شي؛ له یوه ځای نه بل ځای ته، په تللو را تللو کې خنډونه پېښ شي؛ د لېرې دوستانو له حاله خبرېدل، سخت شي. ـ نن ښار ته تللی وم، هلته ډېره ګڼه ـ ګوڼه وه؛ نو ځکه په وخت در ونۀ رسېدم.#که درس مو زده شوی وي؛ نو یؤه ـ یؤه بېلګه جوړه کړئ!
# اړوند پوسټونه
پښتو ادب
computer کمپيوټر
کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی،چې د انسانانو بې شمېره ستونزې يې حل کړي. کمپيوټر د لومړي ځل لپاره په «1942» کال د امريکايي...
احسان الله افغان
13 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ليک نښې
په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو...
احسان الله افغان
20 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
د وطن ترانه
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن دا پر موږه ګران وطن خاوره د غير...
احسان الله افغان
19 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)