oiuytrew
نصيح الله ماهر

کيسه: ورک غږونه

294 لیدنې 15 رایې
3.3 (15)

کيسه: ورک غږونه ستاره ويساځلا خپلې مور ته وکتل، د کور په تر ټولو لويه خونه کې ويده وه. د اوړي په دې غرمه کې په ټول کور کې يوازې د پکې غږ اورېدل کېده. دې په خپل لاس کې نيولې کتابچې ته وکتل. د يوه کوچني سپين ګل عکس پرې سریښ شوی وو. يو ځل بيا يې مور ته وکتل، په زړه کې ورتېره شوه؛ د مور له اجازې پرته به يې ويل ښه نه وي، دا کتابچه چې موږ دومره وخت نه ده ليدلې، يعنې مور نه غواړي چې ويې لولو، مګر هغه خو له ما څه پټوي هم نه. لاړه، په انګړه کې د ونو د سيوري لاندې په اېښودل شوې پراخې څوکۍ کښېناسته. هوا توده وه، دهوپې هوا ټول غږونه غلي کړي وو، ان د مرغانو شور هم نه وو. کتابچې ته يې په ځير وکتل، ډبلې پاڼې يې لرلې، خلاصه يې کړه. په لومړۍ پاڼه په لويو تورو د مور نوم او تر هغه لاندې دوه ويشت کاله پخوانۍ نېټه لیکل شوې وه‎. پاڼه يې واړوله، د لومړي يادښت نېټه د جون دوولسمه وه، ليکلي يې وو: دوی مې درخانۍ بولي، خو زما په اند هغه تر ډېره دلته نشته. دلته يوه بله نجلۍ ده، چې دوی يې دومره نه پېژني. نه پوهېږم ځان د کومې يوې په توګه در وپېژنم، اصلاً څه پوه شم چې څوک مخاطبوم؟ ښه ځه، که د هغې پر ځای په هغه څه وغږېږو چې د دواړو خوښېږي، ښه به نه وي؟ مثلاً تور چاکلېټ، توره قهوه، تورې جامې، تورې تيارې... هههه. دا تيارې ما ته يو بل څه رايادوي. تيارې په خپله هم يو څه دي، که يوازې د رڼا نشتوالی دی؟ د يو څه نشتوالی يو د بل څه شتون کېدای شي؟ لکه د درخانۍ په نشتوالي کې زه، يا زما په نشتوالي کې درخانۍ. زه ډېره غږېږم، خو درخانۍ بيا غلې ده. دوی فکر کوي چې هغه نوره هم غلې کېږي، خو زما لپاره بيا خبرې لا ډېرېږي. نه پوهېږم ولې، زه چې هر څومره راڅرګندېږم، درخانۍ همدومره ورکېږي. رښتيا! ما مې له ليکنو مه اټکلوئ، زه هغه يوه هم نه يم چې تل دلته وي. اصلي «زه» ښايې د احساساتو په اوج کې راڅرګنده شي، د ژړا، خندا يا خوښۍ پر مهال. واقعي «زه» به ښايې د همدې شېبو ترمنځ چېرې وي. د جون شلمه په دې ورځو کې د انه فرنک خاطرې او ځينې نور بهرني کتابونه لولم. انه فرنک مې سږ او تېر کال څو څو ځلې ولوسته، نه پوهېږم ولې د ځان په څېر راته اېسي. دا کتاب چې هر ځل لولم، په يو بېل کتاب راته بدلېږي، يا نه پوهېږم، زه به بدلېږم. له کله چې بهرني کتابونه لولم، همدومره ډېر راته د خپلې ټولنې او د نورو ټولنو ترمنځ ځينې ټکي روښانه کېږي. هغوی په فکرونو او احساساتو غږېږي، موږ په خلکو او پېښو. هغوی د علتونو په فکر کې دي، موږ په پايلو غږېږو. بېخي لکه دوې متضادې نړۍ. اه، ښه پوهېږم، کتابونه مې ځور زیاتوي. پخوا ارامه وم، هر څه چې وم، د خپل شتون په محدوده کې اوسېدم، خو اوس په نورو شيانو کې ورکه يم. خدای خبر، دا ورکېدل به تر کومه لاړ شي. ځلا پاڼه واړوله. په بل مخ کې څو ورته څېرې، خو په بېلابېلو حالتونو کې رسم شوې وې؛ ژړا، خندا، بې تفاوته. هغه ورته ځيره شوه. له ځان سره يې وویل، مور موږ ته کله هم دا ډول رسامي نه ده راښوولې. هغې خو به يوازې ميوې، ګلان، غرونه او ځينې مرغان رسمول. هېڅکله يې هم د دوو سترګو د دا ډول متفاوتو بڼو کيسه نه ده کړې. نه پوهېږم ولې يې غوښتل موږ د خپل ژوند له تجربې لرې رالوی کړي؟ دا کتابچه چېرته وه؟ مور ولې د هغه وخت ځان له موږ پټ ساتي؟ د جولای دویمه که ښه پام وشي، ټولې څېرې شېبه په شېبه عجيبې او متفاوته کېږي. خبرې په ځان کې نور غږونه هم لري. موږ نه يو خبر چې د ځينو چوپتياوو تر شا کومې کيسې پټې وي. کله کله ډېر متضاد شيان په يوه پېښه کې راټولېږي، موږ ګنګسوي، ځينې وختونه مو تر درک لوړېږي، يا هم ډېر وروسته پوهېږو چې د يو چا د لوېدلو سترګو لامل هغه نه وو چې دوی ويل، بلکې که پام مو کړی وای، د دوی ترخو مسکاوو، د دوی په خبرو کې نویو کليمو او د څېرې نویو اندازونو يې هم يو څه ويل غوښتل. موږ ځينې وخت ځينې شيان نه وينو. ښکارول له ښکارېدلو سره توپير لري. تر دې يادښت لاندې په يو بدل خط څو نورې کرښې هم کښل شوې چې تاريخ يې څلور کاله وړاندې ليکل شوی: په جزيياتو کې دومره ورکېدل ژوند سختوي. موږ په پيل کې فکر کوو چې ډېره ځيرتيا ښه ده، مګر دا موږ ته نه يوازې ځور راپه برخه کوي، په سادګۍ سره مو د ژوند له خوږو شېبو هم محروموي. له اوسه مو لرې بيايي، ترې پردي کوي مو. ځينې وختونه ښه وي، چې هر څه په خپل حال ووينو، نه هغسې چې موږ يې لیدل غواړو. اوس ښايي دا ښه وبولم چې له يوه مطلق ناپېژانده انسان سره کېنم او بې له دې چې د دوی د شتون ټولو جزيياتو ته پام وکړم، يوازې خبرې وکړو. غواړم بې له دې چې د يو بل هويت، تېر يا راتلونکي او بل هر څه ته پام وکړو، د هغې شېبې پايله واوسو. نه پوهېږم، ښايې د عمر په تېرېدو سره به يوه کوچنۍ مانا په لويې هغې راته اوښتې وي، يا برعکس. ځلا وروستيو کرښو ته ځيره وه، په همدې ځيرتيا کې يې وويل: «خدای خبر، دلته توري ولې دومره واضح او باثباته راته اېسي، هههه، ښايې د يوې ښځې او نجلۍ ليکل به توپير سره لري.» د اګسټ درېيمه نن مې د کور ټول ګلان اوبه کړل. دا کار ښه حس راکوي. دوی مې باغوانه بولي؛ خو زما باغواني نه خوښېږي. اصلاً له ګلونو سره به مې هم دومره نه وي جوړه، خو اوبه کول يې خوند راکوي. دا به ښايې په خپل ځان کې يو تضاد وي، مګر زه همداسې يمه او غواړم همداسې «زه» واوسم. خوښېږي مې چې هر څه وينم، هغه ووايم. نه غواړم رښتيا په دروغو واړوم. که مې څه ته خندا راځي، غواړم وخاندم، ان که نور نه خاندي هم، او که ژړا راتله، نو د خوښۍ په شېبو کې به هم خامخا ژاړم. غواړم زه هم د ژوند غوندې په خپله واقعي څېره کې مخکې لاړه شم، ان د سختو شېبو ترمنځ هم. تر دې يادښت لاندې په هماغه باثباته خط دوه کاله مخکې داسې ليکل شوي: دومره ډېر رښتينې اوسېدل زياتره وخت په اړيکو کې شک پاروي. ډېر کم خلک دا ډول رښتينولي درک کوای او تاب يې درلودای شي. خولې ته د زړه هره خبره راوړل ښه نه وي. د ښه ژوند لپاره بايد د خلکو په څېر واوسو، مجبوره يو. دوی يوازې عادي شيان منلی شي. غيرعادي شيان بايد يو څوک شکمن کړي. ځلا سر پورته کړ، مور ته يې پام شول چې څنګ ته يې ناسته ده او په کراره ورته ګوري. زړه يې په دربېدو شو، ويې ويل: ښه مې نه بلله چې تا ته له ويلو پرته يې ولولم، درغلم، ته ويده وې او غرمه هم اوږده وه. په تمه نه شوای ورته پاتې کېدای. مور يې وړه مسکا وکړه، ويې ويل: «ودې لوسته؟» ــ لږ مې ولوسته. ليکنې يې عجيبې دي. دا کتابچه تر اوسه چېرته وه؟ موږ ولې نه وه ليدلې؟ ــ اړتيا به يې نه وه. ته هر وخت په خپل مبايل کې اپډيټ برنامې نه کاروې؟ په پخوانيو نسخو به څوک څه کوي. ښه ده چې هغه له هغه وخت سره پرېږدوو. ــ خو فکر کوم ښه نه ده، چې ته د هغې په خوله داسې لاس ونيسې، ان موږ ته دې هم نه ده راپېژندلې. ــ ځلا! هغه له خامو فکرونو، احساساتو او بې ثباتۍ ډکه وه. تاسې ته به يې څه درکړي وو؟ ــ د مطلقې خاموشۍ پر ځای شايد خبرې ډېر څه ولري. ته اوس هم غلې يې او هغه پخوانۍ نجلۍ هم له موږ لرې ساتې. ــ هغه بې تجربې وه، دا يې ښه نه وه درک کړې چې ژوند دومره اسانه او ډاډمن نه دی. اغېزمنوونکې وه، ځکه يې له هر څه سر ټکاوه، د هر څه په هکله يې يو څه ويل. نه پوهېده چې ځينو شیانو ته کتل هم اهميت نه لري. مور په ارامه د لور له لاسه کتابچه واخيستله، پاڼې يې واړولې، ځلا ورته کتل. ورو يې وويل: «مورې! ډېر وخت کېږي ليکل دې پرېښي، ان په هغه ناول دې هم کار پيل نه کړ چې يو وخت يې د طرحې په هکله غږېدې.» هغې کتابچه په ارامه بنده کړه، ويې ويل: «نه پوهېږم. خو فکر کوم څه چې زه ويل غواړم، نور هغسې نه شم پرې پوهولی. داسې حسوم لکه يو څه چې ډېر يا کم وايم. ځينې وخت چې موږ څومره ډېر مزل کوو، همدومره پوهېږو چې په ډېر لږ څه پوهېږو. نه پوهېږم دې ته د ثبات زیاتېدل ووايم که کمېدل.» ځلا ته د مور د سپين کميس واړه ګلان او د کتابچې سپين کوچنی ګل سره ورته ښکارېدل، خندنۍ وه، اوس نو سمه باوري وه، چې ځينې شيان د ژوند تر پايه د يو چا د ذوق او ځانګړتيا نمايندګي کوي. مور يې وويل: «کله کله په هغې نجلۍ پسې خپه کېږم، زړه مې غواړي څنګ ته يې ورشم او په خپلو ټولو وېرو، شکونو او اندېښنو کې ورسره خواخوږې شمه يا ډاډ ورکړم. يا کله کله مې زړه غواړي چې پرې ووياړم.» بیا يې په ترخه مسکا وويل: «په هر حال، هغه نه پوهېده چې ژوند د ښه ذوق د خاوندانو محفل نه دی. چې دا هر څه ووايي، هغوی چکچکې ورته وکړي.» دواړه يوه شېبه غلې وې، دواړو خړې کتابچې ته کتل او د دواړو په اند هلته يوه نجلۍ بندي وه. ځلا وويل: «دا ځل به زه يو څه پکې وليکم او ته به یو څه پرې زیات کړې.» ــ ښه خبره ده، ويې ليکه، ډېرې پاڼې يې لا هم تشې دي. ــ ولې ته؟ ته يې نه ليکې؟ ــ اصلاً څه به وليکم، يا څه بايد وليکم؟ زه په دې ټولو کلونو کې دې يادښتونو ته څو څو ځلې راغلې يم او په پخوانيو ليکنو مې زياتونې کړې. هر ځل له يوې متفاوتې «زه» سره. نور نه غواړم يوه ورځ بيا کومه بله «زه» راشي او د نن خبرې مې رد کړي. ــ که داسې وي، بيا خو بايد هېڅوک هم څه ونه ليکي. ــ نه، بايد ويې ليکي. هېڅوک د نورو له تجربو هغومره څه نه شي زده کولای، لکه له خپلو. څوک چې ليکل غواړي، بايد ويې ليکي، او څوک چې غواړي چوپ واوسي، هغوی به ښايي د خپلې ارامۍ لپاره دا کار کوي. ښايې ځينو اراميو ته به انسان يوازې د شور جوړولو له لارې رسېدای شي. ــ نو، ځکه خو يې وليکه.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (15)

15 ټولې رایې

5★
2
4★
6
3★
2
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

تبصرې

avatar
سهیل وو 2 اونۍ دمخه

❤️

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan