یوه ورځ ملا نصرالدین خپل خره د کور بام ته په ډیر هنر/چل سره پورته کړه. کله چې یې راښکته کوله، نو ډیر کوشش یی وکړ خو خره یی د راښکته کیدو نیت نه درلود، بالاخره نصرالدین ستړی شو او راښکته شو او د خره د راښکته کیدو انتظار یې پیل کړ. څه وخت وروسته د ملا نصرالدین پام شو چې خره په لغتو د بام ماتولو هڅه کوي. ملا نصرالدین خفه شو چې چت ډېر نازک دی/و دومره زورور نه و چې لغتې یې زغملای وه. بیا یې منډه کړه او د خره د ښکته کولو هڅه یې وکړه. خو خره په خپل ضد بنده وو او د بام په ماتولو بوخت و، ملا نصرالدین خپله وروستۍ هڅه کوله چې بیا زور ورکړې ترڅو د زینو په لور یې راولي چې خره ملا نصرالدین په لغته ووهل او ملا نصرالدین یې راوغورځاوه او بیا یې د بام په ماتولو پیل وکړ. بالاخره چت مات شو او خره له بام سره په ځمکه را ولوېد. ملا نصرالدین تر ډېره دغه پېښه باندې غور وکړ او بیا یې له ځان سره وویل چې خره باید هیڅ کله لوړ ځای ته ونه وړل شي. ځکه چې یو خو ځان ته نقصان رسوی دوهم هغه ځای هم خرابوی دریم هغه چې لوړ ځای ته رسولی وي، هغه ته هم زیان رسوي.!#د_ژوند_درسونه‼ #پندونه📈 #نصيحت✍ #شير_يې_کړئ📱
# اړوند پوسټونه
پښتو ادب
computer کمپيوټر
کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی،چې د انسانانو بې شمېره ستونزې يې حل کړي. کمپيوټر د لومړي ځل لپاره په «1942» کال د امريکايي...
احسان الله افغان
16 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ليک نښې
په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو...
احسان الله افغان
23 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
د وطن ترانه
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن دا پر موږه ګران وطن خاوره د غير...
احسان الله افغان
21 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)