*یو بېوزله هلک به هره ورځ د ښار په بازار کې کار کاوه. یوه ورځ ډېر ستړی او وږی شو، خو جیب کې یې هېڅ پیسې نه وې.* *هغه د یوه دوکان مخې ته ودرېد. د ډوډۍ بوی یې احساس کړ، خو له ځان سره یې وویل: «زه به صبر وکړم، الله به راته لاره پیدا کړي.»* *هماغه وخت یو سپین ږیری راغی او هلک ته یې یوه ډوډۍ ورکړه. هلک په خوشحالۍ وویل: «الله دې اجر درکړي!»* *سپین ږیري ورته وویل:* *«زویه، هېڅکله د الله له رحمته مه ناهیلی کېږه.»* *څو ورځې وروسته هماغه سپین ږیری ناروغ شو او د مرستې اړتیا یې پیدا کړه. هلک چې خبر شو، خپل لږې پیسې یې ورسره شریکې کړې* . *سپین ږیري په حیرانتیا وپوښتل: «ولې زما لپاره دومره کوې؟»* *هلک موسکی شو او ویې ویل: «هغه ورځ چې زه وږی وم، تا یوه ډوډۍ راسره شریکه کړه؛ ما هغه مهرباني هېره نه کړه.»* *عبرت* : 🌸 *کوچنی خیر هم مه سپکوئ؛ کېدای شي یوه ورځ هماغه کوچنی عمل د یو انسان د ژوند تر ټولو ښکلی یاد شي.* 🤲 *نیکي وکړئ، ځکه نیکي هېڅکله نه ورکېږي*
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.9
14 ټولې رایې
5★
5
4★
5
3★
1
2★
3
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
188 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)