oiuytrew
ریس خادیم

Bluetooth Hacking ( بلوټوټ هکینګ )بلوټ څه شی دی

217 لیدنې 10 رایې
3.3 (10)
ریس خادیم
ریس خادیم 19 Jun 2026

Bluetooth Hacking ( بلوټوټ هکینګ ) بلوټوټ څه شی دی ؟بلوټوټ هکینګ څه ته وایی؟دبلوټوټ هک کیدلو ناورینونه څه دي؟څنګه دبلوټوټ هک کیدو څخه ځان ساتلی شو؟ددې ټولو پوښتنو ځواب په لاندې څېړنیزه مقاله کې.بلوتوت د (Low Energy ) یا کمې انرجی دفایلونو لیږد رالیږد وایرلیس پروتوکول دی چې موږ پرې کولی شو په اسانی سره له یو ډیجیټلي ډیوایس سره اړیکه ونیسو او یا دیو بل سره فایلونه تبادله ترسره کړو.په اوسني وخت کې ډیری ډیجیټلي وسېلې بلوټوټ ټیکنالوژي لري. لکه: ځیرک موبایلونه ، لپټاپ کمپیوټرونه ، موډرن موټرونه ، ام پی تري ،IOT یا دشیانو انټرنټ چې په کې په سلګونه شیان راځي لکه سمارټ سیټي یا سمارټ هوم یا کورونه چې په کې زیات ډیوایسونه د بلوټوټ ټیکنالوژي کاروي .دیوې څېړنې لکه مخې تر 2025 کال پورې په مختلفو ډیجیټلي وسیلو کې تر 6.5 بیلیونه بلوټوټ ډیوایسونه فعال وه.دبلوټوټ لومړی پیل دڅلورم ورژن څخه وه چې اوس یی موږ په نوي اپډیټ یا شپږم ورژن (BLE) کې قرار لرو چې دسپک وزن ډیوایسونه لپاره ډېر کاریږيبدبختانه په دې پروتوکول کې هکرانو یو زیات شمېر نیمګړتیاوې موندلې چې کیدلی شی ترې بلوټوټ ټیکنالوژی ډیوایسونه هک شيیوه نیمګړتیا چې دهغه څخه چې په ۲۰۲۳ کال کې دبلوتوت ټیکنالوژی کې دهکرانو لخوا وموندل شوه ډېره خطرناکه وه ددې نیمګرتیا په وجه ټول هعه انډريډ موبایلونه ټارګیټ کیدلی شي چې دیولسم ورژن ښکته انډریډ سافټویر ولري .ددې نیمګړتیا له وجې هکر کولی شي دقرباني موبایل ته ځان دبلوټوټ له لارې دوایرلیس کیبورډ په توګه ور معرفي کړي او هر پروګرام چې وغواړي خلاصولی شي کوډ اجرا کولی شي اوهمداسې نور چې په مکمله توګه موبایل دهکر کنټرول ته غورځي.همدا شان بلوټوټ جیمنیګ یا دسیګنالونو پریکون یوه بلکه حمله ده چې دبلوټوټ ټیکنالوژي یی دننګونو سره مخ کړي. په دې حمله کې هکر دځانګړي ټولز یا ابزار په واسطه دمقابل یا قرباني بلوټوټ جام کوي او له تړلو وسیلو سره یی اړیکه پریکوي .نور کمینټ ....👇👇دراتلونکو لیکنو په هکله نظر راسره شریک کړی. ریس خادیم🌹

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (10)

10 ټولې رایې

5★
2
4★
2
3★
3
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan