دهکینګ شروع یعنې پیل Road map یا تګلاره؟ هکینګ څنګه شروع او زده کړه یی پیل کړو❗دا چې زیاتره دوستان دا پوښتنه کوی چې موږ ته دهکینګ کورس راکه یا هکینګ را زده کړه یا دهکینګ ویډیو ګانې راته ولیږه یا فسبوک څنګه هک کیږي طریقه یی راوښیه .ګوری دوستانو هکینګ دا ډول نه چې هر څوک دی راشي یو ویډیو دې ووینی او سمدستی دې هملته هکینګ وکړي. هکینګ خپله تګلاره لری. ما چې څومره بهرني دسیکیورټي کورسونه یا ویبسایټونه چې ددې برخې زده کړې وړاندې کوي. ټول یی همدا تګلاره پېشنهاد کوي نو تاسو هم که غواړي قدم په قدم په همدې لارې ورروان شی. چې دلته به یی په اړه معلومات درکړم🔰1:لومړۍ هغه څوک چې غواړي هکینګ زده باید دکمپیوټر سره ښه بلدتیا ولري مثلا وینډو باید ښه زده وي همدا شان افیس پروګرامونه او نور. انګلیسي باید ښه وي ځکه چې مکمل کار په انګلیسي کیږی درسونه هم په انګلیسي وی که چیرې انګلیسی لږ ضعیفه هم وی بیا هم نه شی کول ددې کار لپاره باید لومړۍ انګلیسي قوي کړي .🔰2:هغه څوک چې غواړی هکینګ زده کړي لومړی باید شبکه وپیژني په شبکه کې څه نا څه ابتدایی معلومات ولری لکه انټرنټ څنګه کار کوی په انټرنټ کې معلومات څنګه رد او بدل کیږيږي. IP/TCP څه ته وایی موډلونه وپیژني لکه /Osi او شبکه په څو ډوله ده او داسې نور .....🔰3: د (CEH (Certifide Ethaical Hacking دا داخلاقی هکینګ یوه نړیواله اداره ده چې په همدې نوم یو مشهور کتاب لری لومړی باید دغه کتاب ولوستل شي په دغه کتاب کې دهکینګ په اړه مکمل معلومات او دهکینګ مکمل اصطلاحات ددې کتاب دزده کړې نه وروسته زده کولی شی. په کتاب کې چې کوم کارونه ښودل شوی په هغه باید عملي کار ورسره وکړي په کمپیوټر کي. او په هعه کې کوم مثالونه دي دهعه عملي کول دهکینک دابتدا لپاره مهم ګڼل کیږی په دې کتاب کې⭕ Crypto Graphy ⭕Web hacking ⭕Application Hacking ⭕System Hacking ⭕Viruse ⭕Google Hacking ⭕Information Gathring ⭕Exploit Tools ⭕Physical Hackingددې پورته موضوعګانو پیژندنه او ابتدایی معلومات دي دغه کتاب په انګلیسی ژبه دی خو فارسي ته هم ژباړل شوی او انګلیسی او فارسي ویډیویی زده کړه هم لري خو پښتو کې متاسفانه نه ویډیویی زده کړه او نه هم کتاب ژباړل شوی نو تاسو کولی شی دا نګلیسی یا فارسی منابعو څخه یی زده کړی:🔰:4:د Kali Linx(کالی لینکس ) کالی لینکس یو افریټینګ سیستم دی مثلا لکه وینډوز خو دغه سیستم یوازې دهک امنیت او امنیت کارانو لپاره جوړ او ډیزاین شوی تاسې که غواړی چې هکینګ وکړی نو دکالی لینکس سره باید پوره بلدتیا ولری او په مکمل ډول یی زده کړی دا چې یو څه مشکل دی خوباید په دې سیستم کې پوره بلدتیا ولری دغه افریټینګ سیستم په واسطه کولی شی چې سیستم سکېن کړی په یوه سیستم کې اسیب پزیری پیدا کړی،دغه اسیب پزیری اکسپلویټ کړی، دیوه سیستم په هکله معلومات راجمعه کړی، اوداسې نور .🔰5:که تاسې پورته کارونه تر سره کړه نو دهکینګ ابتدایات مو ختم کړی وروسته ددغو پورته موضوع ګانو دزده کړې څخه تاسو یو تخصصي محیط ته داخلیږی اوس باید څه وکړو؟ هکینګ زیاتې حوضې لری چې هره یوه حوضه یی پراخه، او کافي معلومات په کې لرل زیات مشکل کار دی نو تاسو باید اوس ځانته مسیر وټاکی چې تاسو په کوم حوضه کې کار کول غواړی دهکینګ لاندې مهمې برخو نومونه او څېړنه Web Hacking Application Hacking Android Hacking System Hacking Wirlses Hackingالبته نورې هم زیاتې حوضې دی اوس باید په دغو برخو یوه دځان لپاره انتخاب کړی او دهمعې حوضې په هکله معلومات ترلاسه کړی دهمدعې موضوع کورسونه تعقیب کړی او په همدعه حوضه کې کار وکړی او مخته لاړ شی. ریس خادیم🌹
oiuytrew
دهکینګ شروع یعنې پیل Road map یا تګلاره؟ هکینګ څنګه شروع او زده کړه یی پیل کړو⚡
188 لیدنې
16 رایې
4.0
(16)
ریس خادیم
20 Jun 2026
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
4.0
16 ټولې رایې
5★
6
4★
6
3★
2
2★
2
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
ساینس او ټیکنالوژې
نيوترون ستوری
نیوټرون ستوری، د کاینات تر ټولو عجیبه جسم!🤯 کله چې یو ډېر لوی ستوری په ستره چاودنه (Supernova) کې مړ شي، نو کله ناکله ت...
نصيح الله ماهر
60 لیدنې
04 Aug 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
يو عجيبه سګنال چې ميلياردونه کاله يې سفر وکړ!
په ۲۰۱۶ کال کې ساینسپوهانو له فضا څخه یو له تر ټولو عجیبو او نادرو را رسېدلو سیګنالونو څخه وموند دا سیګنال ډېر کمزوری و...
نصيح الله ماهر
53 لیدنې
04 Aug 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
ساینس پوهان وايي
ساینس پوهان وايي، د نن څخه 66 میلیونه کلونه مخکې د فضا څخه یوه ستره ډبره د ننني «مکسیکو» د «یوکاتان» ټاپو ته نژدې پر ځمک...
ریس خادیم
205 لیدنې
01 Aug 2026
0.0
(0)