oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 26 برخه

315 لیدنې 11 رایې
3.5 (11)
ریس خادیم
ریس خادیم 08 Jul 2026

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 26 برخه زه او د حاجي برکت وراره عبدالله د ګندلبو هوټل څخه روان شوو. د لمر وړانګې، د غرونو پر څوکو پوره خورې شوې وې. هوا يو څه یخه او تازه وه او د شپې پاتې شوې وریځې د غرونو په لمنو کې لکه سپین لوګي پراته وو. موټر چې د دواب ولسوالۍ پر لور وخوځېد، سړک ورو ورو تنګ او سختېده. یو خوا جګ غرونه وو او بلې خوا ته ژور دره. هر څو متره وروسته به یو نوی پیچومی راپیدا شو. کله به موټر دومره پورته وخوت چې سړی به فکر کاوه اسمان ته خېژي. عبدالله موسکی شو او ویې ویل: "دا لا څه دي، مخکې نور هم سخت ځایونه شته. خطا وړوکی موټر هم په موړ کی څو ځلې مخکې او وروسته کيږي، ايله را تاو شي... ما له شيشې بهر وکتل. لاندې په دره کې سیند روان و، خو د دومره جګوالي له امله داسې ښکارېده لکه یو وړوکی لښتی چې د تیږو ترمنځ بهېږي. د سیند شور نه اورېدل کېده، یوازې د هغه سپینې کرښې له لرې ښکاره کېدې. د لارې په اوږدو کې مو د غواګانو او بزو ګڼې رمې ولیدې. کوچني شپانه هلکان به د غره پر لمنو ولاړ وو او په لوړ غږ به یې رمې راټولولې. ځینې ښځينه بزګرانې په خپلو پټیو کې په کار بوختې وليدې چې په کار به لګيا وې او کله به چې موټر ورنږدې شو، نو په حیرانتیا به یې راته کتل. عبدالله راته وویل: "د نورستان خلک که هر څومره غریب وي، خو میلمه پالنه یې مشهوره ده." ما وخندل او ومې ویل: "دا خبره مې له ډېرو خلکو اورېدلې ده، خو غواړم چې يو ځل بيا يې په خپلو سترګو یې ووینم." هغه په ډاډه غږ وویل: "نن به یې ووینې." موټر یو بل جګ پیچومې ته پورته شو. ما احساس کړه چې انجن په سختۍ کار کوي. د لارې هره برخه د غرونو له ډبرو جوړه وه او موټر به کله کله ټوپونه وهل. عبدالله په ټوکه وویل: "که موټر دلته خراب شي، بیا به تر دوابه پیاده ځو." ما وخندل، خو زړه کې مې فکر وکړ چې ښايي دا ټوکه دومره هم لرې نه وي. څه موده وروسته موټر یوې داسې نقطې ته ورسېد چې له هغه ځایه د درو، غرونو او سیند پراخ منظر ښکاره کېده. ما له ډريور وغوښتل چې لږ تم شي. موږ دواړه ښکته شوو. یخ باد رالګېده او د غرونو چوپتیا عجیبه سکون درلود. ما د لرې پرتو کلیو خوا ته وکتل او له ځانه سره مې وویل: "دا سیمه له ښکلا ډکه ده. خو عبدالله داسې وويل هر غر او هره دره خپله پټه کیسه لري. زه د عبدالله خبرو ته ځیر شوم، لږ غلی پاتې شوم او بیا مې وویل: "هو... او ځینې کیسې یې لا تر اوسه چا ته نه دي ویلي." زما د خبرو انداز هغه ته عجیب ښکاره شو. ما غوښتل نورې خبرې وکړم، خو هغه یوازې موسکی شو او موټر ته وخوت. زما په ذهن کې پوښتنې پیدا شوې، خو لا نه پوهېدم چې د دواب په لاره کې به د کومې پټې کیسې دروازه زما پر مخ پرانیستل کېږي... له سخت او ستړي کوونکي سفر وروسته ماسپښین ناوخته د دواب ولسوالۍ مرکز ته ورسيدو. د نورستان د دواب ولسوالۍ نوم له هغو سیندونو سره تړاو لري چې د سیمې له غرنیو درو څخه راوتلي او په یوه سیمه کې سره یوځای کېږي. د دواب ولسوالۍ د نورستان د مهمو درو او کلیو د تګ راتګ مرکز هم بلل کېږي. دلته هغه وخت کې ډير وړوکی بازار موجود و. تر لسو پورې دوکانونه د سړک ښي اړخ او چپ اړخ ته ودان وو. يو څلور بستريزکلينيک، د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ خامې کوټې او يو ابتدايه مکتب موجود و د جامع مسجد لپاره يوازې ځمکه ټاکل شوې وه او بس. ښي طرف غر او چپ طرف سيند دی منځ کې يې بازار دی له سيند هاغه غاړې ته په غره کې يو څو د ګوتو په شمار کورونه ودان دي... دا سيمه ماته ډيره زړه تنګې ښکاره شوه يوازې د سيند اوبه او پکې لامبو وهونکي ماهیان د ليدو وړ وه.خير دلته عبدالله يو دوکان ته چې نانوايي پکی فعال و، ورتاو شو چې خاوند يې صديق الله نوميده، دده ملګری و، روغبړ مو سره وکړ زموږ يې تود هرکلی وکړ... صديق الله موږ ته د ډوډۍ په تيارولو لګيا شو. زه او عبدالله د سیند غاړې ته ولاړو اودس مو وکړ. اوبه ډيرې رڼې او يخې وې ما يې تاب نه شو راوړی،خو ماهيان پکې بغير د تکليفه ګرځيدل مسجد ته راغلو يوازې تش ميدان و تيږې ترې تاو وی او يو صف پکې هوار وو... لمونځ وشو، لاړو د نانوايي دوکان ته ډوډۍ تياره وه په ډيره مزه مو وخوړه نور بيا

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (11)

11 ټولې رایې

5★
2
4★
3
3★
4
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan