د وسلوالو غږونه هره شېبه رانږدې کېدل. زه او عبدالله د سمڅې په تیاره کې ناست وو. د سمڅې په شا خوا کې یوه نری درز وو چې له لرې نه ښکارېده. عبدالله وویل: زه يې ګورم، درز يې وکوت ما ورته وکتل. ـ وتلی شو ترې؟ ـ که احتیاط وکړو، هو. د باندې د سپي غپا لا زوروره شوه. یو وسلوال د سمڅې خولې ته رانږدې شو. موږ دواړو بې له غږه د درز خوا ته ځانونه ورسول. لاره تنګه او له تیږو ډکه وه. کله به مو په لاسونو او زنګنو ځان مخ ته کشاوه. څو شيبې وروسته د سمڅې شا ته یوې کوچنۍ غونډۍ ته راووتو. ما تر شا وکتل. هماغه وخت د سمڅې له خولې د خلکو چیغې پورته شوې. ـ دلته وګورئ! عبدالله موسکی شو. ـ ناوخته شول. موږ د ونو ترمنځ ښکته روان شوو. تور ماښام و او تیاره په خپرېدو وه.تر ماښامه وروسته یو زړ څړځای ته ورسېدو. هلته یوه نیمه ورانه کوټه ولاړه وه. عبدالله وویل: ـ شپه به دلته تېروو. ما ومنله. شپه سړه وه. موږ دواړه د کوټې په یوه کونج کې ناست وو. عبدالله ناڅاپه وویل: ـ زه فکر کوم د حاجي برکت تر شا بل څوک هم شته. ـ ولې؟ ـ ځکه یوازې د کانونو د کاروبار لپاره دومره خلک نه راټولېږي. ما څو ځله پردي کسان لیدلي چې د شپې به یې ورسره پټې ناستې کولې. دې خبرې زما پام ، واړاوه. ـ کوم کسان؟ ـ نه پوهېږم، خو له سیمې نه وو. ما په ذهن کې وويل دا هماغه د آی ايس آی پټ ماموران دي چې وخت ناوخت زموږ پښې وهي ... سهار وختي د آسونو د قدمونو غږ شو. موږ دواړه له خوب ويښ شوي وو غږونه رانږدې شول او بیا ودرېدل. ما د دیوال له سوری دباندې وکتل. درې کسان وو. یو یې وویل: ـ سهار تر لمر ختو مخکې باید خبر ورسوو. دویم تن ځواب ورکړ: ـ حاجي برکت انتظار باسي. زما او عبدالله سترګې سره ولګېدې. هغوی د حاجي برکت کسان وو. خو تر ټولو مهمه خبره دا وه چې هغوی د کوم "خبر" د رسولو خبره کوله. او دا خبر ښايي د ټولې کیسې بڼه بدله کړې وای... څو دقيقې وروسته کسان له څړځای څخه روان شول. موږهم لږ وروسته هغوي تعقيب کړل. داچې موږ پیاده روان و، او هغوي سپاره و نو واټن مو زيات شو. په تلو تلو کې ما د عبدالله او حاجی برکت د خپلوۍ په اړيکو له هغه سره خبرې وکړې.او دامې هم ورته وويل چې زما په وجه دا خپلوي کم رنګه شوه. خو عبدالله وويل چې حاجی برکت د خپلوۍ وړ سړی نه دی. ډير ظالم او بې وجدانه انسان دی... او هغه دا هم وويل چې زينب هر څه ورته ويلي دي. کيوی د زينب په وسيله عبدالله همکارۍ ته چمتو کړي وو. خو دا راز تر ننه پورې پټ ساتل شوی و. خير په خبرو خبرو کې موږ ډېر مزل وکړ، چې ناڅاپه مو هغوي وليدل چې په يو هوار ميدان کې ولاړ ول. زه او عبدالله هغه وخت لا ډير حيران شو، چی موږ امير حمزه د اسونو خاوند د هغوي په منځ کې وليد... ځکه ما هغه د يو مهم پيغام لپاره جلال اباد ته ليږلي و. خو نوموړی لا تراوسه دلته و، بيا د دوښمن په منځ کې! زما تشویش دهغې کورنۍ پا اړه چې د امير حمزه په خوله یې ماته پناه راکړې وه ډيرزيات شو ځکه کله چې د حاجی برکت کسان د حمزه د کره معلوماتو په اساس دهغه کور ته زما لټون پسې ورغلي وي او هلته يي زه پيدا نه کړم نو هغوي به يې وژلي وي... دوهم تشویش دا راسره مل شو چې، که حمزه جلال اباد ته لاړ شي او زما پيغام تر کيوی ورسوي نو هغه به زما د خلاصون لپاره دلته، راشي او مستقيم به د حاجی برکت د کسانو لاس ته ولويږي،او همداسې وه هم شول..
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
204 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
264 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
424 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)