oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 37 برخه

233 لیدنې 19 رایې
3.8 (19)
ریس خادیم
ریس خادیم 11 Jul 2026

د نورستان د منډول ولسوالۍ عملیات په رسمي ډول پای ته رسېدلي وو. هغه اوږده جګړه، د غرونو په منځ کې تعقیب، کمینونه، سمڅې او د حاجي برکت د نیولو ناکامه هڅه اوس د تېر وخت یوه برخه ګرځېدلې وه. موږ د سیمې د ځوانانو په مرسته بندیان او ټپيان له غرونو را وایستل. د هغوی حالت ډېر خراب و، خو لږ تر لږه ژوندی پاتې شوي وو. لومړی مو ټول ټپیان جلال آباد ته انتقال کړل. هلته یې لومړنۍ درملنه وشوه. څو ورځې وروسته ځانګړو الوتکو بندیان او مهم کسان کابل ته ولېږدول. کله چې کابل ته ورسېدو، هر څوک په خپلو چارو بوخت شول. د امریکايي قوماندانۍ له خوا د عملیاتو بشپړ راپور جوړ شو. د عملیاتو بریاوې او ناکامۍ دواړه پکې ثبت شوې. که څه هم حاجي برکت وتښتېد، خو د هغه مهم پټنځای له منځه تللی و، وسلې نیول شوې وې او د شټینګر توغندیو یوه برخه هم ترلاسه شوې وه. خو د دې ټولو تر شا یو حقیقت پروت و. په عملیاتو کې ډېرو بې ګناه خلکو زیان لیدلی و. د نورستان د غرونو په لمنو کې ځینې کورونه وران شوي وو، ځینې کورنۍ بې ځایه شوې وې او ګڼ شمېر خلکو د جګړې دردونه پر ځان احساس کړي وو. همدې فکرونو کله کله زما ذهن بوخت ساته. کيوی، میشل او سونیا د د بګرام له روغتون څخه مستقیم امریکا ته ولېږدول شوې. د هغوی د پښو زخمونه، د بدن داغونه او نورې ستونزې اوږدې درملنې ته اړتیا لرله. له تګ مخکې مې په روغتون کې له هغوی سره لیدنه وکړه. میشل لا هم په امسا ګرځېده. سونیا د پښو د درد له امله په سختۍ حرکت کاوه. خو کیوی تر نورو پیاوړې ښکارېده. هغې زما خواته وکتل او موسکۍ شوه. ـ داسې ښکاري چې موږ لا هم ژوندي یو. ما وخندل. ـ هو، خو دا ځل په سختۍ. هغې سر وخوځاوه. ـ زه به بېرته راشم. ـ ډاکټران به دې پرېږدي؟ ـ که پرې مې نه ږدي، بیا به یې مجبور کړم. موږ دواړه وخندلو. خو د خندا تر شا یوه پټه اندېښنه موجوده وه. موږ دواړه پوهېدو چې دا وروستۍ دنده نه وه. راتلونکې څو میاشتې نسبتاً ارامې تېرې شوې. زه په کابل کې وم. د ځینو راپورونو په ترتیبولو، تحقیقاتو او نورو امنیتي چارو بوخت وم. عبدالله هم له ما سره اړیکه ساتله. کله کله به مو د نورستان د عملیاتو په اړه خبرې کولې. خو د حاجي برکت په اړه هېڅ نوی خبر نه و. داسې ښکارېده لکه له ځمکې چې تللی وي. نه یې عکس پیدا کېده. نه یې غږ. نه یې کوم باوري راپور. یوازې اوازې وې. اوړیراورسېد. د کابل هوا ورځ تر بلې ګرمه کېدله. یوه ورځ زه په دفتر کې ناست وم چې د امریکا له مرکزي قوماندانۍ څخه یو برېښنالیک راورسېد. ما یې متن خلاص کړ. یوازې څو کرښې پکې لیکل شوې وې: "اجنټ کیوی، اجنټ میشل او اجنټ سونیا بېرته د فعال خدمت لپاره چمتو اعلان شوي دي." ما څو ځله لیکنه ولوستله. بې اختیاره موسکی شوم. یعنې هغوی بېرته راګرځي. خو زه نه پوهېدم چې د هغوی راتګ یوازې د یوې عادي دندې لپاره نه و. یو نوی ماموریت رامنځته شوی و. یو داسې ماموریت چې ریښې یې د افغانستان له پولو هم هاخوا غځېدلې وې. او ډېر ژر به زه او کیوی یو ځل بیا د یوې خطرناکې لوبې په منځ کې واقع شو... نور بیا...

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.8
3.8 (19)

19 ټولې رایې

5★
6
4★
7
3★
3
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan