oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 48 برخه

204 لیدنې 9 رایې
4.2 (9)
ریس خادیم
ریس خادیم 27 Jul 2026

ماسپښین  د ماښام پر لور روان و. زه او کیوي لا هم د کور د انګړ په ارامه کونج کې ناست وو. د غرونو له لوري یخه هوا راتله او د ونو پاڼې یې په نرمۍ خوځولې. کیوي د توری بوړې غرونو ته په ځیر ځیر کتل. د هغې خبرې پای ته ورسېدې، نو ما په موسکا ورته وویل: ـ نو که د امریکا د دومره پرمختللي پوځ له کلونو عملیاتي تجربو وروسته هم یو کس ژوندی وتښتېد، بیا موږ ولې دومره اندېښمن شو چې حاجي برکت زموږ له لاسه د مندول ولسوالۍ څخه وتښتېد؟ کیوي څو شېبې ماته وکتل، بیا یې وخندل او ویې ویل: ـ رښتیا هم... کله ناکله په جګړه کې داسې پېښې کېږي چې هېڅوک یې اټکل نه شي کولای. ما هم وخندل او ومې ویل: ـ نو ښکاري چې موږ یوازې نه یو چې داسې تجربه مو کړې ده. دواړو په زوره وخندل. د اوږدې مودې وروسته مو په څېرو کې د ارامتیا او خوښۍ نښې ښکاره شوې. همدې وخت کې د کور دروازه ورو خلاصه شوه او عبدالله انګړ ته راننوت. زموږ خندا یې واورېده، په حیرانۍ یې وپوښتل: ـ خیر دی؟ نن خو ډېر خوشحاله ښکاره کېږئ! کیوي سمدستي خپل ځان عادي وښود او په موسکا یې وویل: ـ هېڅ خاصه خبره نه ده، وروره! یوازې یو زوړ یاد مو را په زړه شو. ما هم سر وخوځاوه، خو زموږ خندا لا نه وه درېدلې. عبدالله په شکمن نظر دواړو ته وکتل او ویې ویل: ـ داسې ښکاري چې له ما څه پټوئ. کیوي وخندل او خبرې یې واړولې: ـ پرېږده دا خبرې... که بازار ته ځې، د نن شپې لپاره لږ مېوه، تازه ډوډۍ او وچ چای هم راوړه. عبدالله وویل: ـ سمه ده، همدا اوس ځم. هغه له کوره ووت، او د انګړ دروازه یې ورو وتړله. د انګړ فضا یو ځل بیا ارامه شوه. د ماښام لمر ورو ورو د غرونو تر شا پټېده او اسمان یې په سرو او نارنجي رنګونو رنګاوه. کیوي زما خواته رانږدې شوه او په ټیټ غږ یې وویل: ـ کله چې عبدالله بېرته راشي، باید د سبا پلان هم وروستی کړو. ما ورو وویل: ـ هو... خو تر هغه وخته راځه، د څو شېبو لپاره دا سکون هم احساس کړو. ډېر وخت وروسته مو داسې ارامه شیبې په برخه شوې دي. هغې په موسکا سر وخوځاوه. موږ دواړه د ډېر وخت وروسته، د عملیاتو، خطرونو او اندېښنو له نړۍ لږ لرې، د یو بل په خبرو او خندا کې ورک شو؛ او ورو ورو يو بل ته نږدې کيدو... اخر داسې د مينې او عشق په لمحو کې ننوتو چې را وتل ترې ممکن خو سخت و خو هېڅ یو نه پوهېدو چې څه کوو. لنډه داچې د ټولو پولو واوښتو. څه وخت چې مو په زړونو کې د يخوالي احساس وکړ، بدنونه مو سست او ساګانې ارامی شوې له يو بله جلا شو. چوپه چوپتيا او د ماښام تياره خوره شوه. همدا ارام ماښام د یوې نوې او له خطره ډکې مرحلې د پیل چوپتیا وه. نور بیا...

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.2
4.2 (9)

9 ټولې رایې

5★
3
4★
5
3★
1
2★
0
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan