oiuytrew
ریس خادیم

د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول35 برخه

226 لیدنې 16 رایې
3.6 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 11 Jul 2026

غرمه مهال موږ شاوخوا تر نیمايي لارې رسېدلي وو. د غرونو هوا که څه هم سړه وه، خو د اوږده مزل او د وسلو د بار له امله د ډېرو کسانو ساه لنډه شوې وه. ما د یوې دمې امر وکړ.تر ډبرو او د ونو لاندې کيناستو ځوانان خاموشه وه. ځینو اوبه وڅښلې، ځینو خپلې وسلې وکتلې او ځینو د لرې غرونو خوا ته کتل. هر څوک پوهېدل چې تر ټولو سخت کار لا مخکې پروت دی. ما عبدالله او يو قومي مشر را وغوښتل لازمې لارښوونې مې ورته وکړې.هغوي وويل: که همداسې مخته ولاړ شو، تر ماښامه به د درې خولې ته ورسېږو. ـ خو باید احتیاط وکړو. د حاجي برکت کسان خامخا څارونکي لري. له لنډې دمې وروسته مو بیا حرکت پیل کړ. د درې دواړو غاړو ته جګې څوکې وې او لاندې تنګه لاره  غځېدلې وه. موږ په احتیاط مخته تللو او د هرې ډبرې او ونې شاته مو شکمن نظر اچاوه. له يو ساعت مزل وروسته ناڅاپه د غرونو له پاسه د ډزو غږ پورته شو. د مرمۍ یوه لړۍ زموږ له سرونو تېره شوه او د ډبرو پر مخ ولګېده. ـ کمین! ټولو سمدستي ځایونه ونیول. د حاجي برکت کسانو غوښتل چې موږ له سمڅې لرې او د درې له سیمې وشړي. هغوی له لوړو ځایونو ډزې کولې او زموږ  پرمختګ یې له فشار سره مخ کړ. ما خپلو کسانو ته امر وکړ: ـ بې ځایه ډزې مه کوئ! هدف معلوم کړئ! د قومي مشرانو ګروپ تر ټولو لوړې سطحې ته ختلی و. هغوی زموږ د دفاع اصلي بار پر غاړه واخیست. هر ځل به چې د دښمن کومه ډله د لوړو څوکو له خوا راښکاره شوه، د قومي مشرانو کسانو ورباندې ځوابي ډزې کولې. جګړه سخته وه. کله به موږ څو متره مخته لاړو او بیا به د دښمن د سختو ډزو له امله تم شوو. کله به هغوی شاتګ کاوه او بیا به له بلې خوا راڅرګندېدل. د ورځې تر پایه موږ ډېر لږ پرمختګ وکړ. هغه فاصله چې تمه مو لرله په څو ساعتونو کې ونیسو، د ټولې ورځې په جګړه کې هم بشپړه نه شوه. د ماښام له رانږدې کېدو سره د ډزو شدت ورو ورو کم شو. لکه دواړه خواوې چې ستړې شوې وي. د لمر وروستۍ وړانګې د غرونو تر شا پټې شوې او په دره کې تیاره خپره شوه. ما خپلو کسانو ته وویل: ـ نن شپه باید بې احتیاطي ونه کړو. دښمن ممکن هر وخت برید وکړي. د شپې په اوله حصه کې مو لږ آرام وکړ. ځینو کسانو د ډبرو تر شا اور بل کړ، خو د رڼا د ښکاره کېدو له وېرې مو ژر مړ کړ. ټپیانو ته درمل ورکړل شول او ساتونکي په نوبتونو ودرول شول. ما عبدالله را وغوښت، د یوې ډبرې تر شا کيناستو. عبدالله  وویل: ـ که سبا هم جګړه همداسې دوام وکړي، بندیانو ته رسېدل به سخت شي. ما د تیارو غرونو خوا ته وکتل. ـ ځکه باید نن شپه حرکت وکړو. کله چې نیمه شپه واوښته، ټول کسان بېرته راویښ شول. د مخکې جوړ شوي جنګي پلان له مخې درې واړه ډلې ورو ورو خپلو ټاکلو لارو ته وخوځېدې. هوا یخه شوې وه او سپوږمۍ د غرونو پر سرونو کمزورې رڼا شیندله. موږ په پټه  د هغوي لومړي خط ته ورنږدې شوو. دا هغه ځای و چې د سمڅې تر ټولو مهمه دفاعي کرښه بلل کېده. خو لا مو بشپړ ځایونه نه وو نیولي چې ناڅاپه د دښمن یو ساتونکي موږ ولیدلو. ـ څوک دي هلته؟ له دې سره سم ډزې پیل شوې. په یوه شېبه کې ټوله سیمه د جګړې په ډګر بدله شوه. د مرمیو رڼاګانې په تیاره کې ځلېدې. د قومي مشرانو ډلې له چپ اړخه فشار راوړ، عبدالله د ښي اړخ نه پرمختګ وکړ او زه له منځنۍ لارې مخته روان وم. جګړه تر هر وخت سخته وه. د حاجي برکت کسانو هم درنه مقابله کوله. هغوی پوهېدل کهدا کرښه له لاسه ورکړي، نو سمڅې ته لاره پرانیستل کېږي. د دواړو خواوو څخه تلفات واوښتل. ځینې ځوانان چې څو ورځې مخکې یې د پاڅون لپاره وسلې اخیستې وې، اوس د جګړې په لومړۍ کرښه کې سخت جنګيدل. له بلې خوا د حاجي برکت څو مشهور قوماندانان هم ووژل شول. د جګړې شور د غرونو تر منځ انګازې کولې. سهار ته نږدې موږ وکولای شول ددوي دفاعي کرښې یوه برخه ماته کړو. له لږ نور مقاومت وروسته ددوي زياتره جنګيالي د غرو پورتنيو برخو ته شاتګ ته اړ شول. ځينې مړه او ټپيان شول. دوه کسان مو ژوندي ونيول، له هغوي مو معلومات ترلاسه کړل ويې ويل: پاس په سمڅه کې له موږ سره درې ښځې يو پوليس او يو شپونکی چې موږ پرې د جاسوس شک کړی و سره د رمې بندي دی. ريښتيا هم موږ د جنګ په حالت کې، ځينې اوزې وليدې. چې منډې به يې وهلې. دا دوه اسيران مو يو څنګ ته کړل،  جګړه غلې شوه...يو څه وخت وروسته له سمڅې اوزې را ووتې شاته ورپسې شپونکی و، په ډيرې تيزۍ سره زموږ خواته را روان و، زموږ ځينو کسانو پرې ډزې هم وکړې،خو شپونکي شور جوړ کړ چغې او نارې يې وهلې. تر موږ راورسېد،ويې وويل! پاس سمڅه کې مړي او زخميان پراته دي ورشئ او مرسته ورسره وکړئ.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (16)

16 ټولې رایې

5★
4
4★
4
3★
5
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan