د امریکایي عسکرې جاسوسي ناول (11) برخه دوهم فصل: عملیاتي پړاو:ټریننګ پای ته ورسېد… هغه سختې ورځې، اوږدې منډې، ستړې کوونکې تمرینونه او ذهني فشارونه اوس یوازې یادونه وو. زموږ بدنونه بدل شوي وو، خو تر دې مهمه دا وه چې زموږ فکر بدل شوی و. د استراحت دوه اونۍ هم پوره شوې. لومړیو ورځو کې به داسې احساس کېده لکه څوک چې له یوې جګړې راوتلی وي—بدن ارام غوښت، خو ذهن لا هم په هماغه حالت کې و. ورو ورو بیا عادي کېدو… یا لږ تر لږه داسې فکر مو کاوه...یوه شپه ښایسته باران وشو. باران ارام، خو ژور و. د شپې چوپتیا کې به د باران څاڅکي د استوګنځي پر چت داسې لګېدل لکه څوک چې پټ پیغامونه لیکي. ما ډېر وخت ویښ تېر کړ، فکرونو راسره ملګرتیا کوله—د تېر، د اوس، او د هغه څه چې راتلونکی کې به پېښ شي. سهار چې راپاڅېدم، هوا بېخي بدله وه. یوه تازه، پاکه فضا… داسې لکه نړۍ چې بیا له سره پیدا شوې وي. د خاورې خوشبويي، د باد نرمې وږمې، او د شنو پاڼو پر سر د شبنم څاڅکي—دا هر څه یو عجیب سکون راکاوه. زه نور ترجمان نه وم. اوس زه “افغان همکار” وم. دا نوم ساده و، خو مانا یې لویه وه. اوس زموږ ځای هم جلا شوی و. موږ ته په اډه کې بېله برخه راکړل شوې وه. یو ډول اعتماد… یا شاید یو ډول کنټرول. نور ملګري هم راسره وو—هغه کسان چې ما سره یې ټریننګ کړی و. زموږ ترمنځ یو پټ تړون جوړ شوی و، که څه هم هېڅکله مو په ښکاره نه و ویلی. سهار امریکایي عسکرو سپورت کاوه. دوی به د نظم سره منډې وهلې، تمرینونه یې کول، او هر حرکت یې حساب درلود. موږ افغانان بیا داسې نه و رښتیا خبره دا ده… لږ لټان وو. باران چې شوی و، ډېرو ځانونه په کمبلو کې پټ کړي وو. چا به ویل “نن ورځ خو د ارام کولو ده”، چا به ویل ویده شئ، او خوب یی غوره ګڼلو. خو زه تر نورو لږ فعاله وم. شاید ټریننګ زما دننه یو څه بدل کړي وو. زه بهر ووتلم، د باد وږمې مې پر مخ ولګېدې، او د شبنم یخ څاڅکي مې د ګوتو په څوکو احساس کړل. ما ژوره ساه واخیسته… داسې مې احساس وکړ لکه ژوند مې بیا پیل کړی وي. لږ وروسته د لمر زریني وړانګې پر ځمکه ولوېدې. هغه رڼا چې د تیارو وروسته راځي—هماغه رڼا چې هر څه ته نوی رنګ ورکوي. هماغه وخت یو عسکر راغی. په لنډه یې وویل: “کیوي تا غواړي.” زړه مې په سینه کې په ټوپو شو نه پوهېدم دا ځل څه وایی زړې خبرې که نوې ببولالې؟ ورغلم. د هغې اطاق ته چې ورننوتلم، هر څه بدل ښکارهکېدل. اطاق ښایسته و، منظم، نرمه رڼا پکې خپره وه. ښکلې خوشبویي پکې خپره وه... یو ډول سکون، خو تر شا یې یو پټ فشار هم احساسېده. کیوي هلته ولاړه وه. چې زه ورنږدې شوم، هغې موسکا وکړه—هغه موسکا چې هم مهربانه اوهم شوخه ښکاريده او هم خطرناکه. هغه راته نږدې شوه… د هغې د خبرو طریقه لا هم هماغه وه—نرمه، خو کنټرول کوونکې. ویی ویل “ته بدل شوی یې که نه؟” ورو مې وویل. څنګه نه چې ته راسره یی ډیر به نور هم بدل شم.هغې وخندل او زما اوږه یې ونیوه، لږ یې فشار ورکړ—یو ډول ستاینه، خو په کې یو پیغام هم و. “ما په په تا باندې کار وکړ… او ته مې ډیر څه ته چمتو کړې.” هغې زه کښېنولم. پخپله هم زما څنګ ته کښېناسته. یو څو شېبې چوپتیا وه. لږ وروسته رانږدې شوه سر یی زما په اوږه کیښود زما د زړه ټکانونه یی شمیرل... بیا یې ورو وویل: “اصلي کار اوس شروع کېږي.” شاید راتلونکې څو ورځو کې لوړ مقامات راشي تر څو موږ ته د کار کولو پلانونه راکړي. چې ته به په هر عملیات کې له ماسره یی ،په هر رنګ حالاتو کې به یو ځای یو، خطا مرګ به مو هم یو ځای وي. هغې مې سترګو ته وکتل، لکه راتلونکې ژوند چې پکې ویني جاری ده
# اړوند پوسټونه
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 53 برخه کیوي د دوسیې پاڼو ته په ژوره توګه کتل. څو شېبې یې چوپتیا وکړه، بیا یې په جدي غږ وو...
ریس خادیم
100 لیدنې
02 Aug 2026
0.0
(0)
سیاست
په اروپا او امریکا یې تیل بند کړل 🫡
امریکا ته یې ویلې وو چي زه به د خپلو تیلو ټولو څاګانو ته اور واچوم. خو یاد ساته چې زمونږ نیکونو او اجدادو یواځې په کجور...
ریس خادیم
217 لیدنې
29 Jul 2026
0.0
(0)
سیاست
د امریکايي عسکرې جاسوسي ناول 52برخه
د مرستو د وېش له بشپړېدو درې ورځې وروسته، میشل او سونیا د بېرته ستنېدو لپاره چمتو شول. له تګ مخکې یې ما، کیوي او عبدالله...
ریس خادیم
318 لیدنې
27 Jul 2026
0.0
(0)