oiuytrew
ریس خادیم

د امریکایي عسکرې جاسوسي ناول (12) برخه

177 لیدنې 13 رایې
3.6 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 02 Jul 2026

د امریکایي عسکرې جاسوسي ناول (12) برخه دوهم فصل: عملیاتي پړاو اډې هغه ورځ بېخي بله فضا لرله… سهار لا ښه نه و تېر شوی چې د امنیتي تدابیرو کچه لوړه شوه. دروازې کلکې شوې، ساتونکي دوه چنده شول، او د هر تګ راتګ ثبت کېده. داسې ښکارېده لکه یو لوی بدلون چې رانږدې دی. موږ ته امر وشو چې د غونډې تالار ته حاضر شو. تالار ته چې ننوتو، هر څه منظم او جدي وو. مخ ته لوی مېز ایښی و، شاته یې درې څوکۍ—هغه څوکۍ چې د عادي کسانو لپاره نه وې. څو شېبې وروسته دروازه خلاصه شوه… لومړی قومندان ټام دننه شو—د هغه قدمونه درانه، خو بااعتماده وو. ورپسې څارنوال رابټ راغی، چې تل یې څېره جدي او حسابي وه. او په پای کې کیوي… هماغه نرمه موسکا، خو دا ځل تر شا یې یو پیاوړی رسمي رنګ هم و. ټام مخ ته ودرېد، موږ ته یې په ژوره کتنه وکتل، بیا یې وویل: “تاسو نور عادي کسان نه یاست… تاسو اوس د یوه سیستم برخه یاست.” تالار کې چوپتیا خپره شوه. رابټ مخکې راغی، یو فایل یې پر مېز کېښود: “مسؤلیت یوازې کار نه دی… دا اعتماد دی. که دا مات شي، پایلې یې سختې وي.” موږ ټول پوهېدو چې دا یوازې خبرې نه وې… دا یو خبرداری و. بیا کیوي خبرې پیل کړې: “تاسو هر یو د یوې ځانګړې موخې لپاره انتخاب شوي یاست. ستاسو کار به ښکاره نه وي… خو اغېزه به یې ژوره وي.” هغې زموږ پر لور وکتل—په ځانګړي ډول زما خواته… لکه چې زه یې له مخکې نه ټاکلی وم. غونډه پای ته ورسېده. خو کیسه دلته نه ختمېده… وروسته له دې، امریکایي چارواکي بلې جلا جلسې ته ولاړل. موږ ته اجازه نه وه چې ورننوځو، خو فضا داسې وه چې پوهېدو—اصلي پرېکړې هلته کېږي. شاوخوا یو ساعت وروسته، یو افسر راغی او نومونه یې ولوستل. هر چا ته یو مسوولیت ورکړل کېده… څوک د معلوماتو راټولولو ته ټاکل کېدل، څوک د اړیکو جوړولو ته، او ځینې د داخلي څار لپاره. زما نوم لا نه و اخیستل شوی… زړه مې درزا کوله. سبا سهار… یو عسکر راغی، هماغه لنډه جمله: “کیوي تا غواړي.” دا ځل مې زړه لږ ارام و… خو کنجکاوي زیاته وه. د هغې اطاق ته چې ورننوتلم، فضا بیا هماغه وه—ارامه، خو تر شا یې فشار. کیوي ولاړه وه. ما ته یې اشاره وکړه چې کښېنم. هغه مستقیم موضوع ته ولاړه: “نور خلک اسانه دندې اخلي… خو ته نه.” زړه مې لږ دروند شو… خو غلی پاتې شوم. هغې یو فایل راوویست، زما مخې ته یې کېښود. “دا یو مهم هدف دی.” ما فایل خلاص کړ…د یو سړي انځور، یو نوم، او لږ معلومات. هغې ورو وویل: “دا کس ډېر وخت زموږ له نظره پټ پاتې شوی… خو اوس موږ ته اړتیا ده چې پیدا او ونیول شي.” ما ورته وکتل: “او زه؟” هغه لږ رانږدې شوه، په ډاډ یې وویل: “ته یوازې نه یې… زه هم درسره یم.” دا جمله ساده وه… خو وزن یې دروند و. هغې دوام ورکړ: “دا ستا لومړی لوی ازمیښت دی. که بریالی شوې… نو ستا لاره به بدله شي.” ما ژوره ساه واخیسته. دا نور تمرین نه و… دا رښتینی عملیات و. ما ورو وویل: “زه تیار یم.” کیوي موسکا وکړه—هغه موسکا چې دا ځل پکې یو ډول باور هم و. او په همدې شیبه کې… زما د ژوند نوی فصل پیل شو... کیوي لږه شېبه چوپه شوه… لکه دا چې غواړي خبرې په احتیاط سره وزن کړي. بیا یې ورو، خو جدي اواز کې وویل: “زما او ستا هدف… یو عادي کس نه دی.” ما سترګې ورپورې ټینګې کړې. هغې فایل زما مخې ته راواړاوه، د انځور پر سر یې ګوته کېښوده: “دا سړی… د سي آی اې پخوانی دلال دی.” زړه مې لږ دروند شو. “نوم یې… حاجي برکت دی. کیوي دوام ورکړ: “د افغان–روس جګړې په وخت کې، ده زموږ په ډالرو د هغه وخت له حکومت څخه په پټه وسلې اخیستې… او بیا یې هغه وسلې هغو کسانو ته رسولې چې موږ غوښتل.” همدا رنګه د ته موږ پر مختللې وسلې له شټینګر هم ورکول.... نور بیا...

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (13)

13 ټولې رایې

5★
4
4★
2
3★
5
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan