oiuytrew
ریس خادیم

د امریکایي عسکرې جاسوسي ناول (13) برخه

200 لیدنې 14 رایې
3.7 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 02 Jul 2026

د امریکایي عسکرې جاسوسي ناول (13) برخه دوهم فصل: عملیاتي پړاواطاق کې فضا جدی شوه … کیوي لا هم د راپور کاغذ په لاس کې نیولی و، خو سترګې یې زما پر لور ټینګې وې. “ته باید یو مهم شی په بشپړ ډول درک کړې…” هغې ورو وویل. “هغه وسلې چې موږ کلونه مخکې ورکړې وې… اوس زموږ پر ضد کارېدلی شي.” چی دا اوس موږ ته د منلو وړ نه ده... هغې دوام ورکړ: “حاجي برکت یوازې یو منځګړی نه و… هغه د وسلو د انتقال یو مهم پل و.” هغې د میز پر سر نقشه خلاصه کړه. “هغه به دا شټینګر توغندي—هغه چې له اوږې توغول کېږي او الوتکې په نښه کوي—د کابل په شمول ختیځ او شمال ختیځو ولایتونو ته رسول.” “ننګرهار… کونړ… لغمان… او نورې غرنۍ سیمې…” ما ورو وویل: “دا ډېر خطرناک دی…” کیوي سر وخوځاوه: “تر دې هم زیات.” هغې یو بل فایل خلاص کړ. “زموږ د معلوماتو له مخې، حاجي برکت یوه اندازه دا توغندي پټ کړي… او بیا ناڅاپه له موږ ورک شو.” چوپتیا خپره شوه. “هغه له بېلابېلو ډلو سره اړیکې پاللي له مجاهدینو… عربو شبکو… او وروسته له طالبانو سره.” زړه مې دروند شو. هغې دوام ورکړ: “او یوازې همدا نه…” هغې زما سترګو ته وکتل: “هغه له روسیه، ایران، چین او پاکستان سره هم اړیکې لري.” ما ژوره ساه واخیسته. دا نور یوازې یو سړی نه دی... دا یوه سیاسي او پوځي شبکه ده. ما ورو وپوښتل: “نو اصلي خطر څه دی؟” کیوي بې له ځنډه ځواب راکړ: “اصلي خطر دا دی… چې موږ نه پوهېږو دا وسلې اوس د چا په لاس کې دي.؟ “او که دا شټینګر توغندي فعاله شي. “نو زموږ الوتکې… زموږ ماموریتونه… او حتی موږ خپله هم په خطر کې یو.” زړه مې لکه وچې دریږي. کیوي ورو وویل: “موږ باور لرو… چې دا هماغه وسلې دي چې اوس زموږ پر ضد کارېدلی شي.” یو دروند سکوت راغی. بیا هغې زما پر لور وکتل: “او ته…” “ته باید دا پیدا کړې.” زه حیران شوم او ومې پوښتل: “زه؟ او یوازې؟” هغې سر وخوځاوه: “نه…” “خو ته به مخکښ او زه به دی همکاره یم... زما او ستا تر څنګ به نور کسان هم وی... او که اړتیا پیښه شي فوځیان او هوایی ځواک به هم له موږ سره وي . دې وخت کې په ما د مغروتیا پیریان کیناستل او ومی ویل هیچا ته ضرورت نشته یوازې ته بس یی چی را سره یی. کیوی پاڅیده کړکۍ ته ودریده او ویی ویل بس زه هم همدا غواړم چې زه او ته یو ځای یوو... زه هم پاڅیدم او اجازه می وغوښته. دروازی ته لا نه وم رسیدلی چې هغی له لاس ونیوم ... -چیرته په بیړه یی؟ -څه دې ویل ګرانې؟ -هو کنه خبرې خلاصې شوې خو کار لا پاتې دی" -څه کار وایه چې ځم ... کیوي وخندل او یی ویل د هر ځل ملاقات وروسته له به زما زړه ته ګورې' - څنګه؟ زړه ته ګورم ما پوه کړه؟ -ځان نا ګاره مه اوچوه را غاړې وزه' ومی خندل بس چې څنګه دې خوښه وي. په لږ شیبه کې د مینې فضا واکمنه شوه خو لا یی منزل ته نه وو رسیدلي چې دروازه ټک ټک شوه، هغه ورغله او زه په چوکۍ کیناستم یو عسکر و جاری ده

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (14)

14 ټولې رایې

5★
5
4★
4
3★
1
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan