د امریکایي عسکرې جاسوسي ناول (8) برخه اوونۍ تېره شوه… او زما ذهن لا هم په هماغه خبرو کې بند و. ما ډېر فکر وکړ… خو هر ځل مې هماغه نتیجه واخیسته: "زه د دې کار سړی نه یم." بله ورځ چې زه د کمپ په انګړ کې روان وم، یو عسکر راغی او راته یې وویل: "حامد! بلوک قومندان دې غواړي." زړه مې لږ په درزا شوخو عادي خبره مې وګڼله کله چې دفتر ته ورننوتم، هلته درې کسان ناست وو: قومندان ټام، څارنوال رابټ او کیوی. هغې چې زه ولیدم، په سترګو کې یې یو نرم پیغام راکړ—لکه ویل یې: "اندېښنه مه کوه." ټام مستقیمې خبرې پیل کړې: "حامده، موږ غواړو ته له موږ سره په یو مهم کار کې مرسته وکړې." ما پرته له ځنډه وویل: "بښنه غواړم، خو زه دا کار نشم کولی. زه یوازې ترجمان یم… او همدا بس دی." رابټ لږ موسکی شو، خو موسکا یې سړه وه: "ته فکر کوې چې ته یوازې ترجمان یې؟" ما په ټینګ غږ وویل: "هو، او زه ځان کې د داسې کار وړتیا نه وینم." چوپتیا شوه… ټام یو نظر رابټ ته واچوه، بیا یې وویل: "سمه ده… که ته ځان نه پېژنې، شاید بل څوک دې ښه وپېژني." هغه د دروازې طرف ته اشاره وکړه. دروازه ورو خلاصه شوه… او یو سړی دننه راغی. زما سترګې پراخې شوې… "استاد…؟!" هغه هماغه سړی و زما د انګلیسي ژبې استاد، چې ما کلونه مخکې په پاکستان کې ورسره درس ویلی و. خو هغه بې له وېرې ولاړ و… لکه دلته چې خپل ځای ولري. هغه آرامه وویل: "سلام حامده." زه حیران پاتې شوم: "ته… دلته څه کوې؟" رابټ وویل دا له موږ سر دی. "ستاسو استاد، اوس زموږ سره همکاري کوي." زما ذهن ګډوډ شو: "ناممکنه ده… دا رښتیا نه ده." استاد ورو وخندل: "ځینې وختونه ژوند بدلېږي، حامده." ټام یو فایل زما مخې ته کېښود. "دا وګوره." ما فایل خلاص کړ. هلته زما د تېر ژوند معلومات وو—زما د پاکستان ورځې، زما د زده کړو ریکارډ، حتی هغه کوچني یادښتونه چې ما به په ټولګي کې کول! زما لاسونه ولړزېدل… رابټ وویل: "دا ټول معلومات ستا د استاد له لارې ترلاسه شوي." ما په حیرانتیا وویل: "دا… دا څنګه ممکنه ده؟" استاد مخامخ راته وکتل: "ته تل له نورو زده کوونکو جلا وې… تیز، باهوشه، او د خلکو د خبرو په ژور فهم کې ځانګړی. ته شاید خپله دا نه وینې، خو موږ یې وینو." ما سمدلاسه انکار وکړ: "نه! دا سم نه دي. زه داسې څوک نه یم. تاسو غلط یاست!" فضا درنه شوه… کیوی ورو وویل: "قومندانه، شاید حامد ته وخت ورکړل شي… دا پرېکړه اسانه نه ده.رابټ لږ تریخ شو: "وخت؟ موږ لا مخکې ډېر وخت ورکړی." خو کیوی ټینګار وکړ: "هغه لا هم یوازې یو ترجمان دی… موږ باید پرې فشار ونه کړو." ما د هغې خواته وکتل… دا ځل مې ښه احساس وکړ چې هغه رښتیا زما طرف نیسي. ټام ژوره ساه واخیسته، بیا یې وویل: "حامده، حقیقت دا دی—ته له دې لوبې بهر نه یې. که ته وغواړې که نه…" هغه جمله نیمګړې پرېښوده. ما فایل ته بیا وکتل… بیا خپل استاد ته… زما ټول باورونه ماتېدل. ما یوازې دومره وویل: "زه… وخت غواړم." استاد ورو وویل: "دا ځل ښه فکر وکړه." او کیوی، په هماغه نرم نظر، ورو راته وویل: "زه درسره یم… هره پرېکړه چې کوې." همدې سره مجلس پای ته ورسیده. زه روان شوم کیوی هم په ماپسې شاته را روانه شوه لږ شیبه وروسته یی په نرم غږ سره مخاطب کړم: حامده! ته استراحت وکړه بیا چې هر وخت دې طبیعت برابر شو زما او ځای ته راشه' زړه کې می وویل چې بیا به څه ګلان کرې. نور بیا..
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)