oiuytrew
ریس خادیم

د امریکایی عسکرې جاسوسي ناول (17) برخه:

196 لیدنې 15 رایې
3.7 (15)
ریس خادیم
ریس خادیم 02 Jul 2026

د امریکایی عسکرې جاسوسي ناول (17) برخه: هلک په ظاهر پسې ولاړ… په دوکان کې یوه درنه چوپتیا خپره شوه. یوازې د لرګي زړې دروازې چیغې او د باندې د خلکو عادي شور اورېدل کېده. احمد شاه لږ مخکې رانږدې شو، سترګې یې پر موږ ټینګې کړې: “ښه… د زهرا پلار څه نومېده؟ او څه کار یې کاوه؟” ما دا پوښتنه کیوي ته وژباړله. هغې لږ سوچ وکړ، بیا یې په انګلیسي ورو وویل: “زه دقیق معلومات نه لرم… چې څه کار به یی کاوه خو د حاجی برکت نوم مې له خپلوانو اوریدلی و.چې پلار می ورسره و. نوم یی اقبال دی" ما یې خبرې احمد شاه ته وژباړلې. هغه ورو سر وخوځاوه، لکه څه شی ورته لا هم نیمګړی وي. هماغه وخت، د باندې د پښو چټک اواز واورېدل شو… هلک بېرته راستون شو—او ورسره یو بل سړی هم و. ظاهر. هغه له لرې نه هم عادي نه ښکارېده. تیزې سترګې، تېره څېره، او داسې حرکتونه لکه تل په احتیاط کې وي. کله چې رانږدې شو، یو ځل یې موږ له سره تر پښو وکتلو. موږ لنډه پېژندنه وکړه، او خبره مو ورته خلاصه کړه. ظاهر چوپ شو… د څو شیبو لپاره یې یوازې فکر کاوه. بیا یې ورو وویل: “ ما ستا د پلار اقبال باره کې څه نه دي اوریدلي،خو هغه(حاجی برکت) ته به یی معلومات وي که تاسې د حاجي برکت پیدا کول غواړئ نو ډیره سخته ده او اسانه خبره نه ده.” ما پوښتنه وکړه: “ولې؟ څه خبره ده؟” هغه لږ رانږدې شو، غږ یې ټیټ کړ: “هغه اوس ښکاره نه ګرځي ماهم ډیر وخت نه دی لیدلی. خو د هغه دنوې ښځې پلار کور په لغمان کې دی.” ما او کیوي یو بل ته وکتل—همدا هغه تار و چې موږ یې لټه کوله. خو لا خبرې نه وې ختمې شوې… ناڅاپه— د سرک له لوري د موټر تېز اواز راغی. هر څه په یوه لحظه کې بدل شول. یو تور موټر په چټکۍ تېر شو—او ورسره سم، د ډزو غږ! ټک! ټک! ټک! ظاهر چیغه کړه—او پر ځمکه ولوېد. ما په لوړ غږ وویل. پرووت موږ سمدستي ځانونه وغورځول. دوکان کې هر څه ګډوډ شول. چیغې شوې، دوړې پورته شوې. ما بې له ځنډه تمانچه راویسته—او د تېرېدونکي موټر پر لور مې ډزې وکړې. کیوي هم زما تر څنګ وه—سترګې یې یخې، خو تمرکز یې کلک و. موټر له سیمې ووت… خو شاته یې یوازې ویره، زخمي ظاهر، او یوه نوې پوښتنه پرېښوده: چا نه غوښتل چې موږ حقیقت ته ورسېږو؟ دوکان لا هم د وېرې او ګډوډۍ په منځ کې و… ما په چټک غږ احمد شاه ته وویل: “موټر راوغواړه! ژر!” احمد شاه بې له ځنډه له دوکانه ووت. زه او کیوي سمدستي د ظاهر خواته شوو. مرمۍ د هغه په نس لګېدلې وه… وینه ورو ورو خپرېده. کیوي بې له ځنډه خپل کڅوړه خلاصه کړه. د لومړنۍ مرستې وسایل یې راوویستل. ما د هغه پر زخم فشار واچاوه تر څو وینه کمه شي. “فشار وساته!” هغې راته وویل. ما خپل لاس کلک کړ. ظاهر په سختۍ ساه اخیسته… مخ یې ژیړ او سترګې یې نیمه پټې وې. د باندې خلک راټول شول همدا یوه پوښتنه یی په منځ کې تکرایده چې څوک لږیدلی دی؟. خو ما په لوړ غږ وویل: “لرې شئ! ځای پرېږدئ!” یو څو کسان شاته شول. فضا لږه خلاصه شوه. کیوي د زخم تړلو ته دوام ورکاوه، خو موږ پوهېدو چې وخت ډېر کم دی. ما د ظاهر سر لږ پورته کړ: “ظاهره! واوره! لغمان کې چېرته؟ دقیق ځای ووایه!” هغه په سختۍ سترګې رانیولې… شونډې یې وریږدېدې. “ک… کله ګوشت…” ساه یې درنه شوه. ما بیا ټینګار وکړ: “نور څه؟ څوک؟” هغه د وروستي ځواک په راټولولو سره وویل: “…عبدالرحمن… بزګر کور…” کیوي راته وکتل—موږ دواړه پوه شوو، دا هغه پته وه چې موږ یې لټه کوله. خو ظاهر موږ ته لغمان کله ګوش یاد کړ چې دا سیمه د طالبانو د امارت د ړنګیدو وروسته کله چې شرقي او غربي نورستان سره یو ځای شو او په ولایت بدل شو د نورګرام ولسوالۍ سیمه ده. هماغه وخت، د باندې د موټر اواز راغی. احمد شاه بېرته راښکاره شو: “موټر تیار دی!” موږ په احتیاط ظاهر پورته کړ. هغه نیم بې‌هوښه و، خو لا ژوندی و. ما ورو وویل: “هغه باید ژوندی پاتې شي… دا زموږ یوازینی سرنخ دی.” کیوي سر وخوځاوه: “او هغه خلک چې ډزې یې وکړې… هغوی به بیا هم راشي.” موږ ظاهر موټر ته انتقال کړ…

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.7
3.7 (15)

15 ټولې رایې

5★
3
4★
7
3★
2
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan