د مخباراتي شبکې کارمند یو بله نادره👋د تیر پوسټ په ادامه.... د اتصالات په شبکې کې د دندې پر محال یوه مشتری زنګ راته وواهه. د غږ له اندازې داسې معلومېده چې شاوخوا ١٣ یا ١٤ کلن هلک به وي. هغه وویل: "زما د سیمکارټ پیسې ورکېږي. مهرباني وکړئ وګورئ چې ولې مې بیلانس کمېږي." ما یې چې سیمکارټ چیک کړ، نو معلومه شوه چې یو د خدماتي کڅوړو څخه ورته فعال شوی دی. ما ورته وویل: "ستاسې په سیمکارټ کې یو خدمت فعال دی، چې هره ورځ ٧ افغانۍ ستاسې د بیلانس څخه کميږي." هغه راغبرګه کړه چې څه وخت فعال شوی دی؟ ما ورته وویل چې د دوشنبې په ورځ. هغه راته وویل چې غوږ شه: "زه د مدرسې طالب یم. په مدرسه کې د موبایل د استعمال اجازه نه لرم. نو ځکه هره پنجشنبه چې کور ته راشم، نو موبایل کاروم، او کله چې بېرته د شنبې په ورځ ځم نو یې په خپل شخصي بکس کې قلف کوم. زیاته یې کړه چې ما د تیرې پنجشنبې په ورځ ٥٠ افغانۍ کریډیټ اچولې وې. یو ملګري ته مې زنګ وکړ ٣ افغانۍ مې مصرف کړې. اوس چې ګورم ٢٥ افغانۍ پاتې دي. او بله دا چې د دوشنبې په ورځ خو زما موبایل خاموش وو او په بکس کې قلف وو. نو دا خدمت چا فعال کړی دی؟ ما خو نه دی فعال کړی." د هغې دې پوښتنې بیخي بې ځوابه کړم. د هغه خبرې زما لپاره ډېرې حیرانوونکې وې. تر دې وخته مې باور درلود چې دا ډول خدمات یوازې د مشتریانو له خوا فعالیږي، شرکت یې په خپله نه فعالوي. خو د دې هلک د خبرو له اورېدو او د هغې د قضیي د څیړنې وروسته (ما CDR چیک کړ. څه چې ویلي وو زره دروغ په کې نه ول) زه مطمئن شوم چې د اتصالات کمپنۍ ښه شاخداره غلا کوي.زموږ په دې معصومو هیوادوالو دې رب تعالی ورحمیږي. چې میلیاردران ورته غله وي، نو نور به د چا ګیله وکړو!؟
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.5
19 ټولې رایې
5★
4
4★
7
3★
3
2★
5
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
ساینس او ټیکنالوژې
آيا مصنوعي زيرکتيا د انسان په څير چلند کولای شي؟
آيا په راتلونکي کې به داسې څه اختراع شې چې مصنوعي زيرکتيا څخه به هم هوښيار وي؟ که چيرته ټول کارونه پر مصنوعي زيرکتيا وش...
عبدالله امير
96 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
مصنوعي زيرکتيا🤔🤔
نن مې له مورکۍ سره د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کولې. ورته مې وویل: «مورې! نن د ټکنالوژۍ عصر دی. مصنوعي ځیر...
عبدالله امير
1,031 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
که غواړئ پرمختک وکړئ د ټکنالوژي نړۍ سره برابر شئ!
تکنالوژۍ په نړۍ کې! سامسنګ په رسمي ډول د خپلو لومړنیو د ځیرکو عینکې (Intelligent Eyewear) بازار ته د وړاندې کولو لپاره...
عبدالله امير
119 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)