د یو مسلکي هیکر مشوره: ولې هیکینګ د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو مهمه مهارت دهدا وختونو کې ما ډېر فکر کاوه چې ولیکم ولې هیکینګ د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو مهم مهارت ګڼل کېږي.سایبري جګړهپخوا جګړې د زور، وسلو او پوځ په وسیله کېدلې. خو اوس وخت بدل شوی دی. هر څه ډیجیټل شوي – او څوک چې د دې ډیجیټل سیسټمونو کنټرول واخلي، هغه د نړۍ کنټرول لري. که یو هېواد د بل هېواد برېښنا، اوبو، مخابراتو او انټرنټ سیسټمونه بند کړي – جګړه یې ګټلې ده.سایبري جاسوسيپخوا جاسوسان پټ پټ به نورو هېوادونو کې ګرځېدل. اوس یو روتکیټ یا مالویر بسنه کوي چې د لویو دفترونو رازونه راوباسي. لکه د "پاناما پېپرز" چې د ډېرو سیاستوالو رسوايي شول.سایبري جرمانټرنټي جرمونه اوس یو غټ اقتصاد جوړ کړی – له ۵۰۰ میلیارده ډالرو څخه ډېر هر کال. هیکران په دې برخه کې ډېرې لوړې تنخاګانې اخلي.پرمختللې دوامداره حملې (APT)چین د دې برخه کې مشهور دی، د لویدیځو کمپنیو ډیزاینونه او اختراعات غلا کوي، بیا یې ارزانه جوړوي او نړۍ ته صادروي. دې ته وایي د نړۍ تر ټولو لویه غلا.سایبري امنیتلکه څنګه چې حملې ډېرېږي، د امنیت اړتیا هم ډېره شوې. بانکونه او کمپنۍ ملیاردونه ډالر مصرفوي چې د هیکرانو پر وړاندې دفاع وکړي. او څوک چې هیکینګ زده وي – هغه د امنیت تر ټولو ښه انجنیر ګڼل کېږي.پایلههیکینګ د دې پېړۍ د سرو زرو مهارت دی. څوک چې دا زده کړي، نه یوازې ښه معاشونه به ولري، بلکې د نړۍ سیاسي او اقتصادي لوبه بدلولی شي. ریس خادیم🌹
oiuytrew
د یو مسلکي هیکر مشوره: ولې هیکینګ د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو مهمه مهارت ده
194 لیدنې
21 رایې
3.8
(21)
ریس خادیم
20 Jun 2026
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.8
21 ټولې رایې
5★
10
4★
2
3★
4
2★
5
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
ساینس او ټیکنالوژې
آيا مصنوعي زيرکتيا د انسان په څير چلند کولای شي؟
آيا په راتلونکي کې به داسې څه اختراع شې چې مصنوعي زيرکتيا څخه به هم هوښيار وي؟ که چيرته ټول کارونه پر مصنوعي زيرکتيا وش...
عبدالله امير
96 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
مصنوعي زيرکتيا🤔🤔
نن مې له مورکۍ سره د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کولې. ورته مې وویل: «مورې! نن د ټکنالوژۍ عصر دی. مصنوعي ځیر...
عبدالله امير
1,031 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
که غواړئ پرمختک وکړئ د ټکنالوژي نړۍ سره برابر شئ!
تکنالوژۍ په نړۍ کې! سامسنګ په رسمي ډول د خپلو لومړنیو د ځیرکو عینکې (Intelligent Eyewear) بازار ته د وړاندې کولو لپاره...
عبدالله امير
119 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)