oiuytrew
نصيح الله ماهر

سټيفن هاوکينګ ولې له خدای څخه انکار وکړ؟

258 لیدنې 15 رایې
3.3 (15)

سټیفن هاوکینګ ولې له خدای څخه انکار وکړ؟ هغه داسې څه ولیدل چې انکار کولو ته یې اړ کړ؟فلکیات (Astronomy) داسې یو ډګر دی چې انسان یا خو د خدای تعالی عظمت ته ډېر نږدې کوي او یا یې ترې ډېر لرې وړي؛ ځکه کله چې انسان د کایناتو پراخوالی ویني، نو عقل یې حیران پاتې شي. د نن ورځې د معلوماتو له مخې، په کایناتو کې یوازې د ستورو شمېر د ځمکې د شګو له دانو څخه هم زیات دی، او سیارې تر دې هم ډېرې دي. که مونږ له ځمکې د شګې یوه دانه لرې کړو، نو د ځمکې پر پاتې شګو به څومره اغېز وکړي؟ هېڅ د پام وړ بدلون به رامنځته نه کړي. د کایناتو په وړاندې زموږ د ځمکې مثال هم ورته دی. که ځمکه له دې ستر کاینات څخه لرې کړل شي، نو د کایناتو په عظمت کې به هېڅ بدلون رامنځته نه شي. کله چې انسان دا فکر کوي، نو حیرانېږي چې دومره لوی کاینات ولې جوړ کړل شول؟ خو که چيرې الله تعالی کوچني کاینات جوړ کړي وای، نو همدغو خلکو به بیا پوښتنه کوله چې دومره لوی خدای ولې دومره کوچني کاینات پیدا کړل؟ که تاسو د سټیفن هاوکینګ ژوند او نظریات مطالعه کړي وي، نو پوهېږئ چې هغه له پیدایښته ملحد نه و، بلکې د خپلو څېړنو په جریان کې یې د خدای په اړه ځانګړی نظر پیدا کړ. د ده په فکر کې تر ټولو مهمه موضوع وخت وه. تاسو ښايي فکر کوئ چې وخت څنګه یو څوک د خدای له انکار سره مخ کولی شي؟ اصل خبره دا ده چې کله هاوکینګ د سترې چاودنې (Big Bang) نظریه مطالعه کړه، نو دې پایلې ته ورسېد چې له لویې چاودنې مخکې وخت موجود نه و؛ وخت د لویې چاودنې وروسته پیل شوی دی. مونږ د لویې چاودنې څخه د مخکې په اړه په ډېر څه نه پوهېږو: لویه چاودنه ولې وشوه؟ چېرته وشوه؟ څنګه رامنځته شوه؟ هغه ستره انرژي له کومه شوه؟ له لویې چاودنې وروسته په لومړیو شیبو کې څه پېښ شول؟ ساینس تر اوسه دغو پوښتنو ته بشپړ ځواب نه لري. ځکه چې په دې حد کې هغه قوانین چې مونږ یې په عادي نړۍ کې کاروو، ښايي نور د تطبیق وړ نه وي. له همدې امله سټیفن هاوکینګ دا نظر وړاندې کړ چې که وخت د لویې چاودنې وروسته پیدا شوی وي، نو د کایناتو د پیدا کولو لپاره د خدای مفهوم ته اړتیا نه لیدل کېږي؛ ځکه د ده په اند د لویې چاودنې څخه مخکې "وخت" نه و. خو که د خدای مفهوم په سمه توګه درک شي، نو د ډېرو دیني مفکرینو له نظره دا استدلال د خدای په اړه نه شي تطبیقېدای. "خدای" هغه ذات دی چې له وخت څخه مخکې او له وخت څخه پورته دی. وخت خپله د الله تعالی له مخلوقاتو څخه دی، الله تعالی د وخت په حدودو کې نه محدودېږي. که کاینات د یوې ځانګړې مرحلې څخه پیل شوي وي، نو پوښتنه بیا هم پاتې کېږي چې د هغه پیل لپاره اصل سبب څه و؟ د دین له نظره هغه ذات چې د وخت او مکان له حدودو بهر دی، هماغه د دې ټولو سرچینه ده. خو ډېرو ملحدانو د سټیفن هاوکینګ نظریات د خپل فکر لپاره دلیل وګرځول. له هغوی څخه پوښتنه دا ده: ایا دومره ستر او منظم کاینات د هېڅ ډول تدبیر او سبب پرته په خپله رامنځته کېدای شي؟ په کایناتو کې بې شمېره ستوري، سیارې او کهکشانونه شته. ټول د دقیقو قوانینو له مخې حرکت کوي. سیارې خپل مدارونه لري، ځمکه د لمر شاوخوا په ټاکلي مسیر ګرځي، او مریخ د ځمکې مدار ته نه ننوځي، لکه څنګه چې ځمکه د زهرې مدار نه نیسي. ځینې خلک وايي چې دا هر څه یوازې تصادف دی، خو د ایمان له نظره دا ستر نظم د یوه حکیم او قادر خالق نښه ده. کاینات یو خالق او مدبر لري. هغه ذات چې دا نظام یې پیدا کړی، قوانین یې ورته ټاکلي او هغه یې اداره کوي. هغه د لویې چاودنې څخه مخکې هم موجود و، اوس هم شته او تل به موجود وي. دا د مؤمنانو عقیده ده. قرآن کریم د کایناتو د پیل په اړه فرمایي: «أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا ۖ وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ» (سورة الأنبیاء: ۳۰) ژباړه: "ایا هغو کسانو چې کفر یې کړی، نه دي لیدلي چې اسمانونه او ځمکه سره یو ځای تړلي وو، بیا مونږ هغه دواړه جلا کړل او مونږ هر ژوندی شی له اوبو پیدا کړ. ایا دوی ایمان نه راوړي؟"لیکوال: تحسین الله خان پښتو ژباړه:اصل دين ځدراڼ

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (15)

15 ټولې رایې

5★
2
4★
5
3★
4
2★
3
1★
1

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan