مونږ د شیدو لارې (Milky Way) کهکشان کې چېرته موقعیت لرو؟ کله چې مونږ هره شپه اسمان ته ګورو، ستوري او سیارې وینو. د ساینس پوهانو له نظره، یو انسان په لوڅو سترګو د شیدو لارې په کهکشان کې یوازې شاوخوا ۵ تر ۶ زره ستوري لیدلی شي، حال دا چې په دې کهکشان کې نږدې ۴۰۰ میلیارده ستوري شتون لري. پاتې ستوري په بېلابېلو سیمو کې خپاره دي؛ ځینې ډېر لرې دي، نو ځکه يې مونږ په سترګو نه وينو. په حقیقت کې هغه ډېری اسماني شیان چې مونږ یې وینو، زمونږ له شیدو لارې کهکشان سره تړاو لري. زمونږ لمر د دې کهکشان له سلګونو میلیارده ستورو څخه یوازې یو عادي ستوری دی. د دې عادي ستوري (لمر) په شاوخوا کې اته سیارې ګرځي، له ۲۰۰ څخه زیاتې سپوږمۍ او زرګونه فضايي ډبرې (asteroids) شتون لري. ځمکه، له خپلو سمندرونو، غرونو، ځنګلونو، ښارونو او له اته میلیارده څخه زیاتو انسانانو سره، د همدې کوچني ستوري (لمر) په شاوخوا کې خپل سفر کوي. په کایناتو کې هېڅ شی ولاړ نه دی؛ بلکې هر څه په حرکت کې دي. د شیدو لارې کهکشان قطر نږدې ۱۰۰ زره نوري کاله دی. رڼا، چې په طبیعت کې تر ټولو تېزه پدیده ده، د دې کهکشان له یوه سر څخه بل سر ته د تېرېدو لپاره شاوخوا ۱۰۰ زره کاله وخت ته اړتیا لري. زمونږ لمر د شیدو لارې کهکشان له مرکز څخه نږدې ۲۶ زره نوري کاله لرې موقعیت لري. ساینس پوهان باور لري چې د دې کهکشان په مرکز کې یو ستر تور سوری (Black Hole) شتون لري، چې مونږ ترې ۲۶ زره نوري کاله واټن لرو. حیرانوونکې خبره دا ده چې لمر د کهکشان د مرکز شاوخوا په نږدې ۸۰۰ زره کیلومتره فی ساعت سرعت حرکت کوي. زمونږ ټول لمریز نظام، چې ځمکه هم پکې شامله ده، هره شېبه په دې ستر مدار کې سفر کوي، خو مونږ یې هېڅ احساس نه کوو. لمر د شیدو لارې کهکشان شاوخوا یو بشپړ چکر نږدې په ۲۲۵ میلیونه کاله کې بشپړوي. ځکه چې لمریز نظام شاوخوا ۴.۶ میلیارده کاله پخوا جوړ شوی، نو د حساب له مخې لمر تر اوسه د کهکشان شاوخوا یوازې ۲۰ ځله چکر وهلی دی. دا څومره حیرانوونکې خبره ده! او دا یوازې یو کهکشان دی؛ په لیدل شوي کاینات کې شاوخوا ۲ ټریلیونه کهکشانونه اټکل کېږي. ساینس پوهان وایي چې ډایناسوران په هغه وخت کې پر ځمکه راڅرګند شول چې لمر د شيدو لارې کهکشان تقریباً په اوسني ځای کې و. له هغه وخت څخه تر نن پورې بې شمېره تمدنونه راغلل او له منځه ولاړل. غرونه جوړ شول او بیا ویجاړ شول، نسلونه پیدا شول او ختم شول، خو لمر خپل کهکشاني سفر ته دوام ورکړ. د انسان تاریخونه، لرغونې امپراتورۍ او د انسان جوړ کړي نظامونه بدل شول؛ خو لمر خپل مدار پرېنښود. د میلیاردونو کلونو په اوږدو کې یې خپل ټاکلی سفر روان ساتلی دی. کاینات دومره پراخ دي چې که د شیدو لارې کهکشان له کایناتو څخه لرې هم شي، پر ټول کاینات به یې اغېز دومره لږ وي لکه یو انسان چې یو ګیلاس اوبه له سمندر څخه وڅښي. بېشکه زمونږ ځمکه ځکه بې سارې او قیمتي ده چې مونږ انسانان پکې ژوند کوو، خو له بلې خوا د دې ستر کاینات په وړاندې ډېره کوچنۍ هم ده. زمونږ تر ټولو ستره لاسته راوړنه یوازې دا نه ده چې مونږ انسانان یو؛ بلکې دا ده چې مونږ پر دې پراخ کاینات د پوهېدو وړتیا پیدا کړې ده. مونږ د کایناتو د رازونو د کشف او سپړنې په سفر کې یو او دا خپله یوه لویه بریا ده. الحمدلله! ژباړن: اصل دين ځدراڼ
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
16 ټولې رایې
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
تبصرې
وروره که غواړی لیکنه دی خلک پوره ولولی او تنګ نه شی نو باید لنډه او معنی ډکه وی او خه مطلب ولری 💚
# اړوند پوسټونه
نيوترون ستوری
نیوټرون ستوری، د کاینات تر ټولو عجیبه جسم!🤯 کله چې یو ډېر لوی ستوری په ستره چاودنه (Supernova) کې مړ شي، نو کله ناکله ت...
يو عجيبه سګنال چې ميلياردونه کاله يې سفر وکړ!
په ۲۰۱۶ کال کې ساینسپوهانو له فضا څخه یو له تر ټولو عجیبو او نادرو را رسېدلو سیګنالونو څخه وموند دا سیګنال ډېر کمزوری و...
ساینس پوهان وايي
ساینس پوهان وايي، د نن څخه 66 میلیونه کلونه مخکې د فضا څخه یوه ستره ډبره د ننني «مکسیکو» د «یوکاتان» ټاپو ته نژدې پر ځمک...