ولې له موبایلونو څخه بدلېدونکې بیټرۍ له منځه ولاړې؟ ډېر خلک فکر کوي چې د ټکنالوژۍ بدلونونه تل د اسانتیا، ښکلا او پرمختګ لپاره وي، خو ځینې بدلونونه داسې هم وي چې تر شا یې پوښتنې، شکونه او ژور بحثونه پټ وي. له همدې بدلونونو څخه یو دا دی چې ولې تقریباً ټولو موبایل جوړوونکو شرکتونو په یوه وخت کې بدلېدونکې (Replaceable) بیټرۍ لرې کړې او پر ځای یې Built-in بیټرۍ عامې کړې. که تاریخ ته وګورو، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ، د اپل له تګلارې وروسته، ډېرو لویو شرکتونو داسې موبایلونه جوړ کړل چې بیټرۍ یې نور د کاروونکي له لوري نه ایستل کېده. له دې مخکې، خلک کولای شول خپل موبایل په بشپړه توګه بند کړي، بیټرۍ ترې وباسي او ډاډ ترلاسه کړي چې وسیله هېڅ برېښنا نه لري. خو د Built-in بیټرۍ په راتګ سره دا اختیار له منځه ولاړ. دلته دا پوښتنه راپورته کېږي: ایا دا بدلون یوازې تخنیکي اړتیا وه، که نور اهداف هم ورسره تړلي وو؟ ځینې نظریې دا وايي چې دا کار د استخباراتي ادارو د غوښتنې له مخې شوی، تر څو ۲۴ ساعته څارنه اسانه شي. د دې نظر له مخې، حتی که موبایل بند هم شي، بیا هم د داخلي احتیاطي برېښنا له لارې ځینې برخې لکه GPS فعال پاتې کېدای شي او د کاروونکي موقعیت معلومولای شي. د دې خبرې لپاره یو ساده مثال دا دی: کله چې موبایل بند وي خو الارم تنظیم شوی وي، بیا هم په ټاکلي وخت کې الارم غږېږي. دا ښيي چې موبایل په بشپړ ډول نه بندېږي، بلکې یوازې ظاهري بندښت لري. د اېډورډ سنوډن له افشا شویو اسنادو څخه هم دا څرګنده شوه چې حتی بند موبایلونه هم د شبکو له لارې هدف کېدای شي. د دغو معلوماتو له مخې، امکان شته چې مایکروفون، کمره او نور سنسرونه د کاروونکي له اجازې پرته فعال شي. البته هدف دا نه وي چې هر څوک خطرناک دی، بلکې دا ده چې ټولنه د دوامداره څار لاندې وساتل شي، تر څو خلک په یوه ټاکلي چوکاټ کې فکر او عمل وکړي. اوس که د اروپا وضعیت ته وګورو، اروپايي اتحادیې اعلان کړی چې تر ۲۰۲۷ کال پورې باید بدلېدونکې بیټرۍ بېرته راوګرځول شي، تر څو د مصرف کوونکو حقونه خوندي شي. خو ځینې خلک باور لري چې دا پرېکړه ناوخته شوې ده، ځکه چې د څار ټکنالوژي اوس ډېره پرمختللې شوې او یوازې د بیټرۍ بدلول به دا ستونزه حل نه کړي.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.2
15 ټولې رایې
5★
4
4★
2
3★
2
2★
7
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
ساینس او ټیکنالوژې
آيا مصنوعي زيرکتيا د انسان په څير چلند کولای شي؟
آيا په راتلونکي کې به داسې څه اختراع شې چې مصنوعي زيرکتيا څخه به هم هوښيار وي؟ که چيرته ټول کارونه پر مصنوعي زيرکتيا وش...
عبدالله امير
97 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
مصنوعي زيرکتيا🤔🤔
نن مې له مورکۍ سره د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کولې. ورته مې وویل: «مورې! نن د ټکنالوژۍ عصر دی. مصنوعي ځیر...
عبدالله امير
1,032 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
که غواړئ پرمختک وکړئ د ټکنالوژي نړۍ سره برابر شئ!
تکنالوژۍ په نړۍ کې! سامسنګ په رسمي ډول د خپلو لومړنیو د ځیرکو عینکې (Intelligent Eyewear) بازار ته د وړاندې کولو لپاره...
عبدالله امير
121 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)