oiuytrew
پښتو ګهيځ

ولې نړۍ په وروستېو ۱۰۰ کلونو کې ۱۸۰ درجې بدله شوه؟

63 لیدنې 2 رایې
3.0 (2)
پښتو ګهيځ
پښتو ګهيځ 11 Jun 2026

وروسته داسې څه وشول چې په پنځوسو کلونو کې نړۍ بدله شوه! (دا یو فرضي تصور دی، او د تاریخ یو بل تعبیر دی.د چا هم چې زړه غواړي وديې لولي، او که نه، نو دا لیکنه هېڅ لازمي نه ده.) ایا کله مو فکر کړی چې د بشري تاریخ له هغه وخته چې "کرنیز انقلاب" (Agricultural Revolution) رامنځته شو او انسان له غارونو راووت او منظمې مېنې او ښارګوټي یې جوړ کړل، تر نولسمې پېړۍ پورې ـ یعنې نږدې لس زره کاله ـ انسان تقریباً په یوه شان مادي سرعت ژوند کاوه؟ د سفر لپاره هماغه اسونه او اوښان وو، د شپې د رڼا لپاره هماغه د خټو څراغونه وو، او د پیغام رسولو لپاره هماغه کوتران استازي وو. انسان یوازې هغه څه رښتیا ګڼل چې په لاس یې لمس کولای شول. خو بیا د 1820م او 1939م کلونو ترمنځ ناڅاپه په نړۍ کې داسې یو "کایناتي ری‌سیټ" راغی چې د تېرو لسو زرو کلونو مادي جمود یې په څو لسیزو کې د شعور په یوې سترې چاودنې بدل کړ. انسان له زرګونو کلونو ورو او ثابت پرمختګ څخه ناڅاپه د جېټ انجنونو او راکټونو عصر ته داخل شو. په دې حیرانوونکي پړاو کې د رڼا او تیارو ترمنځ یوه عجیبه جګړه پیل شوه. له یوې خوا مثبت او علمي ذهنونه راویښ شول، او له بلې خوا منفي او پټې شیطاني قوې هم په بشپړ ځواک سره راڅرګندې شوې. د روسیې له سیمو څخه یوه اسرارناکه ښځه، مادام بلاواتسکي، راپیدا شوه. هغې د "The Secret Doctrine" په نوم کتاب ولیکه او ادعا یې وکړه چې جامده ماده په اصل کې هېڅ نه ده، بلکې یوازې کنګل شوې انرژي ده، او د ټول کاینات تر شا یو واحد نړیوال شعور فعالیت کوي. د بلاواتسکي نظریاتو د هغه وخت پر لویو مفکرانو او ساینسپوهانو ژور اغېز وکړ. ویل کېږي چې د البرټ آینسټاین پر مېز به هم دا کتاب پروت و، او له همدې فکري فضا څخه یې الهام اخیستی و، تر څو د مادې دودیز تصور وننګوي او خپل مشهور فورمول E=mc² وړاندې کړي. حتی توماس اېډیسن د هغې د ټولنې غړی و، او نیکولا ټېسلا هم د انرژۍ، فریکونسۍ او ارتعاشاتو په ژبه خبرې کولې. کله چې ساینسپوهانو اتوم تجزیه کړ، نو کوانټمي فزیک راڅرګند شو. دې فزیک وښوده چې د کاینات ذرې، که څه هم میلیاردونه نوري کاله سره واټن ولري، بیا هم له یو بل سره تړلې پاتې کېدای شي (Quantum Entanglement). ځینو خلکو دا مفکوره د هغو صوفي نظریاتو سره پرتله کړه چې د "وحدت الوجود" تر عنوان لاندې مطرح شوي دي. خو په همدې موده کې، د دې مفروضې له مخې، لوسیفر یا شیطاني ځواکونو هم خپل نفوذ پراخاوه. ویل کېږي چې د هغه ستره وړتیا دا ده چې ځان د رڼا او پوهې د سرچینې په بڼه وړاندې کړي، او شر ته د حکمت، روحانیت او باطني علم ښکلی لباس ور واغوندي. په همدې زمانه کې په روسیه کې ګریګوري راسپوتین راڅرګند شو، چې د ذهنونو پر اغېز او رواني نفوذ مشهور و، او وروسته د رواني جګړو (Psychological Warfare) د نظریاتو سره وتړل شو. له انګلستان څخه الیسټر کراؤلي راپیدا شو، چې د پخوانیو جادویي او اسراري روایتونو د بیا ژوندي کولو هڅه یې کوله. د هغه له پیروانو څخه یو جک پارسنز و، چې وروسته د راکټي ټکنالوژۍ په تاریخ کې مهم نوم وګرځېد او د JPL د بنسټ اېښودونکو له ډلې څخه وشمېرل شو. په فرانسه کې ایلفاس لیوي د "بافومېټ" هغه انځور مشهور کړ چې نن د شیطان‌پالنې له سمبولونو څخه ګڼل کېږي. د دې نظریې پلویان باور لري چې ده پخواني باطني علوم په داسې بڼه وړاندې کړل چې وروسته د ګڼو پټو ټولنو او فکري حلقو بنسټ وګرځېدل. د دې مفروضې له مخې، د دې تیارو تر ټولو خطرناک ظهور په جرمني کې د اډولف هټلر او د "تولې ټولنې" (Thule Society) په بڼه راڅرګند شو، او هغه V-2 راکټونه چې وروسته د فضایي ساینس بنسټ وګرځېدل، د همدې تاریخي فضا محصول وو. د دې نظریې له مخې، کله چې انسان نوي شعوري پړاو ته د داخلېدو په حال کې و، نو شیطاني قوتونو د علم او ټکنالوژۍ بهیر ته هم خپل نفوذ ور دننه کړ. ساینسپوهان په لابراتوارونو کې بوخت وو، خو د دې لیدلوري پلویان باور لري چې د پردې تر شا نورې پټې قوې هم اغېزمنې وې. اصلي الهي روحانیت انسان ته د نفس اصلاح، عاجزي او د خالق پر وړاندې د تسلیمۍ درس ورکوي. خو د دې نظریې له مخې، نوې مصنوعي روحانیت انسان ته دا تلقین وکړ چې: "ته خپله خدای یې، یوازې د خپل ذهن فریکونسي بدله کړه او هر څه به ترلاسه کړې." پایله دا شوه چې هغه روحانیت چې د انسان د زړه او اخلاقو د اصلاح لپاره و، شاته پاتې شو، او پر ځای یې یو شمېر نوي روحاني او ذهني مکتبونه راپیدا شول چې زیاتره د مادي بریاوو او شخصي ځواک پر محور راڅرخېدل. د دې لیدلوري پلویان باور لري چې دا لوبه نوې نه ده. د دوی په اند، د فرعون، نمرود، عاد او ثمود په زمانو کې هم مادي ځواک، ټکنالوژي او اقتدار موجود و، خو کله چې انسان ځان له خدایه بې‌نیازه وګاڼه، نو په غرور او سرکښۍ کې ډوب شو. نننۍ علمي لاسته راوړنې، د کاینات د تسخیر دعوې، او د نړۍ د لویو قدرتونو ځواکمن حضور، د همدې زړې کیسې نوې بڼه بلل کېږي. د دې نظریې له مخې، دا هر څه د یوې سترې ازموینې برخه ده چې وروستی او بشپړ ظهور به یې د "دجال" په فتنه کې څرګند شي. همدا لامل ګڼل کېږي چې هغه انسان چې زرګونه کاله یې پر اسونو سفر کاوه، په څو لسیزو کې سپوږمۍ ته ورسېد او د جېټ الوتکو په عصر کې داخل شو؛ خو له دې حیرانوونکي پرمختګ سره سره، د ده په وجود کې یو ډول ژور یوازیتوب او روحي تشوالی هم پیدا شو. نننی انسان که څه هم له مادي پلوه تر هر وخت ځواکمن دی، خو د دې مفروضې له مخې، له باطني پلوه له ژورو ننګونو سره مخ دی، ځکه د مادي ځلا او پرمختګ تر شا اصلي الهي رڼا پټه شوې ده. والله او رسوله أعلم بالصواب سلیم زمان خان جون ۲۰۲۶ پښتو ژباړه: پښتو ګهیځ

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.0
3.0 (2)

2 ټولې رایې

5★
0
4★
1
3★
0
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan