په ۲۰۱۶ کال کې ساینسپوهانو له فضا څخه یو له تر ټولو عجیبو او نادرو را رسېدلو سیګنالونو څخه ومونددا سیګنال ډېر کمزوری و، خو بیا هم یې د میلیاردونو کلونو اوږد سفر کړی و او په امریکا کې یو ستر انتن (راډیويي څارونکې دستګاه) ونیوه. هلته ځواکمن سوپر کمپیوټر دا سیګنال تحلیل او کوډ یې مات کړ. کله چې ساینسپوهانو دا سیګنال وڅېړه، ډېر حیران شول. هغوی سمدستي پوه شول چې دا د هغو عادي راډیويي سیګنالونو برعکس دی چې هره ورځ یې ترلاسه کوي. په لومړي سر کې داسې انګېرل کېده چې ښايي دا د کوم فضايي مخلوق (ایلین) پیغام وي، خو کله چې یې سپېکټرم وکتل شو، څرګنده شوه چې دا سیګنال بېسارې لرغونتیا لري.وروسته د څېړنو له مخې معلومه شوه چې دغه سیګنال خپل سفر زموږ د لمر له جوړېدو، د سیارو له رامنځته کېدو او حتی د ځمکې له پیدایښت څخه هم مخکې پیل کړی و. ساینسپوهان وایي، دا سیګنال د کایناتو په بېپایه تیاره کې روان و، په داسې حال کې چې کهکشانونه بدلېدل، ستوري زېږېدل او له منځه تلل او کاینات په دوامداره توګه بدلېدل. وروسته څرګنده شوه چې دا د کومو فضايي مخلوقاتو پټ پیغام نه و، بلکې د دوو نیوټرون ستورو د ټکر له امله رامنځته شوی و. د دغه ټکر په پایله کې یو خورا پیاوړی انرژيلرونکی سیګنال تولید شو، چې میلیاردونه کاله یې سفر وکړ او بالاخره ځمکې ته ورسېد او په امریکا کې د لویو انتنونو له خوا ثبت شو. تر ټولو حیرانوونکې خبره دا وه چې کله دې سیګنال خپل سفر پیل کړ، هغه وخت ځمکه لا نه وه جوړه شوې. وروسته ځمکه رامنځته شوه، سړه شوه، بېلابېل ژوندي موجودات پیدا شول او له منځه ولاړل، خو دا سیګنال لا هم په فضا کې روان و، تر دې چې په ۲۰۱۶ کال کې ځمکې ته ورسېد.زموږ کاینات دومره پراخ دي چې حتی هغه سیګنالونه هم، چې د رڼا په سرعت (شاوخوا ۳۰۰ زره کیلومتره په یوه ثانیه کې) حرکت کوي، ځمکې ته د رسېدو لپاره میلیاردونه کلونه وخت نیسي.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.1
13 ټولې رایې
5★
2
4★
3
3★
2
2★
6
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
ساینس او ټیکنالوژې
آيا مصنوعي زيرکتيا د انسان په څير چلند کولای شي؟
آيا په راتلونکي کې به داسې څه اختراع شې چې مصنوعي زيرکتيا څخه به هم هوښيار وي؟ که چيرته ټول کارونه پر مصنوعي زيرکتيا وش...
عبدالله امير
96 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
مصنوعي زيرکتيا🤔🤔
نن مې له مورکۍ سره د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کولې. ورته مې وویل: «مورې! نن د ټکنالوژۍ عصر دی. مصنوعي ځیر...
عبدالله امير
1,031 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
که غواړئ پرمختک وکړئ د ټکنالوژي نړۍ سره برابر شئ!
تکنالوژۍ په نړۍ کې! سامسنګ په رسمي ډول د خپلو لومړنیو د ځیرکو عینکې (Intelligent Eyewear) بازار ته د وړاندې کولو لپاره...
عبدالله امير
119 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)