What is CCTV Camera and Hacking ? دسي سي ټي وي یا کیمرو هکینګ څه ته وايي؟تاسو ته بهتره معلومه ده چې سي سي ټي وي یا دڅار امنیتي کیمرې نن سبا په ښارونو کې دکوچنیو دوکانونو څخه واخله تر سړکونو کورونو دولتي ادارو نظامي ادارو او همداشان تقریبا هر چیرته دڅار لپاره استعمالیږي. خو څه ډول دغه کیمرې دهکرانو له خوا هک کیږي. دغه کېمرې دوه ډوله استعمال لري یو یې افلاین ډول چې دکیمرو په سېټ کې ورته یو لوی هارډیسک ایښول شوی وي او ټوله ډېټا یا ویډیو او عکسونه دکېبل له لارې په هارډیسک کې ذخیره تقریبا هره اداره دغه ډيټا تر یوې میاشتې یا اوږې مودې پورې ساتي او وروسته یی بیا ختموي. دوهم ډول استعمال یي هم په افلاین ډول هم دغه ډيټا په هارډیسک کې ذخیره کیږي. او هم دانټرنټ له لارې دکېمرو دای پي ادرس له لارې په نړۍ کې هر ځای دلاس رسي وړ وي دا ځکه چې کله دیوې کمپنی مالک بل ځای ته سفر کوي هغه کولی شي دنړی له هرې څنډې دخپلې کمپنی هره برخه دهمدې کېمرو له لارې وڅاري خو هکران څه ډول دا هک کوي. دغه پورته دکېمرو یا سي سي ټي دواړه ډولونه دهک کیدو وړ دي او هکران کولی شي ستاسو کور دوکان اویا کمپنی اداره چې هر وخت وغواړي وڅاري دوهم هکران دځانګړو سرچ انجنونو له لاري دغه کیمرې پیدا کوي بیا یي دهیواد ولایت او نورو جغرافیايي مشخصاتو پر بنسټ فلټر کوي او ستاسو تر کېمرو در رسیږي . دغه ډول کیمرو ته زیاتره خلک پام نه کوي چې زیاتره یې خپل لومړني دکمپنی ډیفالټ پاسورډ چې ډېر ساده وي لاس رسی مومي لکه اډمین اډمین او داسی نور همداشان هکران په دا ډول کیمرو کې نیمګړتیاوې اکسپلویټ کوي او لاس رسی ورته مومي. مخنیوی که چېرې تاسې هم دا ډول کېمرې په خپل کور یا کار ځای کې استفاده کوی ترټولو دمخه یو قوي پاسورډ ورکړی. دوهم دمشهور برانډ کیمرې راونیسي چې قوي امنیت لري لکه هایک ویژن اور نور..... دکیمرو سافټویر په وخت اپډيټ کړی. ریس خادیم🌹
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.7
15 ټولې رایې
5★
6
4★
3
3★
1
2★
5
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
ساینس او ټیکنالوژې
آيا مصنوعي زيرکتيا د انسان په څير چلند کولای شي؟
آيا په راتلونکي کې به داسې څه اختراع شې چې مصنوعي زيرکتيا څخه به هم هوښيار وي؟ که چيرته ټول کارونه پر مصنوعي زيرکتيا وش...
عبدالله امير
96 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
مصنوعي زيرکتيا🤔🤔
نن مې له مورکۍ سره د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې کولې. ورته مې وویل: «مورې! نن د ټکنالوژۍ عصر دی. مصنوعي ځیر...
عبدالله امير
1,031 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
که غواړئ پرمختک وکړئ د ټکنالوژي نړۍ سره برابر شئ!
تکنالوژۍ په نړۍ کې! سامسنګ په رسمي ډول د خپلو لومړنیو د ځیرکو عینکې (Intelligent Eyewear) بازار ته د وړاندې کولو لپاره...
عبدالله امير
119 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)